د ميدان وردګ ولايت والي محمد حليم فدايى د خواشينۍ پيغام :
2009-06-21 09:49:47
د ميدان وردګ ولايت والي محمد حليم فدايى د خواشينۍ پيغام :
دغبرګولي ۳۰ مه
د نرخ ولسوالۍ دعلماؤشورا رییس او پیاوړی جهادي عالم مولوی فضل الحق په بې رحمانه شهادت د میدان وردګ والي محمد حلیم فدايې د خواشینۍ پیغام
په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ميدان وردګ ولايت د قومونو،قبايلو او سرحدونو چارو مدير ارواښاد الحاج تورګل یو ستر جهادي شخصیت او قومي مشر په ډېرمظلومانه ډول د اسلام او هېواد دسولې او سوكالۍ دښمنانو له خوا نن د (تلې ) په لومړۍ نيټه د كمپنيو په ساحه كې په ډيره بې رحمانه توګه په شهادت ورسيدو .
اروښاد الحاج تورګل چې دميدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ اوسيدونكى ، يو تكړه مجاهد او مخور مشر وه چې تل مدام يې د هېواد په ابادۍ او سوكالۍ كې نه ستړې كيدونكې هلې څلې كړې ، په اوسني منتخب اسلامي جمهوري دولت كې يې د قومونو ، قبايلو او سرحدونو چارو د مدير په توګه دنده درلوده،ارواښاد يوازې اسلامي او ملي ارزښتنونو ته ژمن ، صادق او په ريښتينې ډول د ولس خدمتګار وه ،خو د نوموړى اخلاص او صداقت ته دهېواد دسولې او سوكالۍ دښمنانو هيڅ ارزښت ورنكړو او په ډيره بې رحمانه ډول په شهادت ورسولو.زه د نوموړى شهادت دده کورنۍ او دافغانستان ټول ولس لپاره یو نه جبیره کېدونکې ضایع بولم ،نوموړې ته دفروس جنت او خپلوانو ته یې د جمیل صبر غوښتونکی یم او دده لپاره د مغفرت او بښنې لاسونه دخداى ج په دربار كې غزوم .
په پاى كې مې دا هیله ده چې دده په شهادت سره، د ټولو چارواکو حوصلي مړي نه، بلکې لا تاندي شي او هیڅوک تر هرنامه لاندي چې وي، موږ د خپل ولس له خدمت او د افغانستان د بیا جوړوني له جهاد څخه په شاه نه کړي.
انا لله و انا الیه راجعون!
الله جل جلاله د شهید الحاج قوماندان تورګل شهادت په خپل درباركې قبول كړي!
محمد حلیم فدایى
دمیدان وردګ ولایت والی