په مرکز میدانښار کې (۲۳) تنه قابلو دفراغت سندونه ترلاسه کړل.

 

په مرکز میدانښار کې  دسویډن مرستندویه موسسې  لخوا  ددې ولایت دلرې پرتو سیمو (۲۳) تنه قابلو  د (۱۸) میاشتنیوو زده کړو وروسته  دفراغت سندونه  دیوې غونډه په ترڅ کې ترلاسه کړل.

 

په نوموړو مراسمو کې  دولایت والي محمد حلیم فدایي سربېره ،دعامې روغیتا وزارت مرستیاله  دکتوره نادره حیات ،دولایتي بیارغاونې ډلې مشر مصطفی  ترکر اري،دامنيي قوماندان جنرال حق نواز حقیار، دولایتي شورا غړو،دولتی ادارو مسولینو او یوشمېر ښځو ګډون کړې وو.

غونډې ته ښاغلي  فدایي په خپله ویناء کې  دمور او ماشوم   ټولنیز ژوند ته په کتو ووېل، په هېواد کې د څو لسزیزو جنګونو دمور اوماشوم  ژوند ته ستر ګواښونه راولاړ کړې دي او په هغه ډول چې لازمه ده سمه پاملرنه نده شوې ،ښاغلي والي مور اوماشوم ژوند ته پاملرنه انسانیت ته پاملر نه وبلله او دنوموړو له نظره غورځول  له انسانیت سره جفاء ده،ورپسې اغلې نادره حیات  دهېواد په کچه دمور او ماشوم دمړینې دکچې د کمولو په اړه دخپلو پروګرامونواو ترسره کړو کارونو څخه یادونه وکړه  چې له امله یې په سلو کې ۳۷٪ سلنه  کموالې راغلي ، خواغلې حیات دروغیتایی مرکزونو جوړول   دوزارت دعادي او  پرمختیایي  بودیجې  څخه ناشونې وبلل. ولایتي  بیارغاونې ډلې مشر ترکر په  خپله ویناء کې دعامې روغتیا په برخه کې  دهغه پروژو او لاسته را وړنو  څخه یادونه وکړه چې دترکیې هېواد په مرسته  ترسره شوې او یاهم دترسره کیدو په حالت کې دي. ورپسې دعامې روغتیا ریس غلام فاروق وردګ،ولایتي شورا ریس محمد رفیع وردګ،دسويډن په استازیتوب ډاکترصافي،دفارغو شوو  قابلوپه استازیتوب خالدې  اودقابلو دکورنیو په استازیتوب ډاکترې شریفي په وار سره ویناوې وکړې او د اساسي،باکیفیته او لومړنیو روغیتایي خدماتوته دلاس رسي  دساحې  دپرخوالي غوښتنه یې وکړه  او هم یې دنړیوالې ټولنې او مرستندویانو څخه دولایتي روغتون دپراخوالو،دمعاشونو او امبولانسونو د ډيرولو غوښتنه  یې وکړه، په پای کې فارغو شوو قابلو دلوړې مراسم  ترسره اوهم په نوموړو باندې  فراغت لیکونه ووېشل شول.