دا بلاګ دم ګړۍ په ليکه ندی.

په کور یو لیونی ناول چاپ شوو

 

 

په کور یو لیونی  دهغه کتاب نوم دی چې دهېواد تکړه لیکوال او انځور ګر  محمد انور وفا سمندر لیکلې او دمیدان وردګ ولایت دفرهنګپال والي الحاج محمد حلیم فدایي په مالي لګښت  په خورا ښه کیفیت په ۲۸۵ مخونو کې د (۱۰۰۰) ټوکو په شمېر دچاپ په ګڼه سمبال شوو.

دکتاب  پوښتۍ په لومړي مخ  ښکلي انځورګیري په خاص مهارت  شوې چې په لیدلویې لوستوونکي دکتاب لوستلو ته هڅوي..

په کتاب باندې دنوو خیالونو انځور ګر ترنامه لاندې تکړه  لیکوال او شاعر نور محمد لاهو لیکنه کړې ، چې دښاغلي سمندر په ادبي  پنځونو یې هراړخیزه رڼا اچولې، همدارنګه دسمندر په کور یو لیونی ترنامه لاندې لیکنه  دنصاب مسلکي غړې  محمد عزیز تحریک هم کړې ، چې ډیرې یې دښاغلي سمندر په نوښتګرفکر  خبرې کړې.

دمیدان وردګ ولایت  والي ښاغلي محمد حلیم فدایي دښاغلي وفاسمندر دغه ستره هڅه  اوزیار ستایي او دکتاب دچاپ مبارکي ورته وایي، همدارنګه ښاغلي فرهنګپال والي  لیکوالو ته زیرې ورکوي چې  د(۱۵) بېلابېلو کتابونو دچاپ تکل یې کړې، او له ټولو لیکوالو،فرهنګیانو او شاعرانو نه هیله کوي چې خپل لیکل شوې اثار په بیړه  له موږ سره شریک کړي، ترڅو ژر یې دچاپ په ګاڼه  سنبال کړو.

دولایت مطبوعاتي دفتر مسول سیرت سره په لاندې شمېرو اوایمل ادرسونو ونیسۍ،

۰۷۰۰۶۳۱۸۶۰،۰۷۹۶۰۳۵۳۰۰

adamserat@hotmail.com,maidan.pressoffice@gmail.com