د مبارکۍ پیغام

 

 

 

 

 

د افغـــــانستـــــان اســـــلامی جـــــمهوریت

د سیمـــــه ییزو ارګـــــانونو خپلـــــواکـــــه اداره

دمـــــیدان وردګ  ولایت

مطبوعاتي دفتر

 

د ۱۳۸۹ لمریزکال د را رسیدو له امله دمیدان وردګ ولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدایي د مبارکۍ پیغام!

 

د ۱۳۸۹ لمریز لیږدیز کال دراسیدو له امله د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر،دولسمشرمرستیالانو،دکابینې غړو،دملي شورا استازو،والیصاحبانو،په افغانستان کې دبهرنیوهېوادنومیشتودیپلوماتانو،دولتي ادارو دچارومسولینو اودافغانستان ټول مسلمان او متدین ولس ته د زړه له کومې مبارکي وایم.

هیله ده چې نوې کال دخپلو محترمو کورنیو سره یوځای په خوشحاله شیبو کې ولمانځۍ ،ستر څښتن تعالی دي  نوې کال په  افغانستان کې دتل پاتې سولې، سوکالۍ او ډاډمن امنیت یو زیرې وګرځوي ترڅو ټول هېواد وال د یو دایمي سولې په درلودلو سره ديو خوشحاله راتلوونکي څښتنان شي.

 

په همدې هیله

دمیدان وردګ ولایت والي الحاج محمد حلیم فدایي