د وردګو ولايت د زده کوونکو سره د لوړو زده کړو وزارت لخوا دمور ميرې چلند کيږي.

ناچار:  دسلواغې ۲۰ مه

د وردګو ولایت اوسیدونکي د پوهنې سره ځانګړې علاق لري او دا د همدې لا امل شوې چې ددې ولایت ډیری اوسیدونکي د دولتي او نادولتي موسساتو کې دښو دندو لرونکي دي.

په افغانستان باندې دتپل شوو جنګونو په دریو لسزیزو کې چې دهېواد په ټولو ولایتونو کې دجنګ جګړو له امله چا نشوو کولای چې لیک لوست زده کړي  خو دنوموړي ولایت په ټولو سیمو کې دښوونځیو دروازې د زده کوونکو پرمخ ندي تړل شوې او د ځایې خلکو په مرسته په جومات،حجره او باغ کې دلیک او لوست لړۍ ګرمه روانه وه ډیره هغه جهادي قوماندان  چې په سیمه کې یې فعالیت کولو هم دلیک لوست خاوندان وو او دخپل ورځني کار په جریان کې یو یوه برخه تدریس ته ځانګړې کړې وه.

دمجاهدینو دانقلاب دبریالیتوب، دخپل منځي جنګونو او اند دطالبانو داسلامي تحریک په وخت کې  هم د هېواد په ډیری پوهنتونو کې ددې ولایت اوسیدونکو ډیره برخه جوړه وله، او ځینو خلکو به د ټوقو په توګه ویل ( وردګو دپوهنتونو شپه غالي اشغال کړې)

خو دغه لړۍ ډیر دوام ونکړو دطالبانو دواکمنۍ پای ته رسیدو او ولسمشر کرزي په لومړیو پنځو کلونو وروسته دغه برخه ټکنۍ شوه چې له املونه یې زما په اند په لاندې ډول دي.

1.     دځینو هېواد دښمنه کړیوو لپاره د نوموړي ولایت اوسیدونکو چې ډيري اکثریت یې پښتانه دي دغه لاسته راوړنې دزغم وړ نه وی او ددغه بهیر دټکني کولو په اړه یې خپل شوم پلانونه په لارو واچول.

2.     دلوړو زده کړو وزارت په راس کې داسې کسان وګومارل شول چې دځانګړي پلان له لارې یې په لوې لاس پوهنتونو ته د نوموړي ولایت دزده کوونکو مخه ونیوله.

3.     د وزارت دکارکوونکو دتبعیضي،حزبي ،ژبني او سمتي ناوړه چلند له امله هم د زده کوونکو خوا یې له پوهنتونو څخه مړه کړه او  وخت ناو خت یې ورته ستونزې جوړه ولې اویایي دپرمختګ مخه نیوله.

4.     دنوموړي وزارت او ځینو کړیوو لخوا بهرنیو هېوادونو ته دبورسونو په اړه سلیقوي چلندونه او په ځانګړي ډول دپښتنو پرځای تاجک او هزاره توکمونه معرفي کول هم یادولای شو.

5.     دهمدغه ګومارل شوو کړیو او هېواد دښمنه عناصرو لخوا په نوموړو سیمو کې تپل شوو جنګونو ته لمنې وهل ترڅو زده کوونکي دزده کړې پرځای د جنګ او محرومیت روحیه واخلي

6.     د ګاونډیو هېوادونو دشومو پلانونو له امله دیو څو تنو خرڅ شوو وسلوالو په لاس دپوهنې بهیر په وړاندې خنډونه رامنځته کول دکتابونو او ښوونځيو سوځول هم ستر لاامل دی.

7.     دپوهنې وزارت چارواکو دناسمې پاملرنې  او دپوهنې کمیت او کیفت ترنوم لاندې بې ځایه شعارونو او تمثیلي کنفرانسونو چې ګواکي خلکو ته وښایي چې دکفیت او کمیت له مخې به پوهنه تر شینکیوو اسمانونو ورسوي هم دنوموړو لخوا ریښتني اساسي ګامونه ندې پورته شوې.

