د مڼې ګل لسمه دوديزه مشاعره ونمانځل شوه
2010-06-19 10:43:58
ميدانښار
د غبرګولي ٢٨مه، ١٣٨٩، پژواک خبري اژانس
په ميدان وردګو ولايت کې د غبرګولي په ٢٨مه، د مڼې ګل دوديزه مشاعره د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د سلګونو شاعرانو په ګډون جوړه شوه .
په دغې مشاعر کې د کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، خوست، پکتيا، پکتيکا، غزني، کندهار، کندوز او يو شمېر نورو ولايتونو په سلګونو شاعرانو، ليکوالانو، د ولسي جرګې غړيو، چارواکيو او د ياد ولايت اوسېدونکيو ګډون کړى وو.
د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي د شاعر او شعر په اړه اوږدې خبرې وکړې .
هغه زياته کړه، چې د شاعر ښه حرکت، فکري يون په ټولنه کې رامنځته کوي او شاعر، ليکوال او ژورناليست بايد ولس عقلاني لارې ته وهڅوي .
نوموړي وويل، چې په ټولنه کې د شاعر نقش مثبت لور ته د ذهنونو سوق کول او د شعر په وسيله د منفي ذهنونو لرې کول دي، ځکه چې د شعر الفاظ په مستقيمه توګه په ذهن اغېز کوي .
هغه شاعرانو ته په اشارې وويل، چې شاعر بايد يواځې په شعر کې انتقاد ونه کړي، بلکې د انتقاد پرځاى دې د ستونزو حل ته يوه لازمه د حل لاره هم ولټوي .
فدايي، شاعران او ليکوالان د فکر، ذهن او ولس جوړونې معماران وبلل .
د ميدان وردګو د اطلاعاتو او کولتور سرپرست رييس زلمي مايار، د مشاعرو جوړېدل د کولتور د بډاينې په لاره کې غوره ګام وباله .
هغه وويل چې دا د مڼې ګل لسمه مشاعره ده، چې له نن څخه لس کاله وړاندې يې ددې ولايت د شاعرانو او فرهنګيانو له لوري بنسټ کېښودل شو .
د افغان خويندو يون مشرې حميرا حقمل وويل، چې په دا ډول مشاعرو کې د بېلابېلو سيمو د وګړيو افکار سره نږديوالى پيدا کوي.
دې ټينګار وکړ، چې بايد هره مشاعره چې په هره سيمه کې تر هر نامه لاندې وي، ولس ته يو ګټور پيغام ولري .
هغې زياته کړه، چې په دا ډول مشاعرو کې بايد ولس او په ځانګړې توګه ځوانان د هېواد جوړونې، پرمختګ او سوکالۍ پر لور وهڅول شي، ترڅو دغې ټولنې ته له بې سوادۍ او ورانۍ څخه نجات ورکړل شي .
په مشاعره کې يوه جرمني، چې افغانانو پرې زمرى نوم اېښى او د پښتو په ګډون په څلوېښتو ژبو روانې خبرې کولى شي، هم برخه لرله .
زمري په دې مشاعرې کې وويل، چې له پښتو ژبې سره د زياتې مينې له امله يې په دې مشاعره کې برخه واخيسته .
نوموړي په داسې حال کې، چې پښتو خبرې يې د ګډونوالو په چک چکو بدرګه کېدې، وويل، چې دا ډول مشاعرې د ژبې او شعر په ژوندي ساتلو کې اساسي رول لري او بايد زياته پاملرنه ورته وشي .
دغه شاوخوا ٢٥کلن ځوان، چې دنګه ونه، سور مخ، شنې سترګې او ژېړه ږيره يې درلوده، زياته کړه، چې اوس د پښتو ژبې په برخه کې په څېړنو بوخت دى .
ددغې مشاعرې يوه ځوان شاعر همت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مشاعرې په زياترو شعرونو کې د سولې، هېواد جوړونې او وينې نه تويېدنې پيغامونه وو .
دده په خبره، مشاعرې ځکه خوند درلود، چې شعرونه نه و سانسور شوي .
د هېواد وتلي ليکوال، څېړونکي او شاعر حبيب الله رفيع په دې خوښي وښوده، چې ددغې مشاعرې عمر لسو کلونو ته اوږد شو.
هغه د ميدان وردګو ولايت له چارواکيو او مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه، چې ددې ولايت مڼو ته له هېواد څخه بهر بازار پيدا کړي، ترڅو مڼې د لارو پر سر له خرڅلاو څخه خلاصې شي .
تېر او سږکال د مڼې ګل په مشاعرو کې ٢٢ټوکه کتابونه هم چاپ شوي دي .
دغه مشاعره، چې د ولايت د مقام په مالي لګښت جوړه شوې وه، په پاى کې يې د لسو رسنيو ادارو ته ستاينليکونه، يو شمېر مېلمنو او شاعرانو ته ٤٥ د لاجوردو ډبرينې ډيزاين شوې ډالۍ او لونګۍ هم ورکړل شوې .
حکيم بشارت