د ابو غريب له ز ندان نه ديوې مسلمانې ميرمنې ليک
2008-09-07 00:28:39
ابو غريب له ز ندان نه ديوې مسلمانې ميرمنې دتن په وينو سور ليک
دالبصره له وېب پاڼې څخه دحبيب الرحمن ابراهيمي ژباړه
دبغداد دزمانې دبدنام زندان ((ابو غريب)) څخه ديوې عراقۍ مسلمانې مېرمنې دتن په وينو سور ليک چې په دې وروستيو کې د ((البصره)) په نوم په يوه وېب پاڼه کې خپور شوىدى، دغه مسلمانه خور چې ديوې مودې راهيسې په ابوغريب زندان کې دبند شپې سبا کوي او هلته دامريکا د وحشي تمدن دوحشتونو او اذيتونو ښکار ګرځېدلې، دا مظلومه مېرمن ((نور)) نومېږي دخپل ژړو نکي ليک پيل دا لله (ج) په سپېځلي نوم سره کوي او بيا ليکي:
(( دفلوجه ، خلاديه اودرمادي دخلکوپه نوم چې زما هېوادوال او همژبي مې دي ،او دنړۍ دهغو خلکو په نوم چې زما مسلمانان وروڼه دي ،او زموږ سره دغم او همدردۍ له احساس څخه يې لاسونه وينځلي او موږ يې له ياده اېستلي او هېر کړي يو، دابو غريب زندان څڅه ستاسو يوه بېګناه خور دخپلو ګوتو په وينو سرو، بندونو کې قلم نيولى او تاسو ته ليکي.
خو دادغم او ستم داستان له کومه پيل کړم ، هغه ظلمونه څنګه بيان کړم چې دعفت او تقوى پېغلې يې د لته زغمي، زموږ دعفت لمنې دلته داغل شوې دي ، له سره مو دحيا پړونۍ ( ټکرۍ) غورځول شوى، هغه ظلمونه چې پر موږ هر وخت تېرېږي او کېږي په قلم يې دبيانولو وس له ما سره نشته.
امريکايى درنده ګانو پر موږ داسې نا دودې او ظلمونه کړي، چې له امله يې دانسان جسم نه بلکې روح هم پولۍ پولۍ کېږي.
دهغوى هوس او شيطانت پر موږ بې وزلو او کمزورو داسې منګولې خښې کړې چې په موږ کې ورڅخه دسرغړونې او احتجاج ساه نه ده پاتې. زموږ دعفت عصمت ((ګوهر)) تروړل شوي ، اوس يوازې په پټو سترګو دمرګ انتظار باسو ، ولې دژوند لپاره مو څه پاتې نه دي.
دازادۍ په چاپيريال کې ساکښو! ستاسو ګېډې دهر ډول نعمتونو څڅه ډکې دي ، او موږ دزياتې لوږې څخه بې سره او په ځان نه يو پوى، تاسو خپلې تندې په يخو مشروباتو وژنئ ، موږ ته کله يو ګيلاس اوبه هم نه رسېږي ، تاسو په نر مو او پستو پالنګونو خوبونه کوئ موږ شپې په اغزو تېروو او ددرنده ګانو غوسې او کنځلې زغمو، تاسو دخوشحاليو په زانګو کې زانګئ زموږ تن سترګې سترګې شوئ، او په خپله بربادۍ ژاړي.
داسلامي نړۍ واکمنو! ايا تاسو دالله تعالى(ج) دکلام او دنبوي (ص) فرمانونو او لارښوونې له ياده اېستلې، ددين او ملت له رويه خو تاسو زموږ د آ برو او عزت ساتونکي يي. خو داخبره له موږ څخه پټه نه ده چې تاسو دامريکا لپاره لاسونه او بازو جوړ شوي يي ، او موږ حيران يو چې ولې دڅو ډالرو په عوض مو دخپل غيرت او همت دپلورلو سوداکړې ده. امريکايي وحشي درنده ګانو زموږ دحيا او عصمت لوپټې څيرې څيرې کړلې ،او په هوا يې يوړلې، په دې لاره کې تاسواو هغوى ديوې لارې لارويان يي ، نو دهغوى څخه څه ګيله .
زما وروڼو! چېرې يي ! تاسو زموږ سترګې د محمد بن قاسم دراتلو لارې ته په کتو کتو کې ستړې کړې ، موږ دحوس په تېره چاړه حلالېږو. خو په ړنګو ساحلونو دمحمد بن قاسم دراتلو غږ نه خپرېږي.
تاريخ ګواه دى چې دعراق په يوه ښار کې د ميانو دحملې پر وخت کې ديوې مسلمانې مېرمنې دبې آبرو کولو هڅه وشوه دهغې فريادونه دبغداد پر تخت ناست معتصم بالله تر غوږ ورسېدل ، خو هغه لبيک وويلواو دخپلې ماڼۍ څخه راووت ، او ديوه لښکر په بد رګه يې ځا ن دهغې مېرمنې مرستې ته ورساوه خو نن ددې پراخه اسلامي نړۍ په يوه څنډه کې داسې څوک نشته چې زموږ چيغو او کوکارو ته لبيک ووايي.
هېڅوک نشته؟؟
آيا هره ورځ دادغرو په څېر سخت ازيتونه اوپه تپو تورو شپو کې زموږ دبې وسۍ فريادونه چيغې او ساندې يو چا هم نه دي اورېدلې ؟ دخداى دپاره! زموږ خبر واخلئ، زموږ له پښو څخه دغلامۍ زولنې پرانيزي.
موږ دابو غريب زندان دلوړو دېوالو سره سرونه وهو، ويونکې لتې پتې يو موږ ته له دې حالت نه نجات راکړئ ، او زه تاسو ته دهمدغه خداى په خاطر چې دهغه نيول ډير سخت دي هر چاته چې زما داواز او پيغام ورسېږي ، هغوى دنورو ته ددې رسول فرض وگڼي ،او ددې ظلمونو څڅه دې ټوله نړۍ خبر ه کړي زه په کلکه غوښتنه کوم که ستاسو نور هېڅ نه شى کولئ، خو دومره خو کولى شئ چې دابو غريب زندان دبنديانو او دامريکايانو په شمول ورک ا و لرې کړئ، چې څوک بيا موږ دمسلمانانو لورګانو ته دکفارو داولادو ميندې ونه وايي، او موږ ددې پر ځاى چې ستاسو اودخپل دين اسلام په سپېڅلي لمن داغ وګرځو . مرګ غواړو او خداى لپاره ومو وژنئ.
ستاسو خور ( نور)