8.     په پوهنه کې یو مناسب، دوخت او شرایطو  ته ځواب نه یوونکي تعلمي نصاب نه درلودل.

او داډول نور لا املونه شته چې په عمومي کچه  دپوهنې په اړه موثر ندي تمام شوې.

رابه شوو خپلې اصلې موضوع ته چې په دې وروستیو کلونو کې دلوړو وزارت په ډیرې سپین سترګۍ سره دپښتون میشتو ولایتونو زده کوونکي په لوې لاس پوهنتونو ته د وردتګ مخه نیول شويده.

سږکال هعم دنورو کلونو په څير په پښتون میشتو سیمو کې همدغه په لاره اچول شوې لړۍ په زغرده روانه ده،په ننګرهار او په ختیځو ولایتونو کې سږ کال دکانکور ازموینه پداسې حالت کې واخیستل شوه چې دسړو میشتو ولسیوالیو زده کوونکي د ۱۲ ټولګیوو څخه فارغ شوې نه وو بلکې د ۱۲ ټولګي د څلور میاشتنیوو ازموینو په درشل کې وو چې کانکور ازموینه یې ورکړه چې د زده کوونکو په وینا نژدې ۵۰ پوښتنې د ۱۲ ټولګیوو  دکتابونو په وروستیوو برخو کې راغلې وی چې لا موږ لوستلې نه وی او نه موږ د ازموینې لپاره کوم تیاری نیولې وو.چې بیابه هم دکانکور ځپلو بازار دتیر په څير وزارت ګرم وساتي.

 دلوړو وزارت دغه کړنه به سږکال لوړو زده کړو موسسو  ته دډیرو پښتنو زده کوونکو او په ځانګړي ډول ختیځ میشته ولایتونو ځوانانومخه ونیسي.

دا کار هم پدې موخه ترسره شوې وو ترڅو ختیځ میشته ولایتونه چې په دې وروستیوو کې یې دکانکور په ازموینو کې هغوۍ ته د را ولاړ شوو خنډونو سره سره  دلوړو زده کړو موسسو ته لاره پیداکړې  هم  دلوړو زده کړو څخه محروم چې دبې کارۍ او محرومیت له امله به سیمه دجنګونو په لمبو وسوځي.

همدا راز د سلواغې دمیاشتې په ‍۱۸ مه په کابل کې دمیدان وردګو ولایت او دکابل دخصوصي لیسو څخه په پل تخنیک او ښوونې او روزنې په پوهنتون کې دکانکور ازموینه واخیستل شوه چې د زده کوونکوپه ویناء ورسره دتبعیضه ډک چلند شوېدی.

یوتن دمیداښار درستم خیلو دلیسې زده کوونکي عنایت الله ملي کرښې ته وویل  په پوښتنو کې نژدې ۱۵۰ داسې پوښتنې وی چې درک کول او مفهوم اخیستل ترې ستونزمن وو، همدارنګه ۲۰ داسې پوښتنې وي چې هیڅ ځواب یې نه درلودو او دتیرو ازموینو په کچه دازموینې پرچه  ۸۰٪ سلنه ستونزمنه وه چې دخصوصي لیسو دسویو په کچه برابره شوې وه.

یوبل تن دجلریز ولسوالۍ مولوي غلام شهېد دلیسې زده کوونکي روح الله ملي کرښې خبریال ته وویل چې د کانکور د پوهنتونونود انتخاب په پاڼو کې موږ ته کافي وخت را نکړل شوو او هم لارښودو استادانو لخوا موږ ته لارښونه نه کیده او چلندیې دانساني معیارونو پرخلاف وو.

