مطبوعاتي بلنليک
2009-08-13 02:38:44
دافغانستان اسلامي جمهوریت
دمیدان وردګ ولایت
مطبوعاتي دفتراعلامیه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مطبوعاتي بلنلیک
دزمری ۲۰ مه
دمید ان وردګ ولایت مقام په پام کې لري چې په دې ولایت کې د تیرو یو کلنو لاسته راوړنو،راتلوونکو پلانونو او د ټول ټاکنو د امنیتي تدابیرو په موخه او همدارنګه د یولړ نورو پروژو د اعلان په اړه یو ورځنی مطبوعاتي کنفرانس د زمري په ۲۵ مه چې داګست د ۱۵ مې نیټې سره سمون خوري جوړ کړي.
دټولوقدرمنو ژورنالیستانو او د بېلابېلو رسنیو استازو ته په درنښت بلنه ورکوو چې د زمري په ۲۵ مه نیټه د شنبې په ورځ په ۹ بجو په میدان ښار کې دولایت په مقام کې له موږ سره په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې برخه واخلۍ او په خپل راتګ مو وویاړۍ.
یادونه: د رسنیوو استازو لپاره د ترانسپورټیشن اسانتیاوې او غرمنۍ په پام کې نیول شوې ده.
په درنښت
دلازیاتو معلوماتو لپاره په لاندې پتواړیکه ونیسۍ
اړیکې شمېره: (۰۷۷۴۰۰۰۴۲۷)(۰۷۰۰۶۳۱۸۶۰)شاهد الله شاهد،
بریښنالیک:midan.pressoffice@gmail.com
داکلیک کړﺉ : http://www.mwardag.gov.af ،http://www.bloguna.com/adam