دا بلاګ دم ګړۍ په ليکه ندی.

د(بهار پرشکوفه) شعري ټولګه له چاپه را ووته

 

بهار پرشکوفه دهغه شعري ټولګې نوم دی چې د دري ژبې تکړه شاعرې او لیکوالې  استادې بس بي بي شیوا  لیکلی او د میدان وردګ ولایت د فرهنګپال والي الحاج محمد حلیم فدایي په مالي لګښت په خورا ښه کیفیت په ۱۰۳ مخونو کې د (۱۰۰۰) ټوکو په شمېر په دري ژبه د چاپ په ګاڼه سمبال شوی.

د کتاب پوښتۍ هم د انځور له پلوه او هم د ډیزان له مخې ډیره زړه راښکونکې  او یوه نوې هنري پنځونه ده، چې په یو ځل لوستلو خو ارزي.

په کتاب کې اغلې بس بي بي شیوا  دښځو پر وړاندې تاوتریخوالی،ټولنیزناوړه شرایط،نشه یې توکيې  او دهېواد په یوشمېر دودیزو میلوپه اړه دخپل زړه خبرې  دشعرپه ژبه  بیان کړې دي . چې لوستونکي یې په لوستلوسره دخیال او فکر دنیاء ته ننوځي.

څرنګه چې د پښتو او دري ژبو په ادب کې د ښځینوو کتابونه دګوتو په شمار دي او دنارینوو په پرتله ښځې دخپلو شته ستونزواو ننګونوپه اړه ښې پوهیږي نو  داکتاب  دټولنې د ډیري اکثریت (ښځینو)  ته  د یوې معنوي ډالۍ په توګه  خورا زیات اهمیت لري ، دهمدغه ضرورت ته په کتو دمیدان وردګ ولایت فرهنګپال والي د ښځودپیوستون نړیوالې ورځ  په ویاړ نوموړي شعري ټولګه دچاپ په ګاڼه سمبال کړه  او هم ښاغلي والي  دغونډې پرمهال  دښځینوو لیکوالو دپنځو نورو کتابونو دچاپ ژمنه وکړه .

د میدان وردګ ولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدایي د اغلې  استادې بس بي بي  شیوا  دغه ستره هڅه او زیار ستایي او د کتاب د چاپ مبارکي ورته وایي  اوهم په ښځینوو شاعرانو او لیکوالو غږ کوي چې خپل ناچاپ شوې اثار له موږ سره شریک کړئ ترڅو یې دچاپ په ګاڼه سمبال کړي.

د ولایت مطبوعاتي دفتر مسول سیرت سره په لاندې شمېرو او ایمل ادرسونو اړیکه ونیسۍ،

۰۷۰۰۶۳۱۸۶۰،۰۷۹۶۰۳۵۳۰۰

adamserat@hotmail.com,maidan.pressoffice@gmail.com