چک کې عملیات شوې
2010-03-21 13:40:11
دمیدان وردګ ولایت دچک ولسوالۍ د اب ګزار په کلي دوسلوالو مخالفینو یوتن سرګروپ دیوتن وسلوال سره ونیول شوو.
دمیدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د اب ګزار په کلي کې دکب دمیاشتې په ۲۴ مه نیټه د شپې مهال ۱۲ بحې د ایساف او افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د وسلوالو یوتن مهم سرګروپ ملا سلیم دیوتن وسلوال سره ژوندي نیول شوې اوهم دنوموړو څخه یوشمېر چاودید ونکي توکیي ترلاسه شوې دي، چې اوس دعدلي او قضایي ارګانونو د پوښتنو ګرویګنو لاندې دي.
نیول شوې کسانو وخت ناوخت د دولتي ارګانونو پروړاندې وسلوال خنډونه راولاړول او هم په سیمه کې یې دخلکو په زورونه او غلاوو تورن وو، چې دقانون داحکامو سره سم چلند به ورسره وشي.
دیادونې وړ ده چې په دغو عملیاتو کې کومه نښته نده شوې او نه کوم ملکي تلفات لري.