ديموکراسي څنگه منځ ته راغله؟
2008-11-25 04:52:12
عبدالرحيم "صراف"
ديموکراسي په حقيقت کې دقيصر(بادشاه) اوکليساپه خلاف يوقيام (پاڅون) اوعکس العمل ؤ کله چې خلک دشاه دسياسي بربريت اودپاپ مذهبي استبداد اوظلم څخه په تنګ شول،خلکوپه ازادي لاس پوري کړ،دا ازادي ترپاپ اوشاه پوري مختصره نشوه بلکې دالله (جل جلاله) ،رسول، مذهب اواخلاقي اصولونه يې هم ځانونه خلاص کړل. اوس غواړوچې دديموکراسي اصول وڅيړواوبيايې داسلام قالب کې واچووچې کوم اصول يې داسلام سره سمون خوري اوکوم يې داسلام سره تضاد دي.
دديموکراسۍ اصول:
١- دخلکوحاکميت.
٢-سيکولريزم(دين دسياست نه جداکول).
٣-لبراليزم.
٤-کاپيټاليزم.
٥-ناسيوناليزم.
٦-گڼ حزبى سيسټم.
ځنى نور اصول لري چې دهغى شننه به نه وروسته كړو
دخلکوحاکميت هم :څه ډيرزيات تعريفونه لري ځيني يې دلته رانقلوو:
الف:-حاکميت(واکمني)اعلى اقتداريامطلق ځواک ته حاکميت وايې
ب:- ايسمن دپارس دپوهنتون استاد وايې (هغه اصلى اونامحدودواک اوحاکميت دي چې په وګړيو اوټولنوحاکم دى).
ج:- هغه اعلى اومطلق اقتداردى چې يواځې دته په امورو اوکړنودحکم کولوحق حاصل دي او بس .ځرنګه چې ديموکراسې دابراهام لنکلن له نظره دخلکوحکومت په خلکوباندي دي داتصورممکن نه دي چې ټول ملت دي حکومت وکړي دانتخاباتوپروسه يې دملت حکومت لپاره وسيله وټاکله چې انتخابات به کيږي اوملت به خپل نمائنده ګان پارلمان ته استوي چې دملت دحکومت تمثيل په پارلمان (ولسي جرگه)کې کيږي ديموکراتيکوحکومتونوکې ولسي جرگه دقانون جوړونې مرجع گڼل کيږي،ددى هره پريکړه قانونې حيثيت لري اوپه ملت باندي يې پيروې ضروري ده،ځکه غربي هيوادونوکې ددي نه بله قانون جوړونې مرجع نشته ځکه دهغوې په عقيده دين په سياست کې رول نشي لوبولي نوپارلمان يې شارع اوقانون سازه اداره ده،دبيلګى په توگه دالمان پارلمان دفردى ازادى په ملاتړپه کال ١٩٢٨ کې درايوپه اکثريت سره داقانونى ماده تصويب کړه چې لواطت قانونې جرم ندي چې دطرفينوپه خپل منځى رضامندى سره ترسره شوى وى،همدارنګه دانګلستان پالمان په کال ١٩٦٧ کال کې د١٤ رايوپه مقابل کې د٦٩ رايوپه اکثريت دچكچکوپه بدرګه داقانون تصويب کړچې دوه نارينه په خپله خوښه کولى شي بالمثل تلذذ (خوند)حاصل کړې همدارنګه دامريکامتحده ايالاتوپه ١٩٣٠ ميلادى کال کې دشرابودڅکلودحراموالى قانون تصويب کړمګردملت لخوايې هرکلى ونشونوپه کال ١٩٣٣ ميلادى کې بيرته ملغااعلان کړىشو اوس شراب يوحلال توکې دي اوهيڅ بنديز پري نشته،دسود اوزنا همدارنګه حالت دي په ټوله غربي نړۍ کې خلک پري اخته دي همدارنګه په سلهاو نوري بيلګى شته چې دا راپه ګوته کوي چه پارلمان دقانون جوړونى اساسي ارګان دي.
حاکميت داسلام له نظره:
څرنګه چې الله دانسان خالق اوپيداکونکې دي،ددي انسان په خير اوشرباندي هغه جل جلاله ښه پوهيږى همداوجه ده چې دهروخت انسان ته يي دهغه دعقل مطابق دين اونظام راليږلى دي .څوک چې کوم ماشين جوړکړي دهغه سره کتلا ک (لارښود) کتابچه هم ترتيبوي، که دغه ماشين ددي کتلاک دښوونوسره سم استعمال شي نوښه کاربه کوي اودخرابيو به هم بچ وي اوکه کتلاک سره سم استعمال نشي ماشين دکاره لويږي،همدغه حال دانسان هم دي چې ددي خالق اوپيداکوونکې الله جل جلاله دي دهروخت اوزمان سره يې همداسي د انسان لپاره کتلاک راليږلى چې انسان پري عمل کړي کامياب شويدي اوکله يې چې دعمل لايحي نه غوزولي له کړاونواوتندکونوسره مخ شويدي. الله جل جلاله فرمايې:
(ياايهاالذين امنوا اطيعوالله واطيعوا الرسول و اولى الامرمنکم فان تنازعتم فى شىءٍ فردوه الى الله والرسول ان کنتم تؤمنون باالله واليوم الاخرذلک خير واحسن تاويلاً). ٥٩ النسا ژباړه: اى مؤمنانو! دالله جل جلاله،رسول صلى الله عليه وسلم اودهغه کسانو اطاعت وکړي چې له تاسي نه دامر خاوندان وي بياکه تاسي په ريشتيا سره په الله جل جلاله او اخرت په ورځ ايمان لري همداکاريوه سمه طريقه ده اودعاقبت په اعتبارهم غوره ده. دا آيت دمکمل مذهبى،تمدنى اوسياسي نظام بنسټ اوداسلامى حکومت دقانون لمړۍ ماده ده پدي کې دالانديني اساسات په ځانګړي ډول ځاى کړي شويدى:-
په اسلامى نظام کې اساسي واجب دالله جل جلاله اطاعت دي،يومسلمان ترهرڅه مخکې دالله جل جلاله بنده دي نورچې هرڅه دي له هغه وروسته دي،مسلمان دوګړني ژونداودمسلمانانودټولنيزنظام دواړومرکز اومحور دخداي جل جلاله فرمانبرداري او وفاداري ده،نوراطاعتونه او وفاداري يوازي په هغه صورت کې منل کيږي چې دخداي جل جلاله داطاعت او وفاداري په خلاف نه وي بلکى ترهغى لاندي اودهغې تابع وي،اوکه داسي نه وي نوداطاعت هغه حصاردي مات کړي شي چې ددي اساس اوبنسټ په ضدوي همداحقيقت پيغمبرصلى الله عليه وسلم په دى توګه يادکړي د ي(لاطاعة لمخلوق فى معصية الخالق) ژباړه : دخداي جل جلاله په نافرمانۍکې دهيڅ يومخلوق لپاره هيڅ ډول اطاعت نشته
٢-داسلامي نظام بل بنسټ دپيغمبرصلى الله عليه وسلم اطاعت دي،داکوم شخصي اوخپلواکه اطاعت نه دي بلکى دخداي داطاعت يوازينى عملى بڼه ده،پيغمبر له دي امله واجب الاطاعت دي چې همدايوازيني صحيح وسيله ده چې په هغي سره مونږته دالله جل جلاله حکمونه اوفرمانونه رسيدلى دي مونږدالله جل جلاله اطاعت صرف پدي توګه کولى شوچې دپيغمبرصلى الله عليه وسلم اطاعت وکړو،دپيغمبرصلى الله عليه وسلم دسندنه پرته دالله جل جلاله هيڅ ډول اطاعت دخداي جل جلاله په وړاندې داعتبار وړنه دي،دپيغمبرصلىالله عليه وسلم دپيروي نه مخ اړول دالله جل جلاله څخه سرکشي کول دي همدامطلب پدي حديث کې څرګندشوي دي چې (من اطاعنى فقد اطا ع الله ومن عصانى فقد عصى الله ) ژباړه : چاچې زما اطاعت وکړهغه دخداى جل جلاله اطاعت وکړ اوچا چې زما نافرمانى وکړه هغه دخداى جل جلاله نافرمانى وکړه.
٣-له دى دوو اطاعتونوڅخه وروسته دريم اطاعت چې اسلامى نظام کى پرمسلمانانو واجب دى هغه دهغو ( اولوالامرو) اطاعت دى چې په خپله له مسلمانانوڅخه وى داولوالامرترمفهوم لاندى ټول هغه کسان راځى چې
دمسلمانانو دټولنيزوچارو واکمنان وى که هغه ذهنى اوفکرى روزونکى عالمان وى که سياسى رهبرى کوونکى ليډران وى يا ددولت اداره چيان حاکمان ،که دشرعى فيصلوقاضيان وى لنډه داچې داهرڅوک چې په هرشکل دمسلمانانو دچاروتنظيموونکى دى هغوى داطاعت وړدى پدى شرط چې هغوى به په خپله دمسلمانانو له ډلى څخه وى اودخداىجل جلاله اورسول صلى الله عليه وسلم فرمانبرداروى دادواړه شرطونه ددى اطاعت لپاره لا زمي شرطونه دى .
٤-پدى ايت کى ديوځانګړى اوغوڅ اصل په توګه فيصله شويده هغه داده چې په اسلامى نظام کې دخداى جل جلاله حکم اودپيغمبرصلى الله عليه وسلم طريقه داساسى قانون دلومړنۍ اووروستني سندحيثيت لړى.دمسلمانانو په منځ کى ياد حکومت اورعيت په منځ کى په کومه موضوع شخړه پيښه شى دهغى حل او فصل له پاره به قران اوسنت ته رجوع کيږى اوله دى لارى چې هره پريکړه وشى دهغى په وړاندى به ټول دمننى سرښکته کوى .
دوهم ايت : ( فلاوربک لايومنون حتى يحکموک فيماشجربينهم ثم لايجدوافى انفسهم حرجامماقضيت ويسلمواتسليما. النساء ٦٥ ) ژباړه اى محمده صلى الله عليه وسلم ! ستاپه رب قسم چې دوى هيڅکله مؤمنان نشى کيداى ترڅوچى دوى په خپل منځى شخړوکې تافيصله کوونکى ونه منى بياچې ته څه فيصله وکړى پرهغى باندى په خپلوزړونوکى هم څه تنګى احساس ونکړى بلکى له سره ترپايه يې ومنى ددى ايت حکم يواځى دپيغمبر صـ دژوندپورى محدودندى بلکه ترقيامته پور ى دى .
دريم ايت:(اناانزلنااليک الکتاب بالحق لتحکم بين الناس بمااراک الله ولانکن للخائنين خصيما.النساء ١٠٥)ژباړه:اىپيغمبر !مونږداکتاب په حقه ستالورى ته درليږلى دى ترڅوچى هغه سمه لاره چى الله ج ورته ښودلى ده له هغى سره سمه دخلکوپه منځ کى فيصله وکړى ته ده خائنانوله خواجګړه کوونکي مه کيږه
څلورم ايت(وماکان لمؤمن ولا مؤمنةاذاقضى الله ورسوله امراً ان يکون لهم الخيرة من امرهم ومن يعص الله ورسوله فقدضل ضللامبينا) سورت الاحزاب اية ٣٦ .ژباړه : هيڅ يومؤمن اوهيڅ يوه مؤمنه داحق نه لري چې کله الله اودهغه رسول دکومى معاملى فيصله وکړي نوبياهغه ته په خپله دخپلي هغې معاملى دفيصله کولواختيارحاصل اوسى اوڅوک چه له الله جل جل له اورسول صلى الله عليه وسلم نه سرغړاوى وکړى نوهغه په څرګنده ګمراهۍ کى وغورځيده.
ابن عباس وائي چه دغه ايت په هغه وخت کى نازل شوى ؤ چي کله پيغبر دحضرت زيدلپاره له حضرت زينب سره دنکاح پيغام ليږلى ؤابن عباس وائي چه کله پيغبر دغه پيغام ورکړنوحضرت زينب وويل (اناخيرمنه نسباً) زه له هغه نه په نسب کښى بهتره يم اګرکه دغه ايت په يو ځانگړى وخت کي نازل شوى دى مګر کوم حکم چي په ده کى بيان کړاى شوى دى هغه داسلامى قانون داصولوبنسټ دى اواطلاق ئى په ټول اسلامى ژوندونى نظام باندى کيږي له دي امله هيڅ مسلمان وګړى،ملت،اداره، محکمه، پارلمان يا حکومت حق نه لري چى په کومه معامله کښى چى دالله جل جلاله اودهغه د رسول صلى الله عليه وسلم لخوا حکم ثابت وى په هغه کى هغه خپله رايه په کار واچوى په لسګونه اياتونه پدى دلالت کوى چى اعلى اقتدار ځانګړتيا يواځى الله جل جلاله ته ده اوبس.
حاکميت دعقل له نظره:
(١ ) که عقل شارع اوفيصله کوونکى شى نوعقل په فيصله کې څلورواموروته ضرورت لرى :
(١)احساس(٢)واقع اوموجود(٣) پخوانى معلومات (٤)دماغ کله چى فيصله کوى هغه شى بايدمحسوس ،موجوددهغه په ارتباط بايد معلومات وى اوبيابه دماغ فيصله کوى دغى فيصلىته فکر يا ادراک عقلى وائى نو ځکه ابن عربى وائى چى دعقل لپاره دفيصلى حق نشته ځکه چى فيصلى به ئى ناقصى وى .دمحسوساتونه پرته عقل فيصله اوحکم نه شى صادره ولى مثلاًدايمان ښه والى دکفر بدوالى دظلم بدى اودعدل نيکى نه شى معلومولى ځکه دامحسوس شيان ندى .
