د هغه ليكوال قلم دې مات شي چې‏....

د هغه ليكوال قلم دې مات شي چې‏....

 

دهغه ليكوال قلم دې مات شي چې دى اوس هم سرې شونډې او تورې زلفې ستايي :
داسلام او هيواد په درد دردمنو ليكوالانو ته !
پوهيږى چې داسلام ددښمنانو لخواد اسلام پر ضد له نظامي يرغل سره فرهنګي او كلتوري يرغل هم مل وي اوددې فرهنګي يرغل په وړاندې دريدل دهر مسلمان
او بادرده فرهنګپال وظيفه ده .
تاسې هره ورځ اورى اوګورى چې دصليبي يرغلګرو ترورستانو لخوا دهيواد په ګوټ ګوټ كې زمونږ بيګناه هيوادوال شهيدانيږي ، په كورونو يې درانه بمونه راغورځول كيږي ، دشپې لخوا دغلو په څير په كورونو ته وراوړي اوبيدرغه يې شهيدانوي اوسبا په ډيره سپين سترګى اعلان وكړي چې په فلانى سيمه كې مو دومره دهشتګر ووژل او چې دكلي خلك دبمبارى ځاى ته ورشي دخارو له انبارو نه دمعصومو ماشومانو او ښځو داندامونو ټوټې راوباسي بلواكه چارواكي مو له پيښې ناخبري وښئي او چې كله دولس آه او فرياد زور واخلي او دنړيوالو غوږوته ورسي نو بيا بلواكه چارواكي مو ميډيا ته مخامخ شي او په ډيره ويره او لړزيدلي آواز ووايې چې درانه ميلمانه بايد په عملياتو او بمباريو كې احتياط وكړي دولس په درد دردمن.فرهنګپال مو نه پوهيږم له كومې ويرې پرې چپ پاتي شي آيا دالله ( ج ) له محاسبې نه نه ويريږي ؟؟
سبا به مو الله پاك ته سه ځواب وي چې درنه پوښتنه وكړي چې ماتا ته دقلم ځواك دركړى ووتر دمظلومانو او حق دفاع پرې وكړي خو ته بلواكه او بيواكه وي ، ډالرو او يا زور دې خوله در تړلې وه ؟
ېما دمظلومو بندګانو وينې تويئدي خو ته پرې چپ وې زما دسپيڅلي قرآن بې حرمتي كيده خو تايې ددفاع لپاره قلم ونه ښوراوه
زما دمحبوب پيغمبر ( ص ) كارتون خپريده ، هغه ته دهشتګر ويل كيده اوته لا ګونګ وي
دنړى په ګوټ ګوټ كې ستا دمعصومو خويندو په عصمت او عفت تجاوز كيده اوتا لا هم سرې شونډې او تورې زلفې ستايلې .
اى دقلم او ژبې خاوندانو !
دالله ( ج ) له پوښتنې او حساب نه ځان وژغورى دالله ( ج ) لوري ته راوګرځى
تر څو به مو قلم او ژبه دبل په خدمت كې وي ؟
تر څو به زور او يا زرو ستاسې خولې درتړلي وي ؟
آيا دالله (ج ) له زوره ناخبره ياست ؟ اويا هم دهغه درزق په خزانو باندې يقين نلرى ؟

 

دپوهندوست ویب پاڼې څخه داتل افغان لیکنه