۱۵ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې

په میدان وردګ ولایت کې دملي پیوستون ۱۵ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې

دڅلورو روغتیايي مرکزونو پرانیسته

د میدان وردګو په ولایت کې څلور روغتیایي مرکزونو ودانۍ ګټې اخیتستې ته چمتو اوهم دحصه اول بهسود ولسوالۍ دودانۍ دبنسټ ډبره کېښودل شوه.

د میدان وردګ او لوګر ولایتونو مسولینوپه تفاهم لیک سلاءشول

د میدان وردګ او لوګر ولایتونو مسولینو په دې ولایتونو کې دمیشتو ایساف ځواکونو لخوا د پلي کیدونکو پروژو دښه تطبیق په موخه په یو هراړخیز تفاهم لیک سلاء شول.

په میدان وردګ ولایت کې دملي پیوستون ۵ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې

دمیدان وردګ ولایت دسیداباد په ولسوالۍ کې دملي پیوستون دپروګرام له مخې (۵) بېلابېلې پروژې دکلیو پراختیا وزارت دڅه باندې (۶) میلیونو افغانیو په ارزښت دسیمې دخلکو اوددې ریاست دکارکوونکو لخوا دپټۍپه پریکولو سره ګټې اخیستې ته چمتو شوې.

دنرخ ولسوالۍ دسړک د قیر کولو چارې پیل شوې

دمیدان وردګ ولایت دنرخ ولسوالۍ د(۹) نهه کیلومتره سړک چې دمیشتو ایساف ځواکونو په(۲۸۷۱۳۴۴) میلیونه ډالرو په بودیجې دیونیک بیلډر سړک جوړولو ساختماني شرکت لخواتطبیق کیږي دقیر اچولو چارې نن دمیدان وردګ ولایت والي او یوشمېر قومي مشرانو لخوا رسماٌ پیل شوې

دجلریز دبڼوالو ټولنه په دفتري توکو سمبال شوه

هغه مراسم چې له همدې امله په جلرېز ولسوالی کې جوړ شوی وو ددې ولسوالۍ ولسوال،قومي مشرانو،دبزګرانو دټولنو غړو او دامريکا دنړيوالومرستو پرمختيايي ادارې مسولينو ګډون کړې وو.

په میدان وردګ ولایت کې ۱۳ وسلوال مخالفین وژل شوې دي

دمیدان وردګ ولایت دسیداباد ولسوالۍ دشیخ اباد د قاضي کلاء په سیمه کې دکشفي چورلکې په هوایي بریدکې دوسلوالو یوتن مشهور قوماندان ملاتواب په ګډون ۱۱ تنه وژل شوې او یوشمېر وسلې ترې لاسته راغلي دي.

دسیداباد ولسوالۍ بازار ګتې اخیستنې ته چمتو شوو.

دمیدان وردګ ولایت دسیداباد ولسوالۍ بازاردمیشتو ایساف ځواکونو(۱۰۷)زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت ګټې اخیستنې ته چمتو او هم ددې ولسوالۍ داونخې لویه لاره چې دتیرو دوه کلونو راپدېخوا دمیشتو ایساف ځواکونو لخوا بنده شوې نن رسماٌ دترافیکو پرمخ درغولو وروسته پرانیستل شوه.

دسیداباد ولسوالۍ بازار ګتې اخیستنې ته چمتو شوو.

دمیدان وردګ ولایت دسیداباد ولسوالۍ بازاردمیشتو ایساف ځواکونو(۱۰۷)زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت ګټې اخیستنې ته چمتو او هم ددې ولسوالۍ داونخې لویه لاره چې دتیرو دوه کلونو راپدېخوا دمیشتو ایساف ځواکونو لخوا بنده شوې نن رسماٌ دترافیکو پرمخ درغولو وروسته پرانیستل شوه.

د میدان وردګ ولایت دچک ولسوالۍ (۴۳) جوماتونو سره مرستې وشوې

دمیدان وردګ ولایت دچک ولسوالۍ (۴۳) جوماتونو سره دولایت والي محمد حلیم فدایي لخوا د (۶۵) زرو امریکایي ډالرو په ارزښت دفرشونو،لوډ سپیکرو او لمریزې بریښنا مرسته وشوه

د مڼې ګل لسمه دوديزه مشاعره ونمانځل شوه

په ميدان وردګو ولايت کې د غبرګولي په ٢٨مه، د مڼې ګل دوديزه مشاعره د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د سلګونو شاعرانو په ګډون جوړه شوه .

د لسمې مڼې ګل د مشاعرې راپورتاژ

ميدان ښار: وخت دمڼې ګل شو.

وړاندې تردې چې په مڼه اودمڼې ګل په مشاعره خبرې وکړو،غواړم څه ناڅه په لنډه توګه دميدان وردګو په ولايت،مڼې اودمڼې ګل مشاعرې دجوړېدوچې موږ دهغې لړۍ لسمه کليزه لمانځوڅرګندونې ولرم.

په ميدان وردګ ولايت کې د مڼې ګل لسمه دوديزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

دميدان وردګ ولايت په مرکزميدانښار کې دمڼې ګل لسمه دوديزه کلنۍ مشاعره د هېواد د ډيرې سيموليکوالو،شاعرانو،روڼ اندو،دشعرمينوالو ،دملي شورا ،ولايتي شوراغړواو او ددې ولايت په سل ګونو قومي مشرانو په ګډون د ولايت والي محمد حليم فدايي په ګوربتوب جوړه شوه.

دلومړي ځل لپاره دلوګر،غزني او میدان وردګو ولایتونو مسولینو دسولې ملي مشورتې جرګې ته دتیارۍ په موخه دهمغږۍ غونډه وکړه

په میدان وردګ ولایت کې د لوګر،غزني او وردګو لایتونو والیانو او دسولې مشورتي جرګې (۸۹) تنو غړو خپله لومړنۍ مشورتي غونډه وکړه او دنوموړې جرګې څخه یې په کلک ملاتړ اعلان کړو.

Page 2 of 15 | Results 16-30 of 212
previous 1 | 2 | 3 | 4 | 5 | 6 | 7 | 8 | 9 next