د ارواښاد پروفیسور رسول امین په مړینه دمیدان وردګ ولایت والي دخواشینۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم
د خوشینۍ پیغام
انالله و انا الیه راجعون!

په ډېره خواشیني سره مو خبر ترلاسه چې د هېواد د فرهنګ، ژورنالیزم او تعلیم د ډګر وتلې څېرې پروفیسور رسول امین د غربت په دیار کې له خپل کلي او ولس څخه لیري له فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټي کړي. د پروفیسور امین مړینه د افغان ولس لپاره ستره ضایعه ده، اما دده فرهنګي میراث، شاګردان، دوستان، لارویان او ملګري هغه اثاثه ده چې افغان ولس به ورنه دهمیش لپاره په خپلو ملي، سیاسي، تعلیمي، اجتماعي او فرهنګي سیاستونو کې ګټه اخلي.

د میدان وردګو ولایت مشرتابه او دمیدان وردګو ولایت د ولس په استازیتوب نوموړي ته فردوس جنت او دده کورنۍ، دوستانو، لارویانو او ملګرو ته جمیل صبر او دده په لاره د تلو توفیق غواړم.

آروا دې ښاده او یاد دې تل وي

محمد حلیم فدايي
دمیدان وردګو والي