(٢)عقل دفطرى تمايلاتوڅخه متاثر کيږى :
ځرنګه چى عقل دفطرى تمايلاتوترتاثير لاندى راځى په هغه څه ښه فيصله کوى چه فطرت ورته ميلان لرى لکه زنا،لواطت ،شراب خورى اوغلاپدى ټولوبه دروا اوجائزحکم کوى که عقل دښه والى او بدوالى مقياس محک وګر ځوو نوددى احکام اوفيصلى به غلطى اودواقعيت په خلاف به وى :
(٣)د زماني اواشخاصوپه بدلون داحکامو اختلاف:
که حاکميت اواعلى اقتدار عقل ته وسپارونوذ احکام به داشخاصواود زمانو په تغير سره بدلون مومى يوکس به يو شى ته روا اوبل ته نارواوائى يوورځ به يو شى حلال اوبله ورځ به حرام وى ځکه چى عقل ثابت احكام او فيصلى نشى کولى ،همدا وجه ده چى انسانى قوانين اکثره ديوبل ضداونقيض وى.مونږهغوحكومتونوته هم دخداي جل جلاله حكومت نشو ويلى چې يو څومقدس وګړي يعنى ديني لارښوونكي دي دحكومت پرمسندتكيه ولري لكه څنګه چې دكليسادبادشاهۍ همدغه حال ؤ.اونه داخبره سمه ده چې ددالروڅونماينده ګان دي دحكومت دچارو واګې په لاس كې واخلي لكه څرنګه چې ديتوكراسۍ يا د مقدس خداي حكومت په نامه دودوو د چارو واګې به يوي مخصوصي كورنۍ په لاس كې وي اودخداي په نامه به يې هرڅه كول دخداي دبادشاهۍ اوحكومت معنى داده چې دخداي جل جلاله شريعت په خلكو حكومت وكړي اودژوندپه ټولوچاروكې وروستۍ پريكړه په همدي اساس وشي خوسړى بايدداخبره په نظركې ونيسي چې په نړۍ كې دخداي جل جلاله دبادشاهي او حاكميت ټينګول دانساني پاچاهې اوحاكميت دخاتمي په معنى ده. څرنګه چې دالوهيت او ربوبيت صفات يواځي خداي جل جلاله پوري مخصوص دي نوځكه بايد انسان په ټولو امورو كې يواځې د خداي جل جلاله غلام وي او دالله جل جلاله له اقتدار پرته بايدله بل هر ډول اقتداراوحاكميت څخه ازادوي . په اسلامي نظام كې به پارلمان (ولسي جرګه) دمققنې قوې وظيفه اجراكوي مګرهغه به ددديموكراسي دنظام په څيرنه وي ځكه په اسلام كې دقانون جوړول يواځي دخداي جل جلاله حق دي اوهيچاته داحق نشته چې په پردي حريم تجاوز وكړي له همدي امله داسلامي دولت پارلمان بايدداسلام له څلورګونومصادرواومراجعو (قرانكريم، نبوي احاديثو،دامت اجماع اوقياس) په رڼاكې داسلامي فقهاودنظريونه په استفادي سره قوانين جوړاوتصويب كړي اوپه كومواموروكې چې صريح اوثابت نصوص موجودو ي په هغوكې دخبروكولوحق هم نشته چې داداسلامي اوغيراسلامي پارلمان ترمنځ لوي فرق دي.
سيکولريزم
سيکولرېزم يوه لا تيني کليمه ده چې معنا يي لا دينيت ده چې په عربي ژبه کې د علمانيت په معنا تعبير شوى ده چې علمانيت دنړيوال او يا دپوهې په معنا ده او دا دواړه معنا وې دسيکولريزم سره سر نه خوري ځکه چې سيکولريزم بې دينۍ ته واېې او اصطلاحي تعريفونه يي هم زيات دي لکه : دين دسياست نه جدا کول ، دين دټولنې نه ويستل او يو انفرادي عمل ګڼل او دين تر ديني ځايونو پورې محدودول پکې شامل دي .
د پيد ا کېد و تاريخ يي:
داول ځل لپاره دغه نظريه په کال٤٢٠- ٤٩٠قبل الميلاد دپروتاګراس له خوا چې د سو فطيانو زعيم او مشر وو مينځ ته راغله، دهغه دافکارو څخه دا وينا رانقل شوې ده چې : ( دهر شي لپاره يواځينى معيار انسان دى او بس .)
دده نه وروسته بيا يو فرانسوي فري ميسن لاج په کال ١٧٦٦ م کې دسکولريزم نظريه وړاندې کړه خو سکولريزم ديو دعوتي تحريک په بڼه په (١٧٨٩) م کال کې دفرانسې دلوى انقلاب سره منځ ته راغى او له ګردو څخه لومړى سيکولر حاکم دفرانسوي انقلاب مخکښ نا پيليون بوناپارټ وو، اګرچې ددغه فکر اصلي مفکرين هغه ساينس پوهان وو چې له ده څخه دمخه تېر شو ي وو ، مګر هغوى خپل نظريات دپاپانو او کليسا دويرې څخه منظم نه کړاى شول .
مرحلې:
ا لف:نرمه او معتدله مرحله :چې هغه دين دانسان يو شخصي کار بولي او صرف په عباداتو او معتقداتو پورې يي تړي يا په بل عبارت دين دالله تعالى او انسان تر مينځ يوه رابطه او اړيکه ګڼي په ټولنيزو امورو کې ورته په دخل قايل وي نشنلستان هم همدا نظرلري.
ب:دوهمه مرحله يي بدترينه مرحله ده چې په هغه کې ددين مذهب او الله تعالى څخه انکار دى او معنوياتو ته قايل نه وي او صرف دنيا يي هدف او غايه وي چې کمونيستان او دغربي دنيا اکثر وګړي همدا نظر لري سره ددې چې نسبت يي عيسوي دين ته کيږي .
دسيکولريزم دمينځ ته راتګ لا ملونه
١. د حکومت او مذ هبي مشرانو تر منځ د قدرت کشمکش:
په يوولسمه پېړۍ کې دحکومت او کليسا دپاپا نو تر مينځ پر قدرت کشمکش په ډېر شدت او زور سره پيدا شو په ښکاره خو ددواړو دقدرت توازن يو برابر وو ځکه دحکومت دمشرانو تر شا دسردارانو ،افسرانو او فوځيانو لوى لښکر ولاړوو چې هميشه دخپل امير دحکم دعملي کولو لپاره تيار ولاړ وو دبلې خوا دکليسا دمشرانو(راهبانو) تر شا دملنګانو ، پيرانو او معتقدينو لوى لوى قطارونه ولاړ وو او دعامو خلکو په سر باندې دمذهبي مشرانو يوه اوږده سلسله مسلطه وه چې دښکته راهب څخه نيولې تر لوى پاپ پورې او پاپ خپل ځان دعيسى عليه السلام نايب باله دده څخه مخالفت لويه ګناه او جرم تصور کيده دده هر لفظ دقانون حيثيت درلوده.
په همدغه کشمکش کې خلک دمذهب او سياست په غلامۍ اخته شول ځکه هرې ډلې به عام وګړي په خپله ګټه استعمالول او دقدرت په جنګونو کې به تلف کېدل کورونه ، مالونه يي تالا کېدل تر څو خلک تنګ شول او دايي دحل صحيح لاره وټاکله چې دين او دولت سره جلا شي.
٢. دين او مذ هب د هوا او هوس او دنيا طلبۍ ذريعه جوړول :
کله چې درهبانيت لمنه پراخه شوه دخانقاو او جهل خانو بازار ګرم شو خلکو دغه در بارونو ته دشکرانو ،خيراتو او نذرانوپه نومونو مالونه ، پسونه ، غوايان او داسې نور شيان راوړل او هغه به په دربار کې ناستو خلکو خوړل.
په دغه وخت کې ډېرو خلکود کار او روزګار څخه دخلاصون په غرض درهبانيت ژوند غوره کړاو ډېر خلک دخپلې لټۍ او تمبلۍ په خاطر دعبادتخانو او خانقاو خادمان جوړشول او يايي دکار او روزګار څخه دخلاصون په خاطر دځانونو څخه راهبان اويا دراهبانو خادمان جوړ کړل په دې ترتيب عيسوي دين دلټانو او بيکارانو د معاش ذريعه وګرځيده ، بله داچې په دغه دربارونو کې به دمذهبي رسوماتو او کلنيو غونډو يا دنورو ورځو په ياد محفلونه او مجالس کېدل چې دا محفلونه دعياشۍ او فحاشۍ او شرابخورۍ وو او بس. په دې مجالسو کې به نارينه و او ښځو په ګډه گډون کاوه لکه چې زمونږ په زمانه کې دعرسونو او پيرانو مجالس وي ،چې دې ته ډېر داسې خلک راتلل چې بل ځاى به دومره دعيش او هوس زمينه ورته نه برابريده لکه څومره چې دکليسا په مجالسو کې وه چې دغه کار دسيکولريزم يو لوى لامل وګرځېده.
٣. په راهبانو او مذ هبي مشرانو کې د عياشۍ او د نيا دارۍ عا دت زيا تېد ل:
په هغه پېر کې دراهبانو په هکله دا عقيده وه چې هغوى دالله جل جلا له نماينده ګان اودحضرت عيسى عليه السلام قايم مقام دي ، دهغوى هره فيصله صحيح او دتنقيد او اعتراض نه پورته وه او هغوى دګناهګارانو ګناهونه معاف کولاى شول، او دغه بښنليکونه يو عام تجارت ګرځېدلى وه چې په هر بازار او کوڅه کې به ورکول کېدل.همدارنګه راهبان او پاپان دډېر دولت او ثروت خاوندان شول او په عياشۍ او بداخلاقۍ يي شروع وکړه د ( سينت جرم ) وينا ده چې دکليسا دمشرانو دعياشۍ په وړاندې داميرانو او دولتمندانو عياشي شرمېدله، خپله راهبان او پاپان په اخلاقي انحطاط مبتلا وو.(لييکي) دمسيحي ټولنې داخلا قي انحطاط تصوير په دې الفاظو وړاندې کوي : په اخلاقو کې رکاکت او پستي اخري حد ته رسېدلې وه ، او دپاپانو ملبوسات ،زېورات ،تزين او ارايش خپل اخرني پړاو ته رسېدلى وو عامو وګړو ددى حالت بدلېدل غوښتل چې حل يي دين دټولنې نه ويستل وو.
٤. په دين او مذ هب کې فرقې جوړول :
کله چې راهبانو او احبارو کې دمال ، دولت او جاه رغبت زيات شو په عياشۍ او بدکاريو اخته شول دين سره يي اړيکې او تعلق کم شول ، نو دزيات مال ، شهرت او عزت دحصول او دخپلو ګټو د ساتلو په خاطر د فرعي مسايلو په سر بنيادي اختلاف پيداشو او ډلې ډلې شول او دا اختلاف دومره قوي شو چې وژل هم پرې کېده،سيل دغه حالت داسې بيانوي : دګر جا راهبانو دين تکړې تکړې کړى وو امن ، محبت او نيکۍ دټولنې نه کډه کړې وه ، اصل دين ورک شوى وو او پاپان په خپلو خيالا تو او رايوسره جنګېدل په دغه تياره پېر کې اکثره وهميات رامنځ ته شول چې درومن چرچ لپاره دشرم باعث و خو دوۍ هغه دمذهب اصول کړي وو چې مهذب او روشن فکره قشر په هغوى مسخرې او ملنډې وهلې دبېلګې په توګه دحضرت عيسى عليه السلام ( ځواب چاى ) پاک دى که نه؟
هغه دسترخوان چې بني اسرايلو ته راغلي وو دهغه ډوډۍ خميره وه که پتيره ؟ لکه په اوسني عصر کې تعويز ، زيارت او ياداچې د محمد صلى الله عليه وسلم او دابراهيم عليه السلام دپسه غوښه چاوخوړه او داسې نور چې کومه فايده پرې مرتبه نه ده مګر داسلام د اساسي مسلوپه بڼه يي علماء بحث او شننه کوي .
٥. د دين مذ هب او علم ، تمدن او ترقۍ تر مينځ تضا د:
دعيسوي دين ملايان او پېشوايان يواځې په عياشۍ او فحاشۍ اخته نه وو بلکه دوۍ دوۍ علمي انکشافات او دتمدن او ترقۍ کار دخپل دين په رڼا کې نه شو زغملى او نه په هغه دين کې داوړ تيا پاتې وه چې دترقۍ کار دې پرې وکړى شي ، دخپل قدرت ، حاکميت او منافعو دساتلو په خاطريي په علمي انکشافاتو او ترقيو بنديز لږولى وو دکليسا دظلمونو سره سره دعلم ډيوه بلېدله او دخلکو دعقل سترګې خلاصېدلې او علمي تحقيقا تو جريان درلود ، دغه جنګ لومړى دعلومو او دعقل دخاوندانو او مسيحي راهبانو تر مينځ و تر څو چې دعلم او ددين په جنګ بدل شو ، روشن فکرانو دخپلو ځانو څخه دا خبره جوړه کړه چې دعلم او دين تر مينځ داسې تضاد دى چې هيڅکله يي صلح نه شي راتلى دعلم او عقل سره وفاداري داده چې ددين او مذهب څخه بالکل لاس په سر شي.او دواړه يو سړى نه شي سره کولاى همدا وجه وه چې ددين او سياست لارې سره جلا شوې .
٦. دد يني او مذ هبي مشرانو له خوا د ټو لنې د فسا د او خرا بيو ا صلاح نه کول :
دهغه پېر عيسايي ټولنه داسې معلومېدله لکه مذهبي مشرانو دټولنې دټولو خرابيو او فساد سره تعهد کړى وي او هيڅ مخنيوى يي نه کاوه او دهر قسم اقتصادي معا شي نا برابريو حما يت به يي کاوه او د طبقاتي کشمکش لا رښونه به يي کوله په ټو لنه کې دعيش پرستۍ ذهنيت عام شو او داسې بريښيدله لکه دولت مندو او مذهبي مشرانو چې ديو بل سره دانسانيت پر ذليله کېدو باندې اتفاق کړى وي ځکه نحباو او مشرانو چې څومره فسادونه کول دهغوى ملا تړ کېده ځکه چې مذهبي مشرانو سره مالدارو کومک کولو او په غريبو او بې قدرته خلکو به مختلف تهمتونه لګېدل او جريمې به ترې اخېستل کېدې داروپا دراهبانو او پاپانو ددغه دين او مذهب او دژوند نظام څخه انسانيت پناه غوښتله او دا يوه اږده او طولاني زمانه وه چې د ( ٤٨٦ ) ميلادي کال څخه يي تر ( ١٤٩٠ ) ميلادي پورې دوام وکړ تر څو چې اروپا ته داسلام نور دنامتو سپه سالار طارق بن زياد او بيا وروسته دموسى بن نصير په لاس ننوت او د اروپاپه کوم هيوادکې چې لومړنى اسلامي دولت جوړشو هغه اندلس ( اسپانيه ) وه او اروپا داسلام نه په الهام سره دمصيبتونو اوکړاوونو نه خلاصه شوه.
په اسلامي ټولنو کې دسکو لرېزم دمنځته راتلو لاملونه:
په اروپايي او عيسوي ټولنو کې سکولرېزم داسلام نه وړاندې موجودوواو کله چې اسلام کوم عيسوي هيوادته ننوت نو هلته بياسکولرېزم نه شو پاتې کېدى ځکه چې اسلام دژوند لپاره يو کامل نظام لري او دعلم او تمدن سره کوم ټکر او تضاد نه لري اوس سوال دلته دې چې اسلامي ټولنو ته سکولرېزم چا او څرنګه منځته راوړ ؟ داسلام ددشمنانو هاند او هڅه داوه چې مسلمانان دخپل دين څخه لرې کړي او په دې لار کې يي پوره کوشش کړى دى او اوس هم دا لړۍ دوام لري ،دهمدغو هلو ځلو په نتيجه کې دوۍ وتوانېدل چې اسلامي نړۍ په دې زهرو مسمومه کړي چې دهغو دجملې څخه ځنې لاملونه ددي :
١. د عثماني خلا فت ختمېد ل :
کله چې مونږمسلمانان دخپل تاريخ زرينې پاڼې مطالعه کوو ، چې داولې ورځې نه تر اخرې ورځې پورې اوبيا مو نږ ته ډير نږدې تاريخ چې هغه دعثماني خلافت دى چې په ( ١٩٢٤ ) م دهمدغه دسيسوښکار شو په دې ټولو ادوارو کې ددين او دولت دبېلتون او جلا والى هيڅ اثار نه ليدل کيږي او اسلامي حکومتونه داسلام د تل پاتې نظام تابع وو.
