په جغتو ولسوالۍ کې پنځه تنه ملکي وګړي ټپیان شول.

  

دمیدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ باندې  نن  ماسپښین دوه بجې  د وسلوالو مخالفینو  لخوا درې هوایي توغندي  وتوغول شول چې  دوه  توغندي دغره په اړخ او دریم توغندي  د ولسوالۍ په بازار کې ولګیده  چې له  امله  یې په یو ټونس موټر کې  پنځه تنه هېوادوال  ټپیان شول .

په ټپیانو کې  دوه تنه سړي،دوه تنه ۱۲ کلن ماشومان اویوه ښځه شامله  ده ، په ټپیانو کې دیوتن سړي او ښځې ورغتیاي حالت ښه ښودل شوې او دکلاندې روغتیایي مرکز ته انتقال شوې دي او د دوه ماشومانوپه ګډون  یوتن سړي  دروغتیایي حالاتو دخرابوالي له امله  دایساف ځواکونو لخوا په چورلکه  کې  باګرام  روغتیاي مرکز ته انتقال شوې.

دپيښې په اړه تر اوسه څوک ندي نیول شوې ولې  دامنیتي ځواکونو لخوا په دې اړه پلټنې روانې دي.

دمیدان  وردګ  ولایت  والي محمد حلیم فدایي د وسلوالو مخالفینو لخوا  په هوایي راکیټونو باندې دملکي خلکو وژنه  په کلکه غندي  اودکار دهېواد دسولې او سوکالۍ دښمنانو کار بولي، همدارنګه ښاغلي والي ټپيانو دلوې خدای ج  له دربار څخه د عاجلې  روغتیا هیله کوي.