ساده حسن

غزل

 

زه ستا په ساده حسن لیکل کوم

ځکه خو دې مخ ته ځیر کتل کوم

 

ستاله برکته  شاعر شوی یم  

اوس خو به دعا درته هر ځل کوم

 

مینې ته دې زړه دی او کنه یاره

زه خو د ګلاب په ګل ویشتل کوم

 

زه به درت تل جار او قربان وایم

ستا په شانته نه یم چې کنځل کوم

 

خیر دی که ته بد و رد په خوله وایې

زه به درته سترګو کې خندل کوم

 

دې لار کې د کاڼو بارانونه دي

نوربه په کوم بله لاره تلل کوم

 

ستا په باب غزل که راته ووایي

ځم دا یوه هیله له نیکمل کوم

 

 

نیکمل ځاځی

1388م کال د حوت د میاشتې 15مه