٢. لو مړۍ نړيواله جګړه:
لومړۍ نړيواله جګړه د کال ( ١٩١٤ ) څخه تر ( ١٩١٨ ) ميلادي پورې وه چې جرمني ، ترکيه ، استراليا او بلغاريا يو طرف او انګلستان ،روس ،فرانسه ، بلجيم ، جاپان ،
ايټاليه او امريکا بل طرف ته وو. ددې جنګ په نتيجه کې دمنځنۍ اسيا اسلامي هيوادونه دروسانو تر سلطې لاندې راغلل فلسطين ، عراق . کويټ او مصر دانګلسنان تر استعمار لاندې شول ، الجزاير ، مغرب، تونس ، مراکش او شام دفر انسې تر کنټرول لاندې شول ، ليبيا ، سوډان ، صوماليه او داسې نور هيواونه دايټا ليا تر قبضې لاندې راغلل دې کفري ښکېلاکګرو په دې دولتونو کې اسلامي قوانين ملغا کړل او پر ځاى يي سکولر قوانين جوړ او رايج کړل او دخپل کلتور ريشې يي په کې وز غلولې چې دازادۍ نه وروسته اوس همدا قوانين په دې ملکونو کې قانو ني حيثيت لري.
٣. په ترکيه باند ې د مصطفى کمال اتا ترک حکومت:
مخکې مو وويل چې په اوله نړيواله جګړه کې عثماني خلافت ونړېده او دمسلمانانو يو لوى اکثريت دکفري نړۍ په منګولو کې پريوت ، اشغالګرو قواو ترکيه په مکمله توګه ونه نيوله مګرد متحدينو قواوې ترکيي ته ننوتلې او دترکيي نه دمتحدينو قواوې هغه مهال ووتې چې دلوزان تړون يي وکړ، دغه تړون دسيکولر تر کيي غوښتونکى وو اومصطفى کمال په خپل ژوند کې دلوزان تړون عملي کړچې ترکيه اوس هم په ين نه ولاړه ترکيه ده.
٤.د بين الملل داد ارې جوړ ېد ل:
دبين الملل ادارې داصولو د اتو مادو او اعلاميو څخه دامعلوميږي چې دايو سکولر اداره ده او هيڅ دين ته ملتزمه نه ده اګر که دبين الملل ډېر ې ادارې اوس عيسويت ته کار کوي په اسلامي دنيا کې ددې ادارې فعاليتونو سکولريزم ته لار هواره کړې ده دايو لوى بحث دى چې انشاءالله په مناسب وخت کې به يي شننه وکړو .
د سکولرېزم د خپريدو وسايل
سكولرستان دسكولريزم دخپريدو لپاره دډېرو قوي اصولو او قواعدو څخه استفاده كوي او غواړي چې په علمي قشراو علمي ځايونو كې خپور او عام كړي شي ترڅو وتوانيږي چې دهمدغه اصولو پواسطه يو هېواد او دولت په دغه مرض اخته كړي چې مهم وسائل يې په لاندي ډول دي :
۱:- اعلام او مطبوعات:
سكولرستان كوښښ كوي چې په خبري رسنيو باندي مسلط ووسي او دوئ په خپل كوښښ كې يو څه ناڅه كامياب شوي هم دي ځكه دنړۍ زياتره خبري رسني هغه كه مجلې،ورځپاڼې ،راديوګانې ،تلويزيونونه ،سينماګانې او تياترونه ټول ددوئ تر قبضې لاندې دي سره ددې چې داعلمي توكي دي خو دوئ تري ډېري غيرعلمي استفادي كوي او دهمدي وسيلي له لاري خپل فكرټولنې ته رسوي او په بدل كې داسلام فكر كمزورى او مشكوك معرفي كوي په ځانګړي توګه زمونږ ټولنه چې ډېره وروسته پاتې ټولنه ده . دلته دا وسائل ډېر زيات اغيزمن ثابتيداى شي مونږ خپله ټولنه ګورو چې دبي بي سي( BBC ) اشنا او ازادي راديو چاته ښه وويل سبا زمونږ دملت په خوله همغه خبره وي او كه څوك يې بد معرفي كړل زمونږ ملت هم دهغه بد وايې دسر په سترګو ګورو چې څومره زهرجن تبليغات داسلام په ضد کيږي او زمونږ ملتونه ترې متاثره كيږي.
۲:- تعليم او تربيه :
دوهمه وسيله چې ډېره مهمه او قوي وسيله ده هغه دښوونې او روزنې وسيله ده سره ددې چې لار به يې اوږده وي خو نتائج او ثمره يې ډېره قوي او په زړه پوري ده سكولرستان دابتدايې مكتبونو نه نيولې تر پوهنتونونو پورې تعليمي دستګاوې لري او په دې كې داسې كسان روزي چې ژبه او قواره به يې دخپل هېواد وي مګر روح او فكريې دبل دولت او هېواد پورې تړلي وي تعليم دى چې ديو ملت تشخص ساتلى شي كله چې ديو ملت روڼ اندى او لوستى قشر دبل چا وي هغه ملت هم دهغوى دى، همداوجه ده چې سكولرستان توانيدلي دي چې په اسلامي هيوادونو كې تعليمي دستګاوې هغه كه ثانوي دي او يا لوړي زده كړې په خپل واك كې واخلي، په دي هم توانيدلي چې داسي يو نسل و روزي چې دين ورته دپسمانده ګۍ او وروسته والي سبب ښكاري ددې لپاره چې دوۍ په تعليمي دستګاوو دتل لپاره برلاسي وي يو څه اقدامات يې وكړل چې په لنډ ډول يې يادونه كوو:
(۱) په تعليمي لحاظ خلك بي دينۍ ته تشويقول .
(۲) په ديني علماؤ استهزاء او تمسخركول.
(۳) دديني علماؤ رول (نقش) په ټولنه كې محدودول .
(۴) دهلكانو او نجونو ګډ (مخلوط) تعليم ته وده وركول .
(۵) خارجې مدارس،مكاتب او پوهنتونونه جوړول او بيا په همدي مدارسو كې تعليم ته خلك هڅول او تشويقول.
په اسلامي هېوادونو كې په درزنونو داسې مكاتب او پوهنتونونه شته چې دا وظيفه مخ په وړاندې وړي
دبېلګي په توګه : په لبنان كې دالقديس يوسف پوهنتون په قاهره كې امريكايې پوهنځى چې وروسته انكشاف وركړى شو او اوس په جامعة الامريكية (دامريكا پوهنتون) چې دا پوهنتون دازهر په مقابل او درقيب په توګه جوړ شويدى. دتركيي په استامبول ښاركې دامريكا پوهنتون د پاكستان د لاهورپه ښاركې فرانسوي پوهنځى په پيښور كې اډورډ كالج چې دانګلستان كالج دي همدارنګه په بيروت كې دامريكا پوهنتون چې اوس يې په افغانستان كې هم خپله څانګه پرانسته .
(۶) ديني مدارس ګوښه كول ياپرې كړۍ ور تنګول .
(۷) دديني مدارسو شهادتناموته اعتبار نه وركول .
(۸) داسلامي هېوادونو تعليمي نصاب كې دپيشرفت او ترقۍ په نامه تغيرراوړل.
(۹) دديني علومومتخصيصينو او دنورو علومو متخصيصينو په معاش،رتبه او نورو امتيازاتو كې ښكاره توپير كول.
۳:- سياست :
كله چې سكولرستان وتوانېدل چې مطبوعات او دتعليم وسائل تر خپل كنترول لاندي راولي نو طبعي خبره ده چې هغوى دخپلو عقايدو او نظرياتو تر تاثير لاندې هغه خلك راوستل چې دهېواد سياسي وګړي دي او يا دهېواد واګې يې په لاس كې دي او ياخو دغه سياسي وګړي هغه خلك دي چې ددوي دمدارسو او پوهنتونونونه فارغ شويدي او بيايې په اسلامي نړۍ كې واكداران جوړ كړيدي او هغه داسي وګړي دي چې الهى دين سره نه اړيكه لري اونه ورسره پيوند خوري نو خپله داسلامي نړۍ سياست ته يو سكولر سياست ويلى شو چې سبب يې همدا افراد شول
۴:-قانون او محاكم:
مسلمانانو دتاريخ په اوږدو كې غير داسلامي قانون څخه چې هغه الله تعالٰى جل جلاله دكتاب او دهغه درسول له سنتو څخه جوړ او اخستل شويدى بل كوم قانون باندې نه فيصله كړې او نه يې دهېواد دترقۍ او بهبود لپاره كوم بل قانون په هېوادكې نافذ كړيدى .
خو اوس په اكثره اسلامي هېوادونو كې سكولر قوانين نافذ دي . ددي يوه وجه خو عسكري استعماروؤ چې بالخصوص دلمړۍ نړۍ والې جګړې څخه وروسته په اسلامي نړۍ ددوئ حكومت راغى او داقوانين يې اسلامي نړۍ كې نافذ كړل چې ښه مثال يې تركيه ده،کله چې داستعمار قوه دتركيي نه ووته او دلوزان تړون يي لاسليك كړ په هغه كې يوه ماده داوه ،چې تركيه به ځان ته داسي اساسي قانون جوړوي چې دقرآنكريم او دمحمد صلى الله عليه وسلم دسنتو نه به اخستل شوى نه وي، ياني يو سكولر قانون به جوړ وي چې داكار هم كمال اتاترك وكړ.
هغوي خپلو قوانينوته تبليغ كوي او تيرو وسيلو نه په استفادي سره وايې چې دعدالت او مساوات (برابري) قوانين دادي او اسلام بشريت سره ظلم كړيدى ،دا قوانين دتيرو پيړيو لپاره مناسب وو مګر ددي عصر(زمانې) لپاره نوي قوانين په كار دي دغو تبليغاتو مسلمانان په يو نوعه فكري غلامۍ باندې اخته كړي دوي هم نه فكر كوي او نه داسلام په اړه مطالعه لري ، كوركورانه (په پټو سترګو) دغرب تقليد كوي او دغرب لوډسپيكرې تري جوړي شوي چې همغه خبري تكراروي .
۵:- هنر او ادبيات:
اسلام شعر او نثرته په درنده سترګه ګوري او كومه دښمني ورسره نه لري او ليك او لوست ته خلك تشويقو ي همدا وجه وه چې دبدر په غزا كې چې كوم بنديان نيول شوي وو چاسره چې پيسې نه وې هغوى ته رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل چې ستاسو فديه دا شوه چې زمونږ لسو ماشومانو ته ليك او لوست وښاياست. شعر او نثر بايد دټولني اصلاح داسلام دفايدي او دكفر مذمت او بدۍ... لپاره وي پيغمبر صلي الله عليه وسلم به شعر ته غوږ نيوه امام مسلم رحمه الله دثريد رضى الله عنه نه روايت كوي يوه ورځ پيغمبر صلي الله عليه وسلم پسي روان وم نو هغه راته وويل (( آياتاسره داميه ابى صلت دځوى اشعارشته ؟ماورته وويل هو! نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل ويې وايه ما يو بيت ولوست نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل نور او داسي نور ترڅو چې سل بيته مې ورته وويل ،دحسان بن ثابت او عبدالله بن رواحه مرتبه او منزلت خو په اسلام كې ډېر ښكاره دى چې هغوى به داسلام او مسلمانانو لپاره اشعار جوړول او ويل به يې دې مهمې نقطې ته سكولرستان هم متوجه شويدي او په خپله ددي ګمراه لارې لپاره يې دشعر او نثر نه پوره استفاده كړيده او دتوري په شكل يې داسلام په خلاف استعمال كړې او اوس يي هم استعمالوي او زمونږ دپښتو ژبې ځينې شاعران شعوري اويا غير شعوري په همدې خدمت كې لګيا دي .دبيلګي په توګه:
شيخ دي لمونځ روژه كا زه به ډكې پيالې اخلم
هرسړى پيدادى خپل خپل كار لره كنه
شراب په شرعه ناروادي _________ماته روا دي ديارغم غلته ومه
يارمي هندو زه مسلمان يم ________ ديار دپاره درمسال جارو كومه
په اسلام كې دشعر په ارتباط فيصله داده چې ښه شعرښه دى او بد يې بد دى مونږ خپلو محترمو ليكوالانو ته كه هغه نثر ليكوونكي ياشعر ويوونكي وي وايو چې خپل استعداد(وړتيا) داسلام او دوطن په نفع استعمال كړي چې په راتلوونكي وخت كې خلك پرې وياړ وكړي او شعر او نثر يې داسې كار وكړي لكه چې يو داعي (بلوونكي) چې د الله تعالٰى جل جلاله په لاره كې دعوت كوي .
۶:- تحصيلي برسونه :
دډېرو مهم ترينو وسيلو څخه يوه يې تحصيلي برسونه دي چې داسلامي نړۍ تنكې ځوانان او تنكۍ پيغلې په تحصيلي برسونو باندې خپلو پوهنتونونوته غواړي او هلته دعلم سره سره هغه څه ور زده كوي چې دهغوي تمدن او تهذيب دى كله چې خپلو هېوادونو ته ستنيږ ي هغه څه وايې او كوي يې چې هلته يې زده كړي وي او دهغه تمدن وياند ترې جوړ شوى وي البته ټول هغه كسان چې خارجې نړۍ ته دتحصيل لپاره ځي څه داسي انسانان تري هم جوړيږي چې دهغوى تمدن او تهذيب يې مطالعه كړى وي او هغه خاميانې ورته معلومې شوې وي چې داتمدن دانسانيت ،شرافت ،كرامت اوطهارت نه يو خالي كالبوت دى په شرقي او غربي دواړو بلاكونو كې دغه سلسله روانه وه خو اوس چې شرقي بلاك ماتې خوړلې نو خپل ميدان يې غربي بلاك ته پريښى او دغه سلسله اوس دوئ ډېره ګرمه ساتلې ده .
كله ناكله په افغانستان كې سيمينارونه جوړيږي او هغي ته دغربي نړۍ نه ځيني افغانان ياغرب پلوه ايرانيان راليږل كيږي او دلته داسلام په اړه سيمينارونه وركوي چې هغه هم دهمدې ځنځير دكړيو څخه يوه كړۍ ده چې جريان لري .
علامه سيدجمال الدين افغانى وايې:
خيردى كه مونږ غرب او اروپانه علم زده كړو خو ويره له دي نه ده چې دهغوى تهذيب او تمدن را انتقال نه كړو.
