ټپیزې
2010-03-25 02:38:54
ټپیــــــــــزې
نن مې پوره دغه آرمان کړې
راته راپاتې زما گران کړې
وریځې خورې پاس په آسمان کړې
خدایه نری نری باران کړې
چې د جانان کډې تړلې پاتې شینه
دهرې ورځې حساب راکړه
سترگې زما سترگو ته واکړه
زما د مینې پور اداکړه
ماته د سترگو تاوان راکړه
چې ته به نه وې ما به لارې ته کاتنه
راڅخه لرې گرځه گرانه
دا زمانه ده ډیره ورانه
خدای مکړه شې به پریشانه
څنگ ته مې مه راځه جانانه
صبا به بوی د لونگین درځنې ځینه
یو خو دی دواړه سترگې تورې
بل دې نظر زما په لورې
دا وران خندل لکه چې پلورې
څنگه خواږه خواږه راګورې
پلو راونیسه چی زړه درواچومه
نیکمل ځاځی
1388/01/12