نړيوال جال (انټرنټ) څه دى؟
2008-09-07 02:04:28
دغه راز په جرمني كې د هرو زرو كسانو په سر ۸۵ وېبپاڼې رسيږي او فكر كيږي، چې دا شميره به دم ګړۍ له ۱۰۰۰ هم اوښتې وې،كه په افغانستان كې دې ته نظر وكړو په ۲۰۰۳ كې د انټرنټ د كاركوونكو شمير ۱۰۰۰ ته او د وېبپاڼو شمير يې د۷۰۰ په شاوخوا كې اټكل شويده، چې وركې د پښتو وېبپاڼو شمير يې بېخي كم يانې ۵۰ ته رسيږي .
په نړيواله كچه نړيوال جال(انټرنټ) دګڼ شمير سولګرو (كمپيوټرو) نښلوولو ته وايي، چې په ټوله نړۍ كې د يوې شبكې (جال) په بڼه سره نښلول شوي دي، په نوموړي نړيوال جال كې دسولګرو او د هغوي د ټولو جانبي وسايلو، ټيليفوني كرښو او سپوږمكيو ټول اړيكتيايي كانالونه او سمبالوونكي ميكانيزمونه ځاى شوي دي، چې كولاى شي په ښه ډول اړيكې له يو او بل سره ټينګې كړي، دغه راز كله چې له نړيوال جال سره په نښلوول شوي سولګر باندې كار كوو، كولاى شو له بل د اوړ سولګر سره، چې په نړيوال جال پورې تړلى وي او دې نړۍ په هره څنډه كې وي اړيكې ټنګې كړو، ليك ورته واستوو، مخامخ ورسره خبرې وكړو،......
د انټرنټ په مرسته د ليكونو ليږدول په نړۍ كې د ليكونو د ليږلو ډير ډاډمن كره، خوندي، او چټك ډول دى، څرنګه چې هر وګړى د هغه د مطالعې د ترلاسه كولو لپاره دقيق او ځانګړي كوډونه (شفرونه) لري، كولاى شو د نړيوال جال له لارې مقابل لوري سره خبرې وكړو، او له دې سره جوخت د مقابل لوري انځور، او هغه ځاى، چې پكې دى دخپل سولګر د پردې پرمخ ووينو، يانې دانټرنټي او ويډيويي كنفرانسونو جوړول يې ښې بېلګې دي.
د وېب (www) له لارې، چې د نړيوال جال يوه برخه ده، او ګڼ شمير موسسې، دولتي او شخصي ارګانونه، سازمانونه، نندارتونونه، پوهنتونونه، علمي او كلتوري مركزونه، كتابتونونه، ورځپاڼې، ډاكټران او دغه راز انفرادي وګړي په نړيوال جال كې خپلې او ځانګړې پاڼې لري. مونږ په دغو پاڼو كې د ورننوتو او پرانېستلو سره كولاى شو د نوموړې پاڼې له خاوند، او يا شركت سره وګورو، دغه راز مونږ په وېب كې هر راز لټونې ترسره كولاى شو، هر ډول معلومات او هر راز موضوع ګانو باندې،چې وغواړو لاس برى پيدا كړو په ښه او كره ډول يې كولاى شو، د بېلګې په توګه وال سټريټ ژورنال، بېنوا، ټول افغان، ميدان بلاګ پا، خپلې ځانګړې وېب پاڼې لري، د هغوي د ځانګړو كوډونو د ټايپولو وروسته نوموړې پاڼې زمونږ د سولګر پرمخ پرانېستل كېږي .
دا وړ مونږ كولاى شو هغه وروستي خبرونه، چې د BBC يا آشنا راډيو له لارې خپريږي پر يو مهال د كبل له لارې واورو،