لېبرالېزم
لبراليزم يوه لا تينه کليمه ده چې له ((Liber)) څخه اخيستل شوې ده . په لغت کې د فردي اصالت او فردي ازادۍ په معناو راغلې ده . او په اصطلا ح کې لبر پردى عقيده لرل دي چې انسان دنيا ته ازاد راغلى او په مطلق ډول ټولواک دى هيڅوک او هيڅ طاقت هم دا حق نلري چې د کوم قانون که الهي وي يا وضعي په ذريعه د فرد ازادي ور څخه سلب او يا يې محدود کړي دا د فرد حق دى چې بربنډ او لوڅ ژوندکوي او لباس اغو ندي دا د فرد حق دى چې د هرې لارې وغو اړى دولت وگټي هغه که د رشوت ، خيانت ، غلا ، د زنا ، قمار ، او کلپونو جوړولو له لارې …… همدارنگه هر ډول سياسي نظام که وغواړي ځان ته يي غوره کړي که شاهي ، جمهوري ، دين ته وفادار يا په دين نه ولاړ نظام دا تر شخص او فرد پورې اړه لري چې کوم ډول نظام د ځان لپاره خوښ گڼي او هر ډول چې وغواړي عقيده او فکر ولري، د بيان او فکر ازادي ولري مطلب دا چې فرد مطلق ازاد پيدا شوى او بايد په هراړخيزه توگه ازاد وي .
دمنځ ته راتگ تاريخ يې :
په ( ١٨مه) پيړۍ کې په ( ١٧٧٦ ) ميلادي کال دغه فکري مکتب منځ ته راغى او د همدې وخت نه يي ددين اخلاقو او بشرى کرامت په خلا ف او اجتماعى فساد په خپرولو پيل وکړ او د فردي حقيقي ازادۍ د تحقق لپاره يي له دين څخه په هر اړخيزه توگه د بيزار تيااصل وضع کړ لکه چې د لبراليزم يو مفکر(( ژبپال ساخ تخ )) وايي (((( انسان تر هغه پورې ازادي تر لاسه کولى نه شي تر څو چې د الله جل جلاله له منلو مذهب او اخلاقو څخه بيزارتيا په ډاگه اعلا ن نه کړي او د انسان الوهيت او تقديس د زړه له کومى قبول نه کړى .
بنسټ کيښودونکى :
د لبراليزم لومړى بنست کيښودونکى د انگلستان د اتلسمې پيړۍ سکولر فيلسوف ((جرمى بنتهام هيوم )) دى . او دغه فکري مکتب د لومړې ځل لپاره په انگلستان کې تبارز وکړ او ددې نه وروسته بيا د اروپا نورو هيوادونوته وغځول شو چې د ټولو نه يي په المان او فرانسه کې تود هر
کلى وشو ، سره ددې چې اقتصادي انقلاب او د لبراليزم د تظاهر او راښکاره کيدو لومړى مرکز برتانيه ده مګر د
فرانسې صنعتي انقلاب چې په اروپا کې کومې لاسته راوړنې درلودې په هغه کچه د برتانيي انقلا ب نه ؤ نو ځکه يي د فرانسې انقلاب ډير مشهور او اورپا کى يي جزري تغير راوړ ، نو غواړم چې د فرانسې انقلاب باندې يو څه رڼا واچوؤ دغه انقلاب په (( ١٧٨٩ )) ميلادي کال کې رامنځ ته شو او ددې نه وړاندې نه يواځې په فرانسه بلکې په ټوله اروپا باندې فيوډالى نظام حاکم ؤ تردې چې د تاريخ په اوږدو کې دغسې ظالم ټولنيز نظام کله نه ؤ راغلى پدې کې هم شک نشته چې ظلم د کفري او جاهلي حکم غټه نښه ده که هغه په هر ه ټولنه هر وخت او هر ځاى کې وې مگر په اروپا يي ټولنه کې دغه صورت زيات څرگند او ښکاره ؤ په فرانسه کې د فيوډاليزم د نظام مخالف حرکت مشران او ليډران غلامان ؤ ځکه د فرانسې جغرافيوى موقيعت چې له اسلامى اندلس (( اسپانيه )) سره يي سرحد درلود بيا صليبى جنگونه او ورسره په څنگ کې د پاپانو ظلم او بربر يت دوى ته د ازادۍ روحيه ورکړه په څوارلسمه پيړۍ کې چې د بزگرانو کوم حرکت منځ ته راغلى و دغه حرکت د نور و حرکتونو غوندې وځپل شو مگر د خلکو په ذهن کې يي يو څه تاثرات پريښودل ددغه حرکت د ماتې اساسي عامل خپله کليسا ؤه ځکه چې تر ټولو غټۀ فيوډاله همدا کليسا وه او د د هقانانو او عامو وگړو پر ضد يي سخت موقف اختيار کړ بله دا چې حکومت کومې ماليي په خپل رعيت لږولې وې هغه ځمکو وا لاو په خپلو غلامانو لا زمې کړې وې چې په هر شکل وي بايد دغه ما ليه تاديه کړى ،چې دغسې وضعې سياسي او اقتصادي او ضاع د فرانسې انقلاب نه وړاندې تر ډيره حده خرابه کړې ؤه تر دې چې د فرانسې مالي وزير (( کالون )) په کال ((١٧٨٧ )) ددې بحران داسې اعتراف کوي (( حکومت غوښتل دغه مالي ستونزې په هغو ماليو سره ختمې کړي چې په عامو وگړو يي لازمې کړې وې مگر ددې نتيجه داسې راووتله چې نوره هم د هيواد وضعه خرابه او د انديښنى وړ شوه نور هم هيواد له اقتصادي بحران سره مخامخ شو . ملت
د لوږې او فقر څخه سر ټکولو مگر د هيواد دوه طبقې لا هماغسې نعمتونو څخه برخورداره وې چې يو يي د کليسا مربوط خلک او دوهم يي اشراف او نجيب ؤ او سر بيره پردې د حاکمې کورنۍ پيټي هم د مظلوم او بې وزله ملت په غاړه وو.
د هيوادوالو دغه بد حالت ددې غوښتنه کوله چې حکومت له داسې لارې څخه کار واخلي چې ددوۍ مشکل حل کړي مگر دغه کار ونه شو هماغه ؤ چې ټول ملت د هقانانو فنى کسانو او وړ روحانيونو د کليسا او اشرافو په ضد يو جبهه جوړه کړه .
د انقلاب نتايج او لاسته راوړنې داوې چې لومړى ځل په مسيحي اروپاکې داسې جمهوري نظام منځ ته راغى چې دين سره يې تړاو نه درلوده او په دين نه ولاړ يو نظام يي جوړ کړ، ددې نظام فلسفه د وگړو په نوم ؤه نه د الله جل جلاله په نوم، ددين او اخلاقو په عوض يي خلکو ته مطلقه ازادي (لبراليزم) ورکړ. د کليسا د قانون پر ځاى يي غير ديني قانون منځته راوړو . البته دغه نتايج او بدلون د يو لړ عواملو په سبب رامنځ ته شول چې مهم يي په لاندى ډول دى .
١ – د بى دينى مفکوره (( ددى مفکورى پيل د تنوير په عصر کى شروع شوى ؤ ))
دى مفکورې ته مختلفو مکتبونو کار کولو چې اختلاف کار يي هم درلودو مگر يو مشترک هدف يي درلودو چې هغه د خلکو له ذهنونو ديني مفکورې ختمول ؤ اومشهور مکتبونه يي دادي چې .
١ – عام علمى مکتب .. ددى تر ټولو څرگند مثال پراخ بنسټه ليکوالان وو لکه (( ديداو)) تر مشرۍ لاندې چې د (( دايره المعارف ) کتاب وليکل شو ويلز ددو ى په اړوند ويلى (( دين ته يي دښمن او يرغلګر په سترگه کتل ))
٢ _ اجتماعي او سياسي مکتب .. ددې نظريي مشري روسو کوله نوموړى د عقد اجتماعي کتاب ليکوال ؤ چې وروسته دغه کتاب ته ((د فرانسوى انقلاب انجيل )) وويل شو بل مشر يي روحاالقوانين د کتاب ليکوال مونتسکيو ؤ د فرانسې د انقلاب مشر انو خپلې اساسنامې او اصول له
همدې کتابونو څخه واخيستل . د عقد اجتماعي مفکورې هدف څرگند او روښانه ؤ دوۍ غوښتل دديني نظام او اخلاقو په ځاى اجتماعي مصلحت او يا عام منفعت مينځ ته راوړي د الله جل جلاله دعبادت پر ځاى د ټولنې عبادت وشي .
٣- د فلاسفوو مکتب : دې مکتب عقل ته زياته پاملرنه کوله د فرد او ټولنې تر منځ يي زيات بحث او څيړنه کوله خو ددې نارې يي وهلې چې دين بايد د دولت او ټولنې نه جدا شي بيا دې نظريي ته وده ورکړى شو ه او دوى پدې نظر شول چې دين ملغا اعلان شى او په عوض يي طبيعى دين او طبيعى قانون راشى . پورته شننه ددې لپاره وه چې مونږ ته د لبراليزم اساسي کرښې معلومې شي چې ولې ليکوالان او فلاسفه ددې مکتب پيروان شول د سکولريزم نظريى ته ترقى ورکړى شوه ځکه چې سکولريزم په مکتب کې دين د خداى جل جلاله او انسان تر منځ يو اړيکه گڼله مگر په لبراليزم کې دين ته هيڅ ځاى نه شته د بيلگى په توگه به د ځينو پوهانو فلاسفوو او اديبانو نظريي ذکر کړو :
ژورسان : د فرانسې لبرال ليکواله چې خپله خورا بدلمنه او بى حيا ښځه وه په خپل ناول (( ژاک )) کې وايي (( زما په اند نکاح د ازدواج په گردو طريقو کې خورا زياته ناوړه طريقه ده او زه باور لرم چې د لبراليزم په ترويج) سره به دغه طريقه په بشريت کې بنده کړاى شى او د پاى ټکې به ورته کيښودل شى .
بول اډن :: يو بل فرانسوى ليکوال دى ځوانانوته په خطاب کى وايي (( هغه څوک احمق او ناپوه دى چې د مينى او عشق په خپله بتخانه کې چې په خپل زيار سره يي تعمير کړى او بيا په هغه کې ټول عمر دايکي يو بت لمانځنى ته کيني بلکې د خوند اخيستلو لپاره هر ه شيبه بايد د نوي ميلمه انتخاب وکړاى شى
هرتزل : چې په اصل کې يهودى او د ماسونيزم د مشرانو څخه د ى په يو کانفراس کې وايي که انسان باندې خارجي عوامل او اسباب نه وى لکه ټولنه دين اخلاق نو کومې ښځې چې سره بيلې بيلې لرو دا به مو مشترکې وى او هر چا به د يو د بل ښځى نه استفاده کولى شوه.
کارل مارکس يهودى چې د کمونيزم موسس هم دى نوموړي ويلى دي چې دين د ملتونو افيون دى ،د کپيټاليزم له پاره يي په زړه پورى خدمت کړى چې د جنت په دروغجنو ژمنو غولولي اخلاقي اصول په خپل ذات کې هيڅ ارزښت نلري او هغه څه چې اصل او حقيقت د ى ماديت او اقتصاددى .بنتشه يهودى فيلسوف وايي خداى جل جلاله اوس مړ شويدى العياذبالله او ځاى يي يو لوړ انسان (( لوبرمان )) نيولى دى نو د هغه عبادت بايد وشى
جويات مکسلى په خپل کتاب (( الانسان فى العالم الجديد )) کې وايي (( چې انسان د عاجزى او ناپوهى په عصر کې د الله جل جلاله مفکوره منلى وه اوس چې انسان زده کړه وکړه طبيعت يي تر کنترول لاندې راوړ نو بيا خداى ته ضرورت نلرى ځکه اوس دغه انسان په يو وخت کې بنده او خداى دواړه دى
دورکايم يهودى نوموړى په ټولنپوهنه کى د لبراليزم په ترويج کې پراخه ونډه اخيستى ده ،دې د انسان د حيوانيت او ماديت د نظريي جمع (( د جمعى عقل )) سره کړى ده . نوموړى وايي انسان (( اجتماعى زور او جبريت ) ته تابع دى او يا هم اجتماعى قهر جمعى عقل ورباندى فرضوى دې وايي چې دا يو ثابت حقيقت دى چې دين اذدواجې قوانين کورنى نظام يو هم پنځيز نه دى بلکه دا هر څه توهمات اود فردي ازادۍ په خلاف مينځ ته راوړل شوي دي
انسان ته په کار دى چې په موجوده صنعتي انقلابي دور کې له دې هر څۀ څخه ځان ازاد کړي .
يهودي فيرويد چې د اطريش څخه دى نوموړى اروا پوه دى د انسان له حيوانيت څخه داسې تفسير واخيست چې د انسان سلوک يي له ولادت څخه بيا تر مرگه پورى حيواني چوکاټ کې راوست چې انسان ورڅخه کرکه کوى نوموړى په دى عقيده دى چى د انسان د حرکت لپاره يواځينى رافع او محرک جنسى غريزه ده وړوکى ماشوم چې د مور شيدى خورى نو د جنسى غريزې په اساس يي خورى او د نورو خلکو سره تعامل دين اخلاق او سلوک يي ټول په جنسى غريزى پورى تړلى دى فيرويد په نظر انسان نه يواځى حيوان دى بلکه يو جنسى حيوان دى ځکه چې وايي انسان ته هلته ډاډ او سکون حاصليږي چې کله انسان ته د شهوت پوره ازادي تر لاسه شي . پال سارتر وايي د انسان ازادي تر هغه پورې بشپړه کيداى نشى تر څو چې د انسان د الله جل جلاله اواخلاقو څخه ازادي تر لاسه نه کړى .
