ليک

ليک

په سرو وينو ليک ليکمه
بيا جانان ته ئي ليږم
ه

د زخمي زړګي تصوير هم
د ليک منځ کې بندوم
ه

غټې غټې درنې اوښکې
له چشمانو تو يو م
ه

جګې جګې ورته وايم
پښې به لوڅې کړم ورځمه

په بل شان تر حم نکړي
ليونی ځان جوړوم
ه

د جانان د کلي منځ کې
سمې چيغې به وهم
ه

ګوندې سخت زړه ئې شي نرم
خپل ګرېوان څيرې کومه

که د مينې يار مې نه شو
خودکوشي اعلانوم
ه

يا خو سم به ئې زړه سوړ شي
له ګړنګ ځان غورځومه

يا خو ښي به شي نيکمله
يا به غم ته غاړه ږدم
ه

نیکمل ځاځی