ټګ ریبار

ټګ ریبار

 

د رنګونو له بازاره څه دې راوړل

راته ووایه له یاره څه دې راوړل

 

د لاس نښه چې جانان درکړه تا څه کړه

ته هم ټګ شولې ریباره څه دې راوړل

 

نن خو راشه یو څه غوړې کیسې وکړه

د ښایسته ؤ له بنډاره څه دې راوړل

 

ملنګان په انتظار درته ولاړ دي

د شاهانو له درباره څه دې راوړل 

له مودو وروسته راپیښ شولې نیکمله

ته چې راغلې په دې لاره څه دې راوړل

 

نیکمل ځاځی

1388م کال د حوت د میاشتې 6مه