ادم سمت چې د لويديځ د اقتصادياتو پلار ګڼل کيږى وايي په اقتصادي مسايلو کې د مذهب او دين لپاره هيڅ ځاى نشته ځکه تر څو چې مذهبى بنديزونه حلال او حرام پاى ته نه وى رسيدلى فردى اقتصادى ازادى تحقق موندلاى نه شى
داروين چې انسان يي دشادي اولاد وباله اوانساني کرامت ته پوره ضربۀ ورکړه نه يواځى د انسان او شادى تر مينځ يي نسبت ثابت کړ بلکه په ډاگه يي کړه چې د انسان حقيقى جد (( نيکه )) هغه جرثومه ده چې په ميلونونو کالو ثابته او په يو ځاى ولاړه وه هغه د هغه وخت علمى قشر وه چې ځينى اديبان او ليکوال ارواپوهان فيلسوفان وه دوى د لبراليزم پوره ملاتړ وکړ بلکه ځانونه يي ددى مکتب پيروان وشميرل ددوى په پله د اروپا حکومتونو قدم کيښود او حکومتونو يي ملاتړ شروع کړ د بيلگى په توگه د المان حکومت ((١٩٢٨)) د فردى ازادى په ملاتړ د هغه وخت پارلمان د رايو په اکثريت دا ماده تصويب کړه چې لواطت قانونى جرم نه دى په دى شرط چې دواړه طرفه پرى راضى وى . په ((١٩٦٧)) کال کې د انگليستان يو وزير د لواطت په گنا د انگليستا ن پارلمان ته احضارکړاى شو کله چې په دى اړوند پوښتنه ترينه وشوه هغه په ډير جرئت او وياړ سره يي وويل زه د يو فرد په توگه حق لرم بايد ازاد اوسم حکومت او قانون دا ځواک نه لري چې زما د ازادۍ په لاره کى خنډ شى په نتيجه کى
د پارلمان اکثره غړو د وزير د وينا ملاتړ وکړ او لواطت يو جايزکار وگڼل شو ،په((١٩٩٢)) کال کې په نيويارک کې لس زره ښځو لاريون وکړ او د حکومت څخه يي غوښتنه دا وه چې د همجنسو ازدواج يعنى ښځى د ښځى او نارينه د نارينه سره د ازدواج اجازه ورکړى داوخت بل کلنتن د وخت ريس جمهور ته هم بلنه ورکړى شوى وه چى لاريون کې شرکت وکړي مگر هغه ورته په ځواب کې ليکلي وه چې ستاسو د غوښتنو پلوي يم مگر د حکومتي مصروفيتونو له
امله نشم کولاى چې په لاريون کې گډون وکړم ، هيله ده چې عذر مې قبول کړۍ. او د اروپا نورو دولتونو يي هم ملاتړ وکړ چې فرانسه په دى لار کې يو ضربالمثل وگرځيده بالخصوص کله چې (( ١٧٨٩)) کال کې د ناپليون بوناپاټ انقلاب رامنځته شو نو لبراليزم په فرانسه کې ډير په چټکۍ سره خپور او د خلکو توجه يي ځان ته جلب کړه تر دى چې (( ١٧٩٩ ))کال د فرانسى پا زمينه پارس ښار کې درى سوه ښځو بربنډ لاريون وکړ او د ښار په ټولو ساحو وگرځيدى او دا شعار يي ورکاوه .
(( مونږ دنيا ته له ميندو څخه دغه ډول بربنډى او لغړى راغلۍ يو او همداسۍ بربنډ به ژوند کوو )) دا هغه ښځى وى چې د لبراليزم د مفکورى او مکتب غړيتوب يي لاره او په عملى توگۀ يي لبراليزم په ځان تطبيق کړىوو او د پاريس او سيدونکو ته يي عمل کې وښود،لبراليزم د سکوليزم نه د کفر يو پورته پوړى ده دا ځکه چې سکولريزم دين د الله او انسان شخص اړيکه گڼى او په ټولنه او دولت کې ځاى نه ورکوى مگر لبراليزم کې دين ته هيڅ ځاى نشته معنويت او انسانيت پکې پوره پيمال شوى دى ټول هغه کارونه چې انسان يي د خپل ژوند په اوږدو کې کوې هغه به د مادي نقطې له نطره کوي او د انسان ژوندبه يو حيوانى ژوند وې او هلته انسانى کرامت ، شرافت ته هيڅ ځاى نشته.
کاپيټاليزم Capitalism
کله چې د غربي روم امپراطوري په پنځلسمه پيړۍ کې له منځه ولاړه له دې سره هغه سياسي او اقتصادي يووالى هم ړنگ شو او اروپايي هيوادونه په وړو او کوچنيو دولتونو وويشل شول.
هغه قومونه چه نسل او ژبه يې يوه ؤه ونه توانيدل چى ځان ته دولتونه جوړکړي بلکى د ويش عمليه روانه وه،تردې چې محلي فيوډالانو په دغه ملکونو باندې واک پيداکړ،او سياسي قدرت يې په لاس کى ونيوه،پدې ترتيب په اروپا کى يو خاص نظام پيدا شو چه دهغوى په اصطلاح فيوډاليزم بلل کيده.
پدې نظام کې ځمکه دهغه چا ملکيت دى چى څوک قدرت او طاقت ولري بناقدرت،سلطه او شرافت د هغه کسانو پورې تړلى او مربوط دى چاچى په يوه ټوټه ځمکه کې امنيت راوستې دى .
په دې توگه هغه فيوډال پادشاه اومربوط کسان چې ژوند يې ددى ځمکوالو سوري ﻻندې تيريده که هغه بزگران، اهل کسبه او تجاران وو اويا نور څوک د هغه رعيت حسابيده چې په لوړو او ټيټو طبقو ويشل شوي وو. د دوۍ تر منځ استازان او حقوق هم د دوى د رتبې او طبقې په اعتبار وو ټولنه د زينې په څيرپه طبقو يا پاټکو ويشل شوې وه . هر ماتحت د خپل مافوق د غلام او هر مافوق د ما تحت د معبود حيثيت درلود ،ددوى ټولو په سر کې د فيوډال فاميل قرار درلودو ښکته خلک به ددوى غلامان وه د دوى له ظلم نه يې سرونه نه شول پورته کولى اونه يې د خلاصي څوک ؤو . مسيحي کليسا چې د خداى په نوم او دخداى په ژبه خلکو ته خبرې کولى په حقيقت کې ددوى هيڅ خبره د قانون او الهى شريعت سره برابره نه ؤه .کليسا د دوستۍ اوکومک لاس دفيوډاليزم نظام ته ورکړ. په ديني او شرعي دلائلو مسيحت فيوډاليزم تقويه کاوو.
هر څه چه دغې نظام ويل هغه به د کليسا لخوا تائيد کيدل او هرچا چه د کليسا مخالفت کولو په هغه دکفر او الحادټاپه وهل کيده . څرنگه چه په هغه وخت کې کومې ادارې او مرکزي سلطې وجود نه درلودو چه د لارو د امنيت د ساتلو لپاره يې کار کړى واى له همدې وجهې نه خلکو او تجارانو د لرې سفرونوڅخه ځان ژغوره.
اقتصادي حالت په لاندى حالتونو ويشل شوى وو
اول:هغه اقتصادي حالت چى تر کورنۍ ياځمکوالو پورې تړلى وو:
الف:دکورنۍ اقتصادي حالت :پدې مرحله کې کورنۍ يو خاص اقتصادي حالت ځان ته غوره کړى وي ځکه همدې کورنۍ به دخپل ځان لپاره ضروري سامان الات جوړول او مستهلکين او مصرف کونکي به يې هم خپله کورنۍ وه.
په دى دوره کې ښارونو اوسنۍ بڼه نه درلوده او يا موجود نه وو.
دټول پلور او پير مرکز کورنۍ وه اوپه هغه پير کى د کورنۍ افرادډير او قوى شکل يې درلوده ځکه چى دحقيقي افرادو څخه علاوه يې نور افراد هم درلودل لکه غلامان چې دا په اصل کې د کورنۍ افراد نه وؤ مگر تر کورنۍ پورې داسى تړلي وه چې بيليدل يې ناممکن وؤ.
ب: دځمکوالو اقتصادي حالت؛چى دا پورته حالت ته ورته وؤمگر د هغه حالت نه پيشرفته وؤ او دغه نظام په اروپا کى تر يولسمې پيړۍ پورې دوام وکړ.
دوهم:کسبي او حروفي اقتصاد:
چى د فعاليت ساحه يې يواځې ښارونه ؤو، ددې دورې شروع دلسمې پيړۍ نه تر دولسمې پيړۍ پورې وه او دا دوره نسبت دتيرې دورې نه مترقي او پيشرفته ؤه ځکه پدې دوره کې نوي کارگران راپيداشول او داسې الات اوسامانونه يې جوړکړل چه دزراعت حالت پرې ښه شو او دهغه تړلي اقتصاد نه چه د خلکو عقلونه او فکرونه يې هم محدود ساتل شوي وؤکسبي او حرفوى اقتصاد ته ترقي ورکړه.
دريم : دقومونو او ټولنو حرفوي اقتصادي نام:
له دوهمې دورې څخه په دې دوره کې نوره هم ترقي او تطور راغى ځکه چې کله ديو کسب او حرفې خلک زياتېدل ، دوۍ ټولنې وړې کړې او خپل کارونه يې منظم کړل تر څو دخپلو مشترکو مصالحو څخه حمايت او دفاع وکړي ، دغې دورې تر اتلسم قرن پورې دوام وکړ او دغه پير داحتکار پيروو ځکه هر چاته دا اجازه نه وه چې خپل تجارتي او يا ضاعتي کار وکړي تر څو چې دريس درجې ته نه وي رسېدلى . داحتکار دغې مرحلې دوام درلوده تر څو په کال ١٧٧٦ کې تورګوت Turgut دشپاړسم لوي وزير دغه نظام ملغا اعلان کړ مګر دغه دظلم قانون بيا هم پوره ختم نه شو تر څو چې په کال ١٧٩١ په فرانسه کې (شابليه) په نامه قانون پاس شو او هرکس ته يې ازادي ورکړه چې کوم کار کوي اوکوم کار کولى شي هغه بايد وکړي.
صنعتي انقلاب
په اتلسمې پيړۍ کې ماشينونه او سامان اﻻت اختراع شول دغه د رنساس دوهمه دوره ده چې علوم او علمي اکتشافات او اختراعات ټول د صنعت ، تجارت ، زراعت او د مواصلاتو په خدمت کې پرېوتل ،د مصنوعاتو توليد د خامو موادو تهيه کول ،دصنايعو استهلاک او د تجارتى مالونو انتقالول بازارونو ته دومره زيات شول چې هيچا يې تصور نه کولو. بوروژوازه طبقه پدې دوره کې دمقام او حيثيت خاوندان ؤو اوددې انکشافاتو او ترقۍ څخه همدوى استفاده کوله ځکه چې علوم اوادبيات ،صنعت ،تجارت ،او شتمني دا هر څه د دوى تر قدرت ﻻندې ؤو . دوى د خپلې شتمنۍ ،فني مهارتونو او اداري کفايت په واسطه وتوانيدل چې داسې يو نظام دصنعت او تجارت په ساحه کې منځ ته راوړي چې دسرمايه دارۍ نظام باندې ونومول شو . ددې نظام په اساس فابريکې او تجارتي شرکتونه په لويو ښارونو کې تاسيس شول او د اهل حرفوؤ او ډلو زړې دستگاوې له منځه وﻻړې ،د کمې سرمايې خاوندان چې ځان ته يې تجارت کولو او يايې خپله فابريکه درلوده د تجارت ساحه تنگه شوه ښارونو ته ﻻړل .او د لويو فابريکو له خاوندانو سره يې مزدوري شروع کړه په دې ترتيب بورژوازې طبقې د علمي اختراعاتو او نوي تخنيک ټول محصول اوثمره تر ځان پورې مختصره کړه . اوس غواړو چې د سرمايه داري نظام پر اصولو او بنسټونو رڼا وواچوو.
سرمايه داري نظام(Capitalism)
دا نظام ﻻندې اصول او مبادي لري؟
١ . د شخصى ملکيت حق:
دغه حق يواځى هغه اسبابو او لوازمو پورى منحصراو خاص ندى چې انسان ترى شخصى استفاده کوي لکه لباس ،خوراک ،د کور اثاث. او حيوانات چې د سورلۍ لپاره ترې استفاده کيږي بل کې هغه اﻻت، د مصرف او استهلاک نور مختلف النوع شيان لکه ماشين الات ځمکه ،خام مواد او داسى نور چې د نورو خلکو لپاره توليديږي هم په برکې نيسي. د شخص دملکيت دحق په اول قسم (لباس .خوراک، دکورسامان......) کې د اقتصادي نظامونو تر منځ کوم اختلاف وجود نلرى ځکه ټول اقتصادي نظامونه پدې حق اعتراف کوي مگر اختﻻف او شخړه په دوهم قسم کې چې د توليد وسايل او لوازم دي موجود ده چې دفردي ملکيت حق پدې کې شته او کنه ؟ اولين توپير چې سرمايه داري نظام يې پر نورو اقتصادي نظامونولري هغه په فردى ملکيت باندى اعتراف دى چې دغه حق د سرمايه دارى نظام د اساس او بنسټ حيثيت لرى .
٢. د کار او کوشش ازادي .
ټول افراد دا حق لري چې له خپلو وسائلو نه په هره ساحه کې کار واخلي او چې هر قسمه گټه او ضرر راځي هغه تر مربوط شخص پورې تړلى دى نو څرنگه چې ضرر او تاوان قبلوي نو دگټې او فائدې په اخېستلو کې هم تر کوم قيد ﻻندې نه دى څومره گټه چې کولى شي هغه بايد وکړي ځکه هغه پوره او کامله ازادي لري . په کوم قيمت يې چې خوښه وي خرڅولى يې شي ،څومره مزدوران يې چې په څومره معاش چې راضى کړل کوم مانع ورته نشته ،هره ﻻيحه چې پر خر څوونکى ، اخېستونکي، کارگر ، کار فرما، خادم او مخدوم عملې کيږى د سرمايه دار له خوا جوړيږي اودهغه چې څرنگه خوښه وى همغه شکل به کيږى .
٣. په کار کې د شخصې گټې انگيزه
د سرمايه داري نظام په اصولو کې يو بل اصل د موادو په توليد او استهلاک دضايعو په ترقى او پر مختگ کې د افرادو تر منځ د شخصى نفعې او گټى د صفت روزل دي چې دا د انسان فطري صفت دى چې انسان په همدې صفت پيداشوى دى چې د کار انگيزه او کوشش کول تر څو گټه ﻻس ته راوړى د سرمايه داري نظام مدافعين وائى چې په دنيا کې ددى انگيزى نه چې انسان کار ته واداره کړه بله انگيزه نشته ، څومره چې د شخصي گټى ميدان تنگ وي په همغه اندازه د افرادو قوت او همت د توليداتو او ضايعو اندازه او سطح په خپله لوړيږى او دمصرف او استهلاک دايره هم پراخيږي بنا پر دى شخصي منفعت او گټه يواځينۍ انگيزه ده چې اجتماعي مصلحت د افرادو له ﻻرې تامينږى او له دې پرته بله ﻻر ورته نشته .
٤. د افرادو تر منځ رقابت !
د سرمايه داري نظام طرفدارن وايې چې رقابت (Competition) يواځينى مانع دى چې د افرادو خو د غر ضي او حد نه ډيره گټه په ازاد اقتصاد کې دسر حدنه تجاوز ته نه پريږدي، او دا هغه وسيله ده چې د توازن او اعتدال ساتنه کوي . دا يو ه طبعي پديده ده که په بازار کې يو تعداد خلک يو قسم سامان اﻻت توليدکړي اود دى جنس خريداران هم زيات وي پدې صورت کې د همدې رقابت په سبب چې د تجارانو منځ کې دى ددې جنس قيمت به مناسب او معقول وي او دخلکو نفع او گټه دمعقول حد نه تجاوز نه کوى همدارنگه په عادى حاﻻتو کې ددى جنس قيمت هم ډير نه ارزانه کيږي بله دا چې د کار گرانو تنخوا او اجوره هم په خپل اندازه پاتى کيږى له هر قسم افراط او تفريط مخ په دى شکل نيول کيږي شرط دادى چې رقابت عمومې او ازاد وي او په هيڅ قسم احتکار باندى مقيد نه وي .
