اوسیدل ، زرکه
2010-04-12 04:50:42
سخته شوه زړګيه په زړګي کې اوسيدل
خوښ مې دي داوښکو په منګي کې اوسيدل
وړم يي په ټټر کيلمه داره داشنا ده
څومره ښه ښکاريږي په ځونډي کې اوسيدل
ما يي په په مزو په خپل زړګي کې راشين کړئ
څنګه دئ ببريه مات کودي کې اوسيدل؟
رضا دې ده خالقه ما په دو سترګو منلي
مه يي ښيې چاته تنهايي کې اوسيدل
پرې دې ښوم په نيمه لار کې چيرته رانه ولاړې
ما خو وو منلي په اغزي کې اوسيدل
ژاړه زرکې ژاړه نن ګيله د هيچا مه کړه
نصيب درته ليکلي جدايي کې اوسيدل