دميدان وردګ ولايت مطبوعاتي دفتراعلاميه

دميدان وردګ ولايت مطبوعاتي دفتراعلاميه

د چنګاښ لومړۍ نیټه

دميدان وردګ ولايت د اقتصاد او سکتوري خدمتو رياستونه غواړي چې د روان لمريزکال د چنګاښ په څلورمه دپنچشنبې ورځ چې دزيږديزکال د جون د(۲۵) مې سره سمون خوري د ميدانښار د ګوربت په رسټورانټ کې ((د ميدان وردګ ولايت په انکشاف کې دنادولتي موسساتوونډې)) ترسرليک لاندې يو ورځني کنفرانس جوړ کړي!

په دغه يو ورځني کنفرانس کې به دافغانستان د ملي انکشافي ستراتيژۍ په پام کې نیولوسره  د ميدان وردګ ولايت  لومړيتوب لرونکوپروژو په اړه يو پريزينټيشن ګډونوالوته ورکړل شي او همدارنګه په ميدان وردګ ولايت په بیارغاونه او انکشاف کې دانجوګانوپه نقش او ونډې اخيستنې هراړخیزه بحثونه وشي، وروسته به هغوانجوګانو اوموسساتوته چې په بيارغاونه کې هلې څلې کړې   ستاينليکونو ورکړل شي.

د ټولو  موسساتو،انجوګانواو رسنيو استازو څخه هيله کوو چې له مونږه سره په دغه یو ورځني کنفرانس کې برخه واخلي او په خپل راتګ سره کنفرانس ته لا ښکلاء ورکړي.

دميدان وردګ ولايت مطبوعاتي دفتر