٥. د کارگر اوسرمايه دار د حقوقوترمنځ فرق:
په سرمايه داري نظام کې په تجارت او صنعتى موسساتو کې خلک په دوه ډوله دي:
الف: سرمايه دار يا د موسسې مشر اوريس چې موسسه د هغه دسرمايې نه جوړه شوي وي او اداري اموريې تر هغه پورې اړه ولري او دموسسې ټول صنعتي او تجارتي تکاليف تر هغه پورى اړه ولري همدارنگه نفع او ضرر چې موسسې ته پيښيږي مستقيماً همده ته متوجه کيږي .
(ب) کار گران يا مستخدمين : دا هغه ډله ده که دموسسې فائده او ضرر کم يا زيات وي پدوى پورې هيڅ تعلق نه نيسي ، د دوى وظيفه دا ده چې خپله بشري قوه د تجارت او صنعت په ﻻره کې مصرف کړي ، اوددې په مقابل کې معينه اجوره او تنخوا واخلي د موسسې او فابريکې په غم کې ندى، که هغه تاوان کوي يا گټه ،خو کارگر ،خپله تنخوا اخلي او بس ،کله نا کله سرمايه داري د افلاس سره مخ کيږي او فابريکه يې په ټپه ودريږي نو کار گر او مستخدم په حالت کې دومره تغير راځى چې دا فابريکه پريږدى او په يوه بله فابريکه کې کار شروع کوى دلته يو اساسى مشکل چې منځ ته راځى هغه دادى چې دسرمايه دارکوشش داوي چې عايد دې زيات او مصرف ئي کم وي همدارنگه کار گر هم کوشش کوي چې د ژوند سطحه يې لوړه شي، دى هم پدې هڅه او هاند کې دى چې تنخوا او اجوره يې زياته شي چې د دواړو تر منځ يو تضاد او تناقص راځى بيا وايي چې د طرفينو په موافقه او حاﻻتو په نظر کې نيولو سر ه دا مشکل هم حل کيږى لکه دا وضع د دنيا په ټولو کارونو کې ليدل کيږى .
٦. په ترقۍ او انکشاف کې په طبعى عواملو اعتماد:
دسرمايه داري نظام مدافعين وائى چې کله چې ټوله گټه په تجارتي کارونوکې تر توليد پورى تړلى ده او مقابل کې مصرف بايد کم وي د تاجر شخصي مصلخت دا مجبوره وي چې ددې وضعې دا دامې لپار نوې او بهترينې علمي طريقې په کار واچوي او د خپلو ماشينونو او نورو اﻻتو ښه مراقبت اوڅارنه وکړي تر څو له کاره ونه لويږى او خام مواد بايد په ارزانه قيمت راونيسي او په ډيره اندازه له ځان سره زخيره کړي . تاجر هميشه د خپل تجارت او ترقى په اړه فکر کوى پدى ترتيب د تاجر ارزو د طبيعت د غوښتنو سره او د ازاد اقتصاد خصوصيت سره بى له خارجى مداخلى او بې له کوم چل او فريب پوره کيږى دطبيعت قانون هم دا غواړي چې بشرى قوه د افرادو او ډلو استعداد ونه دي چې په انفرادي شکل کار کوي ، ټولنې دترقۍ او رفاه لپاره اتسخدام شى او دا د اجتماعى سويى د پورته کولو لپار ښه طريقه د ه.
٧. د دولت نه مداخله :
د سرمايه داري نظام طرفداران وايي چې دپورتنيو اصولو په تطبيق سر ه به اجتماعي ترقي هلته ډيره بهتر ه او ښه شي چې کله افراد په خپل کار کې پوره ازادي ولري او جزيي فشار هم پر هغوى نه وي کله چې افرادو ته داسې زمينه مساعده شي نو د افرادو دژوند سطحه لوړيږي او چې د دوۍ د ژوند سطحه لوړه شوه نو ټولنه خپله مترقي او د ژونديې سطحه لوړيږى .
ددى نظام پيروان وائى چې حکومت بايد د (ريپرى ) وظيفه اجرا کړي او داسى يو محيط جوړ کړى چې د فرد ازادى په ښه شکل تامئن شى د امنيت ،ادارى نظم او د ملکيت حقوق يې حفظ شى همدارنگه د خارجې حملو او خطراتو څخه يې په امان کې کړىد دولت د واجباتو نه دادي چې د عدالت تامين وکړى او داد دولت وظيفه نده چې تاجر ، صنعت کار او يا د ځمکى خاوند وى بلکى پريږدى چې تجاران صنعت کاران او د ځمکى خاوندان د خپل خوهش او رغبت سره سم خپل کار ته ادامه ورکړى.
د پانګه وال نظام نيمګړتياوى
په تيره ګنه کې مو د کپيټاليزم په اصولو او مباديو څه رڼا واچوله . اوس غواړو چي د دې نظام نيمګړتياوې په ګوته کړو.
حقيقت دا دى چي د کپيټاليزم په اصولو کې کوم نوى او تازه شى وجود نلري . همغه د فيوډاليزم اصولو نه يې الفاظ او څه افراد بدل کړل او د سرمايه دارۍ نظام نوم ئې ورته کيښود کوم نوي شي چې په نظر راځې هغه عبارت له هغه يو جانبه شدت څخه دي چي بورژوازي طبقه ئي د دي اصولو تطبيقول غواړي چي ځنې د دغه اصولو څخه د صنعتي انقلاب په دوران کې ځان ته انتخاب کړي وًو ويى نشو کولاي چي دغه نظام په طبيعي اصولوباندي استوار کړي بلکې يو تعداد غلط اصول ئي د ي سره خلط او ګډ کړل او يو سلسله اصول چي ډير اهميت او ارزش ئي درلودو د هغونه ئي سترګي پټي کړي او ناديده يې ونيول او ډير داسي اصول هم وو چي دوي پيشنهاد کړي وو ولي د خپلې خود غرضۍ او امتياز طلبي لپاره ئي ناديده ونيول او په آخر کې ئي خپله له منځه يوړه .
سره د دي هم که پانګه وال نظام د خپل بنسټيزو اصولو خبره تريوي کچې صحيح کړي ده چي د اقتصادي مسائلو د حل لپاره ذاتي ګټومحرک ( خوځونکي ) او بازاري ځواکونو ( عرضه ((رسول )) تقاضا د غښتنه ) ته اړتيا شته ځکه چي هغه د انساني فطرت يوه غوښتنه ده خو غلطي يي دا ده چي دي نظام هر چاته د زياتي ګټي د لاسته راوړلو لپاره لار دومره آزاده پريښوده چي د حلالو او حرامو توپير او فرق خو څه کوي چي اجتماعي او ټولنيزو
ګټو ته ئي هم پام و نه کړ . د زياتي ګټي د لاسته راوړلو لپاره به ئي په داسي لارو تګ هم روا کړ چي په نتيجه کې يو پانګه وال دا هم کولاي شي چي ټول بازار په خپله ولکه کې واخلې داسي چې بازار ته د يو توکې واردول تر يو شخص او ياهم تر يوي ډلې پوري ځانګړي کړاي شي چي له هغوي پرته دغه توکې بل څوک بازارته وارد نه کړي شي او بله بده پايله ئي دا ده چي عام وګړي به دي ته اړ وي څو د اړتيا وړ توکې له همدي ټيکه لرونکي څخه د هغوي په ټاکل شوي نرخ واخلې ځکه چي دغه تو کې بل څوک بازار ته نشي عرضه کولې . او نورې ډيرې نا خوالې دي چي د پانګه والې نظام د اصولو په شننه او تجزيه کې به پري خبره وکړو .
١ ) دشخصي ملکيت حق
په پانګه وال نظام کې چې فرد ته کومه آزادي ورکړ شوي ده هغه دا ده چې د زياتو ګټو لاس ته راوړل دي او دغه راوړنه کې به د حلالو او حرامو تر منځ توپير نه کوي . هرهغه شي او کار چې پانګه وال ته ګټه وي هغه روا او حلال دي اګر که هغه حرام او بي ايمانې هم وي په همدي ارتباط د غربې اقتصادياتو پلار (( ادم سمت )) وائي تر څو چې په اقتصاد کې حلال او حرام موجودوي اقتصاد په ريښتيني ډول وده نشې کولې .همدارنګه په ټولنه کې ډيري اخلاقي (( نيمګړتياوي )) را منځ ته کوي ځکه چې ډير وګړي به په ټولنه کې د زياتو ګټو د لاسته راوړلو لپاره داسي وسايل برابروي چې د ټولنې د وګړو ناپاکه غوښتني پري راوپاروي او په ټولنه کې به دغه کار د اخلاقي ناورين او ناسور لامل وګرځې لکه (( لاردکينز)) چې وائي: اخلاق او طبيعي قوانين په دنيا باندي هغه اندازه حاکميت نلري چې د افرادو شخصي مصلحت او د ټولنيز مصلحت تر منځ توافق راولې . همدارنګه زياتوي که چا د ازاد اقتصاد اصولو نه دا فهم اخيستى وي چې امتياز غوښتنه او روشنفکري ، ټولنه کاميابۍ او خوشبختۍ ته وړي دغه فهم او استنباط درست او صحيح ندي او همدارنګه داهم صحيح ندي چه مونږ امتياز طلبي او شخصي ګټې له روشنفکرې سره يو ځاي کړو او يا ووايو چې دا صفت هميشه له منورينو سره لا زم دى ځکه چې زيات کسان ګورو چې د خپل شخصي مصلحت لپاره د هرقسم جهالت او بي احساسۍ نه کار اخلي ، خو خپل منفعت او ګټه لاس ته راوړي ، اګر چې دوي خپلو اقوالو او ويناوو کې وائي ! چې مونږ کوم کار د هميشه لپاره کوو هغه د ټولنې د مصلحت لپاره کوو او د هغوي په خير تماميږي .((لارد)) وائي ! دغه اقوال او ويناوې عقل نه منې او د بورژوازه پاټکې د کردار او اعمال هم پدي شاهدي ورکوي چې دغه امتياز طلبي له صحيح فهم او درک څخه لرې ده ځکه د دوي ټول موافقات او مجالس د مستهلکينو او کارګرانو په ضد وي ، پدي مجالسو کې د دوي پټ تدابير دا وي چې د صنعتي انقلاب منافع او ګټې بايد مونږ پوري مربوطې وي .
په همدي ارتباط ( Adam smith ) سميت وائي !
ډير کم داسي مجالس ليدل کيږي چي تجاران ، اهل کسبه او د صنعت خاوندان يې کوي چه هغه د عامه ګټو او منافعو په ضد نه وي او يا داسي فيصله پکې ونشي چې د اجناسو او مصنوعاتو نرخ بايد پورته شې ،سميت وائي ! چه په هر مناسبت مجلس کوي د دغي جرائمو او جناياتو نه خالي نه وي ،د شخصي ملکيت د آزادۍ ترعنوان لاندې خپله سرمايه داران د ټولو حقوقونه برخور دار دي او کوم قيود او حدود ورباندي نشته پدي کې دومره مبالغه شوې چې د دغې آزادۍ په نامه ميلونونو انسانانو ته ضرر رسيږي ، په اخر کې وائي چې کوم معقول دليل موجود دى چې د ي سرمايه دارانو ته يو قانون جوړ کړي ، پولې او سرحدونه ورته وټاکي ترڅوپه همغه محدوده کې تجارت وکړي او د هغه قانون په مراعاتو لو سره ټولني ته ضرر و نه رسيږي نن چه په لويديځو ټولنو کې د بى حيايۍ اوبى سترۍ کوم طوفان راالوتى دى ، دا د زياتى ګټى لاسته راوړلو په خاطر وي په ټولنه کې لوڅ عکسونه او فلمونه خپرول د ذاتي ګټي لاس ته راوړني لپاره دي او ښځي د همدي ځواک تر چتر لاندي د خپل بدن يو يو اندام پلوري، اوس يو نوي خپور شوي راپور داراښايئ چې په بازارکې تر ټولو زياته ګټه هغه پي مخي او ښايسته انجونې (ماډل ګرل) لاسته راوړي کومې چې خپل عکسونه صنعت چلونکو ته ورکوي څو ئې هغوي په مصنوعاتو چاپ کړي. د پانګه والو د سوداګرۍ د ودې په خاطر د تلويزيون په پرده اعلانونه کول او له دي لارې دوي غټي پيسي او مزدوري لاس ته راوړي ، دغه ډول انجونى او س د امريکايانو په هغو وګړوکې شميرل کيږي کوم چې تر ټولو زياته ګټه لاس ته راوړي. پدي په لکونو ډالر مصرف کيږي ، بيا دغه لګښت د استخراج په مصارفو ور اچول کيږي او د عامو خلکو له جيبه يې بيرته اخلي او په دي توګه نه يوازي ټول ولس په اخلاقي ناورين اخته کوي بلکي ددغو اخلاقي بدبختيو او خرابيو بيه هم هغوي پريکوي .
دوهم اصل: په کاروبارکې د ازاد ۍ حق!
د پانګه وال نظام بل اصل دادى چي فرد په خپل کارو بار او تجارت کې مطلق ازاد دى کوم قانون او حدودنشته چې د فرد د ازادۍ مخه ونيسي په هره لار چې يې خوښه شي بايد ګټه لاس ته راوړي ددې ازادۍ ډير بد صورت او حالت ربا او سود ته اجازه ورکول دي چې د پانګه وال نظام د ملاتير حيثيت لري.
دسود کاروبار کول له الله ج سره د جنګ اعلان کول دي . همدارنګه د سود په ارتباط ابن ماجه او بيهقي رح روايت کوي چې پيغمبر ص فرمايلي ( الربا سبعون جزا ايسرها ان ينکح الرجل امه) .
ژباړه: سود اويا څانګې او شعبي دي د ګناه په لحاظ اسانه او کمه څانګه ئې داسي ده لکه سړي چې خپلې مور سره نکاح وکړي )
بل روايت کې راځي لکه سړي چې خپلې مور سره حرم کې زنا وکړي) سود په اسلام کې مطلق حرام دي او جواز کومه لار نلري ځکه چې حرمت يې په قطعي نص ثابت دي او نن چه مونږ ګورو په پانګه وال نظام کې سود د سرمايې د زياتوالي او د طبقاتو د تشکيل لپاره مهمه وسيله ده نو اضرار او تاوانونه ئې ټولنې لپاره ډير زيات دي د مثال په توګه يو څوک د شخص يا بانک نه قرض سره د وسوده اخلي ، دغه شوي قرض څلور حالته لري:
لمړى:په دغه قرض باندي د اشخص کاروبار کوي پدي کارو بار کې به دا تاوان کوي .