دنرخ ولسوالۍ دخالد بن ولید دلیسې زده کوونکي جاوید لا دپولیسو دناوړه چلند څخه دازموینو په قطارونو کې شکایت وکړو چې  له امله یې نوموړي دپولیس لخوا په څپیړو وهل شوې او دقطاره ویستل شوېدی.

د زیولاتو دلیسې یوتن زده کوونکي روض الدین هم وویل چې په درې ژبه داسې فورمې موږ ته راکړل شوې وو چې ایراني ژبې لغتونه پکې ځای پرځای شوې وو چې موږ پرې نه پوهیدو، دستونزې په اړه مو ټاکل شوې پلاوي ته هم شکایت وکړو خو هیڅ غور یې پرې ونکړو.

سږکال ددې ولایت ۳۰۵۰ تنه زده کوونکي د ۱۲ ټولګیو څخه دکانکور په ازموینه کې برخه اخیستې وو چې د زده کوونکو په وینایې ۵۰ تنه هم نشي کولای چې دلوړو زده کړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته لاره پیداکړي.

د نوموړو زده کوونکو په وینا د چهارشنبې په ورځ مو نوموړې ستونزه دولایت والي سره شریکه کړه چې نوموړي هم په لوړو زده کړو وزارت نیوکه وکړه چې له دوۍ سره په کابل کې د نوموړې ازموینې په اخیستو کې هیڅ سلاء نده شوې او ډاډ یې راکړو چې د دوۍ غږ به دجهوري ریاست او لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو ته رسوي او په ټول توان به هڅه کوي ترڅو نوموړې ازموینه په وردګو ولایت کې له سره واخیستل شي، هغه وویل داچې دکانکور نورې ازموینې په خپلو ولایتونو کې اخیستل کیږي نو ددې ولایت زده کوونکي هم حق لري چې خپل ولایت کې ازموینه ورکړي،

دمیدان وردګو ولایت ویاند شاهدالله شاهد هم ملي کرښې ته دتلیفون په لیکه وویل چې دلوړو وزارت لخوا دوۍ سره هیڅ ډول همغږي نده شوې او یوازې د ازموینې په ورځ خبرشوې چې دولایت اداري غونډې هم په ګډه خپل تشویشونه دموضوع په اړه مطرح کړي او دولایت مقام لخوا په رسمي ډول موضوع جمهوري ریاست دفتر،سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې،دپوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو سره شریک شوې، د ولایت مقام  او ولایتي شورا دګډې اعلامې له لارې ددغه ولایت د اوسیدونکو پروړاندې ستره جغاء ګڼلې او په دې برخه کې به خپلې وروستۍ هڅو ته دوام ورکوي.

د ولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان چې دنوموړو زده کوونکو سره یې خبرې کړې وی وویل چې دا لومړی ځل ندي چې ددې ولایت زده کوونکو په حق کې ظلم کیږي بلکې درې کاله پخوا هم په ورته عمل لاس پورې شوې وو چې له امله يې ډير زده کوونکي د لوړو زده کړو دنعمت څخه محروم شول.

ښاغلي جانان داندیښنې په ډول وویل، زده کوونکو ورته دخبرو پرمهال ویلې که ستونزې یې حل نشي نو په لویو لاریونو به لاس پورې کړي چې له امله به لویه لاره وتړي او دولت ضد عناصر به هم د نوموړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره تخریبي اعمال ترسره کړي.

دیادونې وړ ده چې وړم کال هم دکانکور په ازموینو کې دپښتون میشتو ولایتونو او په ځانګړي ډول دجنوبي پنځو ولایتونو څخه ۵۰۰ تنو زده کوونکو لوړو او نیمه لوړ زده کړوپوهنځيو ته لاره پیداکړې وه دا په داسې حال کې چې دبامیانو،پنچشیر او دای کندي هر ولایت څخه د ۲۰۰۰ شااوخوا کې زده کوونکو د لوړو زده کړو پوهنتونو ته  لاره پیداکړې وه.

ناچار

 دسلواغې ۲۰ مه