دوه تنه مخالف وسلوال دیو شمېر درندو او سپکو وسلو سره یوځای نیول شوې

 

په سیداباد ولسوالۍ  کې دوه تنه مخالف وسلوال  دیو شمېر درندو او سپکو وسلو سره یوځای نیول شوې

د غوایي دمیاشتې په ۲۹ مه سهار لس بجې دمیدان وردګ ولایت دسیداباد ولسوالۍ  دشیخ اباد د زرني په سیمه کې  دافغان او ایساف ځواکونو په ګډو  تصفوي عملیاتو کې  دوه تنه مخالف وسلوال دیو شمېر درندو او سپکو وسلو سره  نیول  شوې دي ، چې اوس مهال نوموړي کسان  دزیاتو پوښتنو ګرویکنو لپاره قضایي او عدلي ارګانونو  ته سپارل شوې.

دنوموړو کسانو سره  یومیل پيکاء،درې میله (RPG) راکټ، یومیل دهشکه ،دوه میله کلاشینکوف اویومیل تفنګچه  نیول شوې ده.

نوموړي تصفوي عملیات هغه وخت ترسره شول چې دسلوالو مخالفینو نوموړي ګروپ دکابل کندهار په لویه لاره په افغان او نړیوالو ځواکونو باندې دحملې کولو تیارې نیولو خو ګډو ځواکونو  پرې وار لومړی کړو.

په دغه عملیاتو کې  ګډو ځواکونو ته کوم تلفان ندې اوښتي.