دوهم: حالت ئې داد ي چې نه به تاوان کوي او نه ګټه .
دريم: صورت ئې دادي چې دومره گټه به وکړي چې ايله هغه سود پري خلاص کړي .
څلورم: حالت ئې دادي چې ډيره ګټه وکړي چي هم سود پري خلاص کړي او هم ده ته څه پاتي شي:
په لمړي صورت کې علاوه پردي چې تاوان يې کړى زحمت ئي هم برباد شوي دي بايد د سود روپۍ د بل ځاي نه پيداکي او سود خور ته يې ورکړي، په دوهم حالت کې دومره دي چې تاوان يې ندي کړې مګر سود ورباندي پاتې دي او د بل ځاي څخه ئې سود خور ته پيداکوي او داهم د تاوان په صورتونو کې شميرل کيږي ،دريم صورت کي يى زحمت ګاللي او ګټه ټوله د بل جيب ته لاړه او ده ته هيڅ پاتې نشول بيا ئې هم تاوان کړي فقط په څلورم صورت کې دي ګټه کوي چي دومره ګټه وکړي سود هم ورکړي او ده ته په جيب کې هم څه پاتې شي چې په څلور حالتونو کې دغه څلورم حالت يې د ګټې دي او دري حالتونه يې د تاوان دي او داسلام په منطق کي هر هغه معامله چې دري خوا ئې تاوان او يوه خوائې ګټه وي د منلو وړ نده نو اسلام د سود پرځاي د مضاربت او شرکت قانون وړاندې کړي دي.
ددي نظام بله وسيله احتکاردي : چي اسلام احتکار په کلي توګه حرام او منعه کړي دي او په احاديثو کي په محتکر باندي لعنت ويل شوي دي ، اسلامي فقه حکومت ته دا واک ورکوي که چيري د يو شي په بازار کې ډيره اړتيا احساس شي او نه پيداکيږ يا که پيدا کيږي ډير کم وي نو طبعاً به بيا په ډير قيمت سره پيدا کيږي ، ځکه چي دغه مال به يو ياڅو تنو محتکرينو په شخصي ګودامونو کې ذخيره او پټ ساتلي وي تر څو چي نرخ ئې پورته ولاړي شي او بيا يې چې په څو زړه وي په همغه قيمت ئې په بازار کې وپلوري ، پداسي حالت کې بايد حکومت محتکرين مجبور کړي چي هغه بازار ته عرضه کړي او په مناسب قيمت چي حکومت ورته په ټاکلې وي وپلوري تر څو ټولنه د تکليف او زور نه خلاصه شي.
دريم اصل : د حکومت نه مداخله ( د حکومت د نه لاسي وهنې کړنلاره )
د حکومت مداخله نه کول د پانګوال نظام يو بل اصل دي چې د متشبثينو او تجارانو په کاروبار کې حکومت مداخله نه کوي ، هلته چې سود ، احتکار (د لوړ نرخ له پاره ساتل) ،قمار ... او نور موجود وي او حکومت هم يوازي د ريفري حيثيت ولري، د بوروژوازي طبقي خپلمنځي ناستې د عامو وګړو د استثمار له پاره وي او حکومت ئې پروړاندې لاس ترزنې ناست وي . څه فکر کوۍ چې پايلې به يې څه وي ؟ يا په ټولنه کې به تيتوالي، ګډوډي او بي نظمي رامنځ ته نه شي؟ او ايا پانګوال به دسيمې دوهم واکمن نه وي ؟
دغه اصل لاتراوسه دوى په بشپړډول نه دى پلى کړى او په يوه نه يوه بڼه حکومت مداخله کوي ترې چې اقتصاديې په دوو برخو ويشلى چې يوه يې د ليبرال او بلل يې دملي اقتصادپه نوم نومولى . دليبرال اقتصاد پيروان د جکومت په نه مداخلى باندې ټينگار کوي او وايي چې حکومت دې دناظر کردار اداکړې او دملي اقتصاد دنظريې خاوندان بيا دحکومت مداخله گټور بولي او وايې جې حکومت بايد يو څخه مداخله ولري دا يو بيل بحث دى چې دلته يې څيړنې ته اړتيا نه ليدل کيږي. د پانگه وال فکر فيلسوف فرانسواکيسنانې وايې : په کارده چې افراد په کار او عمل کې پوره ازادوي تر څو خپلې شخصي ګټې ترلاسه کړى هغوى بايد پر يښودل شي چې څه کوي ، څنگۀ يې نقلوې او څنگۀ مال ګټي او بايد وکولى شي په خپل مال کې له خپلې خوښې سر ه سم تصرف وکړي دولت ته په هيڅ صورت روانه ده چى د هغوى دفعاليتونو دلاري خنډشى.
د پانگه وال نظام ځينى ځانگړتياوې چې ددې نظام بنسټ جوړوي دا دي.
١- په پانگه والۍ کې د زمکې،شتمنۍ او ثروت ټولې سرچينې د افرادوپه لاس کې وې.
٢- په ټوله نړۍ کې دتجارت او کاروبار له پاره ډول ډول لارې پيداکوى تر څو په نورو حکومتونو او موسسو دپانگه والو هيوادونو او موسسوسياسي او مالي اغيزپيداکړي
په پاى کې پانگوالي يعنې څه؟
استاد احمد الشبيستانې وايي زما په نظر خو پانگه والي د وحشت په ډيرو ټيټو درو کې دبشري غريزې دادارې، تنظيم او لارښوونې له پاره دمنفي بشري عقل له خوا جوړه شوې لاره ده همدالامل دى چې زه پانگوالي هغه حيوانيت بولم کوم چې عقل يې تنظيموي ځکه پانگوالي يوه داسې تمه او حرص دى چې يواځې خپل هدف او د هدف په لور تللې لارې پيژني او د بخل يوه تنگۀ او کوچنۍ کړۍ ده په لنډه توگه پانگوالي هغه درجى دي چې په انسان کې حيواني عقل ور رسيدلى دى .
په پانگه وال نظام کې هغه کوچني فضيليتونه هم له مينځه ځي او ورکيږى کوم چې طبقاني ټولنه يې پيژني لکه غيرت ، زړورتوب، ځواني…له همدې امله په انسان کې دننه دانساني او حيواني عقل ترمينځ اخ وډب خپل وروستي حدته رسيږي په دى توګه ټولنه د شکل او محتوى دواړ له مخې دهغه ځنگل په شان شې چې ژوند پکې يواځې اقتصادي زورور کولى شي او که څوک دا زور نه لري نو ژوند يې هم گران دى يواځنى فضيليت او ارزښت چې پانگوالي يې پيژني هغه گټه ده که له هرې لارې تر لاسه کيږي خو چې گټه وي. داهم بايد ووايو چې دانظام نه يوازې د کمزورو ملتونو په وينو خړوبيږي بلکه هلته دسياست په ډگرکې د ځينو پانگوالو وينې هم زبېښل کيږي داسۍ چې واړه پانگوال د غټو پانگوالو په واسطه خوړل کيږي.
دپانگه والۍ په هکله اسلام څه وايي؟
پانگه وال نظام له اسلام سره په ډيرڅه کې مخالفت لري چې ځينې يې دا دي:
١- اسلام پانگه وال نظام رد وي ځکه دايو وضعي او دبشر په لاس جوړ شوى نظام دى اسلام هيڅ وضعي نظام نه مني ځکه چې اسلام د قانون جوړولو واک او اختيار يواځې الله (ج) ته ورکړى او بل چاته ددې اجازه نه ورکوي چې د بشريت له پاره کوم نظام جوړ کړي. تر محمدي شريعت نه پرته بل شريعت او قانون اسلام ته دمنلو وړنه دى الله (ج) فرمايي ((ان الدين عند الله الاسلام يعنې:د الله(ج) په وړاندې منل شوى دين اسلام دى اوبس))
((ومن يبتغ غير الاسلام ديناً فلن يقبل منه وهوفى الا خرة من الخاسرين-))
٢- پانگه وال نظام دمال او ثروت، گټى او شتمنۍ، قدرت او نفوذ حق يوازې يوې خاصې ډلې ته سپاري او وايي چې مال هم د دوى او قدرت هم د دوى دى. نو څرگنده ده چې له دې نه به څومره ظالمانه طبقاتي نظام جوړيږي. دنن نړۍ وگورئ چې څنګه شتمني بالاخره د يو څو کسانو لاسوته ورتلو نکې ده د دوه زره او شپږ کال د جون دمياشتى يو څيړنليک په نړۍ کې د داسې کسانو شمېر جې شتمني يې کروړونو امريکايي ډالروته رسيږي ، اوه اتيالکه ښودلى او تير کال پينځه لکه نور هم دې معيار ته رسيدلي له دې اوه اتيا لکو څخه شپږويشت لکه اويازره امريکايان ،اوولکه اوو شپېته زره جرمنيان، څلورلکه اته څلويښت زره بريتانويان، درې لکه شل زره چينايان، يولک نهه زره برازيليان، يولک درې زره روسان، يولک شپږڅلويښت زره استراليايان، دوه لکه ديرش زره کاناډايان او درې اتيازره هندوستانيان دي.
خبره په دې ځاى پاى ته نه رسيږي بلکه د پانگې ډېره برخه په پاى کې يوازې يوڅو لاسونو ته ورځي د فاربس ميگيزين ديو بل څيړنليک له مخې دهغو کسانو شمېر چې په ميلياردونو ډالر لري په ٢٠٠٥م کال کې يوسل څلور تازه نومونه ورزيات شوي چې اوسنى شمېر يې شپږ سوه يونوي ته رسيږي يو خوانه دې شمېر ته وگورئ او بل خوا دنړۍ پنځوس زره لکه (پنځه مليارده) اوسېدونکو ته او بيا پرېکړه وکړئ چې آياپانگوال نظام به په پاى کې دنړۍ دغوڅ اکثريت د بېوزلۍ او يواځې د گواتو په شمار کسانو دشتمنۍ لامل ونه گرځي؟ اويا هغوى به بيا انسانانو ته دازاد انسان په ستر گه وگوري او که دمريو په توگه؟ داپه داسې حال کې ده چې همدانن په وروسته پاتې نړۍ کې څه چې په پرمختللې نړۍ (امريکا) کې د ټيټې طبقې کار گرانو خپله ازادي پانگه والوته ډالۍ کړې او لکه جان کولمن امريکايي څيړونکې چې وايي حتى په امريکايي ټولنه کې اوس د منيځنۍ طبقې کارگران هم خپل اهميت له لاسه ورکوي.
خو اسلام داټول سر تر بېخه ردوي ځکه چې هلته دفردي ملکيت له پاره هم حدو داوشروط شته په دې سپيڅلي دين کې دهر چاحق ټاکل شوى يوه طبقه له بلې نه پورته او ارزښتناکه نه بلل کيږي. همداراز اسلام دمال دويش له پاره له ټولونه غوره لاره ټاکلې ده او دا نه مني چې پيسې يوازې د فلاني له جېب سره ښايي او بس – الله فرمايي (( ماافاء الله على رسوله من اهل القرى فلله وللرسول ولذى القربى واليتامى والمساکين وابن السبيل کى لايکون دولة بين الا غنياء منکم = الله چې هر څه ددغو کليو له خلکو نه دخپل پېغمبر خواته وگرځول هغه د الله او رسول او خپلوانو او يتميانو او مسکينانو او مسافرو له پاره دي تر څو چې هغه يوازې ستاسي دبډايانو تر مينځ گردش کوونکى نه وي))
٣-دانظام احتکار (لوړ نرخ ته داړينو توکو ساتنه ) روابولي، پانگوالوته بشپړه ازادي ده چې څه غواړي هغه کولاى شى او دا ددې لامل گرځې چې په هر زړه کې د ځانپالنې لمبې بلې شي او هر څوک د ځان گټې دټولنې له گټو نه پورته وگڼي خو اسلام د اکارونه په څرگندو ټکو کې رد کړي – اسلامي قاعده داسې ده چې [ لاضرر ولاضرار] نه د ځان تاوان او نه دنورو اسلام د دې اجازه نه ورکوي چې ټولنيزې گټې دې له شخصې گټو قربان شي او نه هم دا حتکار اجازه ورکوى.
هو! اسلام دشخصي گټو دساتنې اجازه ورکوي خو د دې حق هيچاته هم نه ورکوي چې د نورو په حقونو تېرى وکړي يا يې غصب کړي بلکه اسلام دشخص او ټولنيزو گټو تر مينځ د توازن ساتلو پلوي دى.
٤- پانگه وال نظام سود ( چې اوسنيو ټولوبشري ستونزو سر چينه او لامل دي) روابولي. سود د پانگه والۍ دملا دتير بڼه لري خو اسلام سود په قطعي ډول ناروا بولي.
٥- پانگه وال نظام انسان محض مادي موجود شمېري په دې نه دى قايل چې انسان روحي، فکري، اخلاقي او معنوي هدفونه لري بلکه هغه ته سل په سلو کې دمادي مخلوق په سترگه گوري- او دا ورته بې ارزښته ده چې ټولنه يې د روحي، معنوي او خلاقي پر مختگ په کوم پوړکې قرار لري- د انسان په همدې تفسير سره پانگه والي دنورو مادي مذهبونو په کتار کې دريږي او لکه چې نور مادي مذهبونه د اسلام له نظره مردود دي پانگوال نظام هم يو مردود او رټل شوى نظام دى.
نشنليزم Nationalism
نشنليزم د (Nation) کلمى څخه اخستل شوي معنائى ملت ده او (Nation) کلمه د (Natio) لا تيني کلمې څخه چه د ( ناسيو ) او نينوس دى چې معنائى د زيږيدو ځاى دى د ملت Nation کلمه په منځنيو پيړيو کې يا مخکې له دي څخه په هغه ډله خلکو باندي اطلاق کيده چې د يونسل څخه به وو او يا به ديو ځاى اوسيدونکي وو .
(روژه ګارودى) فرانسوى چه مسلمان ليکوال دى هغه وائى ! چې ناسيون په منځنيو پيړيو کې د ملت په لغوى معنا باندى وو او هغه ډله خلکو باندى اطلاق کيده چې ديو نسل څخه به وو لکه د پاريس په پوهنتون کې په (١٣) پيړۍ کې محصلين په مختلفو ډلو د ناسيون پنوم تقسيم يدل چه هغه وخت کې د پوهنتون محصلين په څلورو ډلو فرانسويان ، نورمانديان ، پيکاريان او انګلسيان چې بيا وروسته آلمانيان هم پکې زيات شول و ويشل شوو . نوراځودى ته چې په نولسمه پيړى کې چې د ناسيون نه کوم مفهوم او معنا واخستل شوه تردي پخوائى هيڅ وجود نه درلود.
د قرون وسطى نه مخکې نشنليزم د يو فکرى او اجتماعى مکتب په عنوان نه و موجود مګر وروسته د (Nation) کلمه د يو نوى مفهوم او معنا لپاره استعمال شوه چې د نشنليزم پنوم ئى يو نوى فکرى مکتب منځ ته راوړو چې کولاى شو د فرانسى انقلاب د نشنليزم د يو فکرى مکتب په حيث عنوان کړو .
