غزل
2010-04-05 00:49:49
دنګ سړی
جانانه په زړه پوری پسرلی دی که راځې
نور هر څه راسره دي ستا کمې دی که راځې
شیبې حسابوي دکنډاوونولارې څاري
په طمع ستا مین ستا لیونې دې که راځې
زما د یوڅو سپینو ویښتو غږ د دوکه نه کړي
اوس هم دمینې ډک زړه مې زلمې دې که راځې
لجرومه آینه دلاس دسمال درسره راوړه
ما هم درته ساتلی شین ځنډی دی که راځې
په غیږ کې به د ونیسي ستړیا به درنه واخلي
ولاړ درته له وخته دنګ سړی دی که راځې
خیر یو ځل ورته راشه ستا له غم کیدای شي ومري
تراوسه بی ریا پاتې ژوندې دی که راځې
محمد صابر بې ریا