د خبر برخېParts of news
2011-04-16 15:03:00
خبر عموماً درې برخې لري. سرلیک، پیلامه اومتن، خو سرلیک یواځې په چاپي خبري رسنیو کې وي، ځکه سرلیک په چاپي رسنیو کې د خلکو د پام په ور اړولو کې کارنده رول لري. دبرېښنایي رسنیوخبرونه د دوه برخو یانې پیلامې او متن لرونکي وي. ځینې خبریالان یا د ژورنالیزم پوهان د برېښنایي رسنیو خبري سرټکي د خبرونو سرلیکونه ګڼي. د دوی دلیل دادی چې خبري سر ټکي هم د سرلیکونو په څېر د اورېدونکو پام ور اړوي.