د وردګو ولايت د زده کوونکو سره د لوړو زده کړو وزارت لخوا دمور ميرې چلند کيږي.

په چپرهار ولسوالۍ کې زړه بووګنوونکي وژنې او دحکومتي چارواکو چوپتياوې!

چپرهار ولسوالۍ که څه هم دمرکز جلال اباد سره نژدې پرته ده خو په دې ولسوالۍ کې دطالب ترنامه لاندې دګوته په شمېر بې رحمه غلوو او لارو شکوونکو اړو دوړ او دبلې خوا دولایتي په خوب و یدو مسولینوو دنه پاملرنې او دښې چاواکۍ پرځای د ډول ډمبکواکۍ پلې کوونکو دناسم چلند له امله ورځ تربلې یې حالت دترینکیدا په حالت کې دی.

دامریکا دجمهور ریس مرستیال جوبایدن دوردګو والي سره ولیدل.

دامریکا دجمهور ریس مرستیال جوبایدن د میدان وردګو ولایت څخه په کتنه کې ددې ولایت والي سره ولیدل.

په میدان ورګو ولایت په یوې ترافیکي پيښه کې لسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

دمیدان وردګو ولایت دسیداباد ولسوالۍ بازار سره نژدې سهار لس بجې په یوه ترافیکي پیښه کې درې(۳) تنه مړ او (۷) تنه نور ټپيان شول.

د فوټبال په سیالیو کې دمڼې لوبډلې لومړي مقام خپل کړو

دفوټبال په یو ورځنیوو سیالیوو کې دمڼې لوبډلې لومړی مقام د ولایت والي په کپتانۍ خپل کړو.

په میدان وردګو ولایت کې دناټو ځواکونو یوې بې پیلوټه الوتکې دتخنیکي ستونزو له امله سقوط وکړو.

دمیدان وردګو ولایت دسیداباد ولسوالۍ دتنګي د ګلي خیلو په سیمه نن یوه بجه دناټو ځواکونو یوې بې پیلوټه الوتکې دتخنیکي ستونزو له امله سقوط وکړو.

په میدان وردګو ولایت کې د چاودیدونکو توکیو ډک موټر د نیولو وروسته انفجار ورکړل شوو.

دمیدان وردګو ولایت په مرکز میدانښار کې د چاودیدونکو توکیو ډک یوه کرولا موټر چې غوښتل یې دشپې نه په استفادې کابل ښار ته د تروریستي اعمالو دترسره کولو په موخه ننوځي د کشف او نیولو وروسته انفجار ورکړل شوو.

د ژورنالیستانو ستونزې وڅیړل شوې

د جنوبي اسیا دازادو رسنیوو ټولنې او دمیدان وردګو ولایت لخوا په مرکزي زون کې د رسنیوو د ستونزو دحل په موخه یو ورځنی کنفرانس جوړشوو.

نیول شوې وسلې د بې وسلې کولو کمیسیون ته وسپارل شول.

د میدان وردګ ولایت د امني قوماندانۍ۳۳ ډوله نیول شوې وسلې او مهمات ددې ولایت د امني قوماندن جنرال حقنواز حقیار لخوا د بې وسلې کولو(ډایاک) کمیسیون مسولینو ته وسپارل شول.

په جلریز ولسوالۍ کې دڅه باندې شپږ لکو ډالرو په ارزښت شپږ پروژې پرانیستل شوې.

د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې شپږ بېلابېلې پروژې د امریکاء دمتحده ایالاتو دپرمختیایي ادارې(USAID) د (۶۷۱۰۰۰) امریکایي ډالرو په ارزښت دیولړ مراسمو په ترڅ کې د ولایت والي محمد حلیم فدایي،دولایتي شورا غړو،ولایتي ادارې ریسانو،د(USAID) استازو او یو شمير قومي مشرانو لخوا پرانیستل شوې

دمیدان وردګو او لوګر ولایتونو لپاره څه باندې۷ میلیونه ډالر منظور شول

دولس دانکشافي بودجي(PDF) ترنامه لاندې دمیدان وردګو او لوګر ولایتونو کې به څه باندې (۷) میلونه ډالر دبیارغاونې په پروژو په مصرف ورسیږي

په میدان وردګ کې دایساف ځواکونو لخوا درې ملکي وګړې شهیدان او ټپیان شول.

نن سهار په ۹ بجو دمیدان وردګ ولایت د سره پله په سیمه کې دایساف ځواکونو لخوا دشهاب الدین دلیسې دوه تنه زده کوونکي شهیدان او یوتن ټپي شوو.

دناټو عمومي قوماندان او دامریکا سفیر دمیدان وردګو ولایت نه لیدنه وکړه

دایساف عمومي قوماندان، دپوهنې وزیر او په افغانستان کې دامریکا متحده ایالتونو لوی سفیر په میدان وردګ ولایت کې دبیارغاونې بهیر څخه لیدنه اوستاینه وکړه.

۱۵ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې

په میدان وردګ ولایت کې دملي پیوستون ۱۵ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې

دڅلورو روغتیايي مرکزونو پرانیسته

د میدان وردګو په ولایت کې څلور روغتیایي مرکزونو ودانۍ ګټې اخیتستې ته چمتو اوهم دحصه اول بهسود ولسوالۍ دودانۍ دبنسټ ډبره کېښودل شوه.

Page 1 of 6 | Results 1-15 of 86
1 | 2 | 3 | 4 | 5 | 6 next