دملي پيوستون ۴۴ پروژې

دميدان وردګ ولايت دبهسودو ینو په ولسوالیو کې د ملي پيوستون دپروګرام ۴۴ پروژي دڅه باندې ۲۹ میلیونو افغانیو په لګښت دولسوالانو، سیمه ییزو شوراوواودکلیو پراختیا ریاست کارکو نکو لخوا پرانیستل شوې.

دمیدان وردګ دمیدان وردګ ولایت دامنیت امر ته دستروخدمتونو په مقابل کې دمیړانې دولتي مډال ورکړل شوو

دمیدان وردګ ولایت د نرخ ولسوال دیو بمي بریده وژغورل شوو

د لیندۍ دمیاشتې په ۳۰ مه دسهار په ۹ بجو دمیدان وردګ ولایت دنرخ ولسوالۍ ولسوال محمد حنیف حنفي په داسې حال کې چې د ولایت نه ولسوالۍ په لور روان وو په لاره کې یې پرموټر باندې دریموټ کنټرول بم انفجار وکړو چې خپله ولسوال او ورسره کسانو ته کومه زیان نه دی رسیدلې.

د نرخ ولسوالۍ کړیېز سړک کار پرته دکومو ستونزو څخه پرمخ درومي

دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي د نرخ ولسوالۍ کړیېز سړک د پخولو دکارڅخه پداسې حال کې چې د ولایت د اړونده ادارو مسولینو ورسره وو دنژدې څخه لیدنه وکړه

دمیدان وردګ ولایت دایساف غریېزې لوا پرځای به نوې پراشوتي لوا ډیرژر په کار پیل وکړي

د ولایت مقام دغونډو په تالار کې د ایساف دغریېزې لوا قوماندانانو دیوکلنو لاسته راوړنو د ښو خدمتونو دستاینې او همدارنګه ددې پرځای دنوې پراشوتي لوا قوماندانانو دښه راغلا ست په موخه غونډه جوړه شوه.

د میدان وردګ ولایت د بهسودو مرکز (۳۵) جوماتونو اوتکیه خانو سره مرستې وشوې

د میدان وردګ ولایت دمقام لخوا د بهسودومرکز ولسوالۍ د(۳۵) بېلابېلو جوماتونو او تکیه خانو سره د(۵۶۰۰۰) زره امریکايي ډالرو په ارزښت د سولر،فرش او لوډسپیسکرو مرسته وشوه

دیونسیار لخوا دمیدان وردګ ولایت سلوګډوالو کورنیو سره مرسته وشوه

دلیندۍ دمیاشتې په ۱۹ مه دمیدان وردګ ولایت د ګډوالو او بیرته راستنیدونکوچارو ریاست په هڅه او د (UNHCR) یونسیارپه مالي لګښت ددغه ولایت دسلو تنو بې ځایه شوو کورنیو او ګډوالو سره دخوراکي موادو او ژمنیو کالي د ولایت مرستیال علي احمد خاشع او یوشمیر دولتي ادرو مسولین لخوا وویشل شول.

دملي امنیت ریاست یوشمېر وسلې او چاودیدونکي مواد ډایاک ته وسپارل

دمیدان وردګ ولایت دملي امنیت ریاست ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې په تیره یومیاشت کې په خپلو بېلابېلو عملیاتو کې درندې وسلې او چاودیدونکي توکي ترلاسه کړې وو چې نن د ډایاک یا بې وسلې کولو کمیسیون استازو ته دولایت مرستیال علي احمد خاشع لخوا وسپارل شول.

دمیدان وردګ ولایت دچک ولسوالۍ کې د واورو دخویدو له امله پنځه تنه مړه شول

په میدان وردګ ولایت کې دملي اردو او ایساف په ګډو عملیاتوکې درې تنه وسلوال نیول شوې او اوه(۷) تنه یې وژل شوې

دلړم په (۲۲) مه د میدان وردګ ولایت دنرخ ولسوالۍ دبادامو په سیمه کې دایساف او ملي اردوپه ګډو عملیاتو کې درې تنه وسلوال نیول شوې او (۷) تنه نور یې وژل شوې

د میدان وردګ ولایت (۴۶) تنه ملي پولیس د مسلکي زدکړو وروسته په دندو وګومارل شول

د میدان وردګ ولایت د امنیي قوماندانۍ (۴۶) تنه ساتن منان او سربازان دترکیې ولایتي ډلې باتجربه استادانولخوا د اولسمې(۱۷) مې دورې روزنیز پرګرام له لارې دوه میاشتو مسلکي زدکړو ورسته فارغ او دجوړو شوو مراسمو په ترڅ کې برې لیکونه پرې د ولسمشر سلاکار وزیروحیدالله سباوون،ددی ولایت والي محمد حلیم فدایي،ولایتي ډلې مشر،امنیي قومااندان ،ملي امنیت ریس او ولایتي شورا ریسانو لخوا ووېشل شول.

دکوچیانو او هزاروو ترمنځ دشته ستونزو په هوارولو کې لومړۍ ناسته وشوه

دمیدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې دولسمشردسلاکار وزیر او دکوچیانو او هزاروو ترمنځ دشخړي دحل کمیسیون مشروحیدالله سباوون په مشرۍ په داسې حال کې چې دمیدان وردګ ولایت والي محمدحلیم فدایي،دکمیسون غړي اودکوچیانو او هزاروو استازو هم ګډون درلوده لومړۍ غونډه وکړه.

دمیدان بامیانو دسړک دکار اوقیر کولو چارې داوږده ځنډ وروسته پيل شوې

دمیدان وردک ولایت والي دیوشمېر بهرنیو ژورنالیستانو او دولتي ادارو مسولینوسره جلریز ولسوالی ته دخپل سفرپه ترڅ کې دمیدان بامیانو سړک کار دبیا پیل اوقیر اچولو څخه لیدنه وکړه.

په نرخ ولسوالۍ کې یوې سیمه ییزې راډیو په خپلو خپرونو پیل وکړو

دلړم په ۱۹ مه دمیدان وردګ ولایت دنرخ په ولسوالۍ کې د ولایت مرستیال علي احمد خاشع،ددې ولسوالۍ ولسوال محمد حنیف حنفي، داطلاعاتو اوفرهنګ ریس او دسیمې مشرانو لخوا د (FM ) سیمه ییزې راډيو دپټۍ په پریکولو سره رسماٌ پرانیستل شوه او په خپرونو یې پیل وګړو

دمیدان وردګ ولایت زر ګونو قومي مشرانو دیوې لوې غونډې په ترڅ کې دټاکنودخپلواک کمیسیون دپریکړې ملاتړ وکړو

Page 1 of 7 | Results 1-15 of 94
1 | 2 | 3 | 4 | 5 | 6 | 7 next