په دایمیردادو ولسوالۍ کې دولایت والي محمد حلیم فدایي دهزاره میشتو اوکوچیانو د شخړو دهواري په اړه رسینو ته معلومات ورکړل.
2010-05-26 13:42:14
په دایمیردادو ولسوالۍ کې دولایت والي محمد حلیم فدایي دهزاره میشتو اوکوچیانو د شخړو دهواري په اړه رسینو ته معلومات ورکړل.
ښاغلي والي پداسې حال کې نوموړی ولسوالۍ ته سفر وکړو چې څو ورځې وړاندې په نوموړی ولسوالۍ کې دمیشتو اوسیدونکو(هزاروو) او کوچیانو لخواد څړ ځایونو پرسرنښته رامنځته شوه،دپیښې په ورځ دولایت مرستیال دلس کسزیز پلاوې سره چې دملي اردو او ملي پولیسو ځواکونو هم ورسره ملتیا کوله سیمې ته ولاړل او په سمدستي ډول یې دجنګ مخه ونیوله، چې ورپسې دولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي،کورنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر،ستردرستیز او کوچیانو استازې سیمې ته ولاړم او په درې فقریز پریکړه لیک باندې سره سلاء شول چې په هغې کې په سمدستي ډول ډز بندیز، خپلو ټاټوبو ته دمهاجرینو او متضررینو راستنېدل او کرنیزو او اوسیدو ځایونو څخه کوچیان غرنیو سیمو ته لیږل شامل وو. چې بلااخره دملي اردو او دملي پولیسو(۳۸۶) کسانو په میشت کیدو او هم دولایت مقام لخوا ټاکل شوې (۱۰) لس کزیز پلاوي په دې وتوانیدو چې نوموړي درې فقریز تړون ته دسیمې دخلکو په مرسته دعمل جامه ور واغوندي.
ښاغلي والي د بېلابېلو رسنیو استازو سره د دایمیردادو ولسوالۍ دمقام نه لیدنه وکړه او هلته یې دژورنالیستانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل، وروسته یې د نوموړي ولسوالۍ دکتب دشتې،تیزک او نخشین دسیمو څخه چې جګړه پکې رامنځته شوې وو هم لیدنه وکړه چې دنوموړو سیمو امنیت دامنیت امر سمنوال زړور خان زاهد په مشرۍ دملي پولیسو لخوا ساتل کیده .
ښاغلي زاهد درسنیواستازو ته وویل چې موږ په ټولو امکاناتو دکمیسیون په مرسته پورته درې فقرېیز تړون په مکمل ډول عملي کړي،په سیمه کې هیڅ ډول اندېښنه او نظامي تحرکات شتون نلري، په سیمه کې دملي اردو او پولیسو ګرځنده ګزمې او پوستې شتون لري او دسیمې اوسیدونکي کولای شي چې خپلو مېنو ته پرته دکومې ویرې را ستانه شي.
په پای کې ښاغلي والي د دایمیردادو ولسوالۍ دسیمه اییزې شورا او دکمیسیون دغړو سره ناسته وکړه او په نوموړې پيښه کې یې د دوۍ نه ستړې کیدونکي هلې ځلې وستایلې. همدارنګه ښاغلي فدایي دکمیسیون څخه وغوښتل چې په دقیق ډول دی د زیانمنو شوو کسانو لیستونه دولایت مقام په واک کې ورکړي ترڅو اړو کورنیو سره مرستې وشي.