غزل

غزل

څنگه ناڅاپه مې جانان بدل شو

زما د مینې قدردان بدل شو

 

له غريبۍ څخه مې شرم کوي

هغه اشنا دخان په شان بدل شو

 

چی مې غوښتو  اوس ترې نفرت کومه

زما د زړه هغه آرمان بدل شو

 

وخته تا څنگه ناځواني وکړله

هر یو هوس مې په خفگان بدل شو

 

بې رحمانه او څومره ډیر مرگونه

وطن مې ټول په قبرستان بدل شو

 

يوازې څانګې د اغزو دي پکې

هم ګل بدل هم ګلستان بدل شو

 

اوس مې په څاڅکي پسې سترګې وزي

له بارانونو ډک اسمان بدل شو

 

پکې د غم او ددرد ذکر وي تل

شعر د نيکمل په اه فغان بدل شو

 

نيکمل ځاځی

18/06/1387