دلومړي ځل لپاره دلوګر،غزني او میدان وردګو ولایتونو مسولینو دسولې ملي مشورتې جرګې ته دتیارۍ په موخه دهمغږۍ غونډه وکړه

 

په میدان وردګ ولایت کې د لوګر،غزني او وردګو لایتونو والیانو او دسولې  مشورتي جرګې  (۸۹) تنو غړو خپله لومړنۍ مشورتي غونډه وکړه او دنوموړې جرګې څخه یې په کلک ملاتړ اعلان کړو.

 

 

 

نوموړې مشورتي غونډه چې دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي په کوربتوب جوړه شوې په کې دغزني والي جنرال موسی خان احمدزی او دلوګر ولایت مرستیال شجاع الدین شجاع سربېره دولسي جرګې غړو او دولایتي شورا ریسانو،مدني ټولنو ښځينوو استازو او دنوموړو ولایتونو دسولې ملي مشورتي  جرګې  (۸۹)تنو غړو برخه واخیسته.

ټولوپه یوه خوله  وویل چې افغانان دهرڅه نه زیات نن  سولې،تفاهم او امنیت ته  زیات ضرورت لري اود ټولې شته ستونزې د جنګ او ټوپک له لارې نه بلکې  دملي روغې جوړې  او جرګو له لارې دپای ټکې مومي، نو اړینه ده چې په ملي او نړایوله

کچه داسې یومیکانیزم جوړ ترڅو د ګاونډیو هېوادونو مداخلوته دپای ټکې کیږدو او ټول افغانان په ملي روحیه  په یوه  ټغر کیښنو او هېواد  ته دسوکالۍ ساه ورکړو.

دغونډې ویناوالو دسولې مشورتي جرګې  د غښتلتیا او دشته ناورین دمخنوي په اړه بېلابېل نظرونه او مشورې سره شریکې کړې چې  په نړیواله ټولنه او افغان دولت غږ وشوو چې په ریښتیني بڼه دسولې دملي مشورتي جرګې ترشاء ودریږي او دغه لړۍ ته دوام ورکړي ترڅو وتوانیږو په جرګه کې شوې پریکړو ته دعمل جامه ور واغوندو.

 

همدارنګه دغونډې ګډونوالو دسولې په ملي مشورتي جرګې په ټولو غړو غږ وکړو چې داخلاقي،ملي او اسلامي مسولیت په بناء د هرچا لخوا هرډول سبوتاش  مخنوي وکړې  او دنړیوالې ټولنې دشتون څخه په استفادې دسولې دټینګښت په لور ګامونه  اوچت کړي .

ګډونوالو دمیدان وردګ ولایت دمشرتابه ددغه نوښت څخه دمننې ترڅنګ  د داډول موثرو غونډو جوړه غوښتنه وکړه

په غونډه کې پریکړه وشوه چې دسولې دتحقق،دامنیت دټینګښت او ښې حکومتدارۍ دپياوړتیا په موخه  به  دا ډول غونډې برابروي.

 

 

 

اړیکې شمېره: (۰۷۷۴۰۰۰۴۲۷)شاهد الله شاهد،بریښنالیک:maidan.pressoffice@gmail.com               

داکلیک کړﺉ :ه  http://www.mwardag.gov.af    ،http://www.bloguna.com/adam