اوس به راشو دى ته چې د ناسوناليزم په هکله پوهانو علماوڅه ويلى دى او څه ډول ئى تعريف کړى دى نو پوهانو او علماوً د نشنليزم مختلف تعريفونه کړي چې ځينى ئى دا دى :
( کارلتون هيس ) وائى ! ملت يوه مستقله سياسي ډله ده چې جهان بيني ( نړى ليد) او مشترک فرهنګې ميراث ولرى .
هانس کومن وائى ! په يو ځاى کې د يو ډله خلکو اوسيدل ديو ملت د جوړيدو سبب کيږى د افرادو په يو طبيعى محيط او يو جغرافيايى محدوده کې لويدل د قومې همبستګى د لويو پيوندونو څخه حسابيږى .
(يو بګې) ليکي ملت د افرادو داسى يوه مجموعه ده چې د هغوى د يو ځاى کيدو لامل او سبب خاوره (ځمکه ) ،وينه ، ژبه کلتور او تاريخ دى .
(مالووبارون ) ليکې د ناسيون کلمه په هغه ډله اطلاق کيږي چه په يوه محدوده ځمکه کې ژوند کوى چې مشترکو سياسى اهدافو يوځاى کړى وي .
د امريکا دائرة المعارف د نشنليزم په ارتباط ليکې د نشنليزم د اصلى مفاهيمو څخه وفادارى او تړل تريو واحد ملې محدودى پورى مخکى ددى نه چې ځان دنورو مفاهيمو پورى وتړى .دناسيو ناليزم نورى ځانګړتياوى دادى . دخپل ملت په ﻻس ته راوړنو باندى فخر کول ،دخپل ملت په برجستګى اوپياوړتياعميق اعتقاد کول اوپه نوروملتونويې برترگڼل .
کارلتون هيس ليکى: بنياد دنشنليزم دوه شيان دى :
يوملت اوبل وطن دى اودواړوسره وفادارى اوزړه تړل دى اوبس .
( دژان ژواک روسو) فرانسوى فيلسوف چې دنشنليزم دبنيانګذارانو څخه دى وايى انسانان بايد دخپل زيږيدواولويدو دځاى سره ډيره مينه اومحبت ولرى اوهغه دخپل حرکت اوقربانيو محور اومرکز وګرځوى .
استاد ستانه ګل شيرزاد ليکى : نشنليزم ياملت ستاينه يوپاک ،شريف اولطيف احساس دى چې په ښکاره ډول خپل مسير دهر قسمه تعصباتو(قومى ،ژبنى ،منطقوى اومذهبى) ته تغير ورکوى په ملى سطحه دټول ملت لپاره اوپه بين المللى سطحه دټولوملتونو لپاره دمرفه ژوند ،داوسيدومناسب ځاى ،حيثيت ،مقام اواستقلال غوښتونکى دى استاد محمدعثمان زيارمل وائې :
دخپل ملت اوخپل تاريخ ،جغرافيى ،اقتصاد ،مقدساتواوکلتورونو سره مينه لرل په نامه دنشنليزم ياديږى .
دسياسى اصطلاحات ليکونکى چې دافغانستان ملى مترقى ګوندغړ ى دى وائې :ديوملت دمادى اومعنوى خصوصياتوڅخه دفاع کول دخپل ټاکلى سازمان (ملى دولت ) اوملت سره دوفادارۍ اودخپل وطن ساتنه دنشنليزم څخه عبارت دى .
داټول هغه تعريفونه ؤوچې ددى مکتب پيروانو کړى ؤو اوس غواړو دهغه پوهانواو علماؤتعريفونه وکړو چې ددى مکتب ﻻروى ندى اوهغه دادى :
په قاموس الياس العصرى په نامه انګلسى ،عربى ډکشنرى کى ئې دنشنليزم تعريف داسى کړى دى . -قوميةُ -وطنية -حماس -قومى چې معنى ئې يوقومى اوطنى قومى نهضت دى نونشنليزم اوالقومية ) عربى کلمى ديوبل معادل اومتلافى دى نوالمنجددنشنليزم تعريف داسى کړى دى ((القومية مبداسياسى اجتماعى يفضل معه صاحبه کل مايتعلق بامته على سواء مما يتعلق بغيرها))
ژباړه : قوميت يانشنليزم يواصل يا(( سياسى اجتماعى )) مفکوره ده چې ددى مفکورى خاوندان په خپل ملت او وطن پورى اړونده څيزونه ترنوروملتونو غوره اواوچت بولى .
موﻻناابواﻻعلى مودودى .نشنليزم د قومى خو دخواهۍ او خودپرستۍ دويم نوم بللى او د (ناوړه لعنت ) اصطلاح ئى ورته کاره ولى ده .
استاد عبدالله عزام وايى قوم پرستي : يو سياسى او اجتماعى مکتب دى چې پدي عقيده لرى چې هر څيز خپلې ډلى پورې اختصاص او ځانګړي اوځان ته په نورو برترى ورکوى .
استاد حيدر غلامى (( بررسى نشنليزم از ديدګاهې تاريخې واسلامي )) کتاب مولف وائى (نشنليزم ) په نورو قومونو باندى د خپل قوم دذاتې ، قومي او نژادى برترۍ او لوړتيا ادعا کول او دنورو څيزونو څخه د خپل وطن او ملت سره د وفادارى او تړاو عميق احساس کول دى . او پدي لاره کې هرکار کولو ته حاضروى که هغه باطل يا حق وى ځکه چې قوم ته پکې ښيګنه وى که هغه خيانت دروغ او بې ايمانې هم وي هغه حق دى .
د پيدايښت تاريخ ئي :
نشنليزم ديوفکرى مکتب په حيث په اروپاکى منځ ته راغى اواوله زانګوئې دفرانسى ټاټوبى ؤو چې دفرانسى دصنعتى انقلاب چې په (١٧٨٩) ميلادى کال کې وشوددى تاريخ څخه وروسته من حيث فکر پيداشو اودناپيليون بوناپاټ په دوره کې په ډيرى تيزۍ سره پرمخ وﻻړ .همدارنګه په ايټالياکې چې کوم درى قائدين چې مازينى ، ګاريبالدى اوجيوبرتى داهغه خلک ؤو چې دخپل ملت فکرونه ئې دپاپ اوقيصر په خلاف راوپارول اوغوښتل ئې چې ايټاليابه دنشنليزم په اصولو يووالى ته ورسيږى .
اوکله چې (کاور) په ايټالياکې صدراعظم شو ولسى اومشرانوجرګى ئې جوړى کړى اوفردى ازادۍ ته په احترام قايل شو په دينى مسايلوکې دکاتوليکانو سياسى اغيزى ئې دخپلووطنوالودپلانونوسره موافقى نه ليدلى نوځکه يى کلسياله حکومت نه جلاکړه اودهغى نظريې سره سم بايد(ازاده کلسياپه ازادهيواد کې ) وى اوکاور،دناپيليون دخارجى سياست نه استفاده وکړه دهغه سياست داؤ ديوى ژبى اوديوه نژادملتونه چې دسياست له توګه په بيلوبيلو برخو ويشل شوى وى بايد ديوځانګړى هيوادپه توګه سره راټول شى همدارنګه په المان کې دديرشونه زيات هيوادونه موجودؤو نوپه (١٨٤٨) ميلادى کال په جرمنى کې يو راز دملى وحدت روحيه موجوده شوه چې هغې ته ئې دجرمنى کنفدريشن ويل کيده اودغه روحيه دنشنليزم روحيه ؤ چې بياهيټلر ډيره قوى کړه چې ددوهمى لوى جګړى اساسى لوبغاړ ى ؤوه .
په ټوله اروپاکې دغه روحيه راوﻻړه شوه اوديوخاص هدف اومقصد لپاره ؤوچې دپاپ اوقيصر نړيوال ظلم اواستبداد څخه ځانونه خلاص کړى اودهغوى مطلب په هغه وخت کې يوازى همدومره ؤو چې مختلف قومونه بايد دخپلوسياسى اواجتماعى مصالحو دهر ډول واک اواختيار خاوندان وى اونه ئې غوښتل چې دکوم نړيوال روحانى او سياسى ځواک په ﻻس پرى دنورو په خوښه لوبى وشى ،تردى حده پورى داروپادخلکو مجبورى ؤ اودغه بغاوت يو معصومانه بغاوت ؤو چې دظلم اواستبداد په خلاف ئې وکړ مګر تردى سرحده ورسيدوچې خپله همدغه خلک چې دظلم نه ځانونه خلاصول خپله ظالمان شول اود خلکو په حقوقو باندى ئې خيټه اچول شروع کړه اودهمدى خلکو نه ځناور جوړ شول اودضعيفه ملتونو حقوق ئې ترپښوﻻندى کول .
اسلامى نړۍ ته دنشنليزم راتګ :
نشنليزم ديوفکرى مکتب په حيث په اروپاکې راپيداشو او هلته ځوان اوخپل روح ته ورسيدو .
اسلامى نړۍ ته هغه وخت دغه مفکوره راانتقال شوه چې يهود وتوانيدل چې د عثمانې خلافت په وجود کې په فلسطين کې ځان ته امتيازات حاصل کړي پيښه څه داسې وه چې د يهودو د ماسونيز م د تنظيم يو مخوراو بډاى مشر(قره صو) سلطان عبدالحميد ته ورغې او په صراحت ئې ورته وويل زه د ماسونې استاذى يم چې ستاسى عالې حضور ته را استول شوى يم او پنځه مليونه طلائې ليرى مو ستاسى شخصى خزانې ته راوړى اوسل مليونه طلائې ليرى مو ستاسو بيت المال ته د بلاسوده پور په توګه درته راوړي پدي شرط چې مونږ ته په فلسطين کې امتيازات راکړى . سلطان عبدالحميد د دى خبرو اوريدو سره په قهر شو او ورته ئې وويل رانه ووزه اى سپکه او ذليله :
(قره صو ) د سلطان د دبار نه په ذلت او نااميدۍ سره راووت او ايتالياته ولاړ او د هغه ځاى څخه ئې سلطان عبدالحميدته يو ليک راوستاو او په هغه کې ليکلې وو چه تا زما عرض مسترد کړى دى دغه مسترديدل به شخصاً تا او ستاد هيواد د پاره په ډير قيمت تمام شې !!
په همدي اثناکې د يهوديانو يو بل استازى د عبدالحميد دربار ته ورغې او په ډيرى عاجزى او ډيراصرارئى د عبدالحميد څخه غوښتنه وکړه چې د فلسطين ځمکه ورباندى خرڅه کړي.
سلطان ورته وويل فلسطين هغه ځمکه ده چې د مسلمانانو د وينو په قيمت اخستل شوى او هغه نشې خرڅيدلى مګر په هماغه قيمت چې تر لاسه شوې!
دهمدى ځايه يهود او ماسونيان د خپلې طرحې نه مايوسه او نااميده شول او پدې پوه شول چه خلافت ته دوکه نشې ورکولې او نه قيمت اود پيسوله لارى فلسطين حاصلولې شې نو ځکه ئې په چل ول لاس پوري کړ نويو ماسونې مجلس ئې د عثمانې خلافت په وروستيو وختوکې جوړکړ او د هغه انجمن نوم ئې (محفل الشرق العثمانې ) کيښود او هغه انجمن د بډايو او مشرانو شخصيتونو او پيژندل شويوکسانو څخه جوړوو او د (سالونيک ) ښارئې رسمي مرکز وو نو د خلافت عثمانې په خلاف ئې نارواتبليغات پيل کړل چه هغه عربو سره د ترکې تورانې قوم په خلافت لاس يو کړى چې تورانې قوم له منځه يوسې او هم يې دا تاثر خلکو ته ورکاو چې هغه د اسلامي جامعي ترعنوان لاندي غواړي په ترکيه کې عربيت ته وده ورکړي او د اسلامي ټولني جوړول يوازي يو عنوان دي همدارنګه په ترکيه کې ئي هم ځني ترکان په غربي ټولنه کې روزل شوي و . چې يو مثال ئي (ضياکوک الب ) دي هغوي ته ئي هم وظيفه ورکړه چې د دي پروسي ملاتړ وکړي او په ګټه ئې ليکنې شروع کړي دغه ليکوالې ډلې وکولې شو چې ځوان نسل په خپلو افکارو وروزى او د تورانې قوم نه ئې ورته خداى ج جوړ کړ او قومې مفکورې ډيرو خلکو ته د عقيدى او مذهب بڼه غوره کړه .
د يهودو دهمدى هلو ځلو په نتيجه کې يو ګوند د (يوالې او پرمختياجمعيت ) په نامه جوړشو همدي ګوند د يهودو په مرسته د سلطان په خلاف پاڅون وکړ او وتوانيدل چې سلطان د قدرت نه وغورزوي همدې ګوند د فلسطين دروازى د يهودو پرمخ پرانستلې او د خلافت دورانولو لپاره يې خپلې هڅي توندې کړي او هڅه ئې وکړه چې دين او دولت سره جلاکړې .
د ترکيې نه وروسته يهودو او غربې دنيا چې فرانسه ېې مخکښه وه په عربې نړي کې د نشيلزم لپاره کار شروع کړ او عربو ته وويل شول چه ترکان د قوم ترعنوان لاندې راپورته شوى او قومې حکومت غواړى نو دلته د عربانو د جاهليت رګ راوخوځيدو او د عربيت اواز ئې پورته کړ او د يهودو ددسيسو او حيلو ښکارشول او دا مفکوره ورکړل شوه چې د اسلام وارثان او تمثيل کونکې تاسې ياست پيغيمبر ص،قرانکريم په عربې دي او تاسو دنيا ته اسلام رسولې او اوس ترکان په تاسو حکومت کوي د خلافت حقداران تاسو ياست .
هر قوم ته ئې تاًثر ورکړ چې بايد په خپل قوميت باندې ونازيزې او په نورو پورې ملنډي او خنداګانې وکړي سلطان عبدالحميد ترکانو په دى تورن کاوً چې عربوته ډير اهميت ورکوې او د ټولو امتيازاتونه برخمن دى او عربو سلطان پدې متهم کاو چه هغه يو ترکې استعمارګردي او غواړې د خلافت په نامه ترکې قوم په عربو مسلط کړې .
په عربې نړې کې د نشنيلزم طوفان د ناپيليون د غوښتنې سره سم شروع شو خو کله چې فرانسې په کال (١٩٠٤) م کې مصر پريښود او محمد علې باشادسياست صحنې ته راغې محمد علې البانې افسر وو عربې ژبه ئې زده نه وه او خپله بې سواده وه نو غوښتل ئې چې مصر په عربې تمدن برابر کړي او مصر د نور مماليک د حکومت څخه خلاص او خپله د مصر زعيم شې – محمد علې د فرانسويانو سره مينه درلوده او د ليو ن (LION) سره په رابطه کې وو څه وخت وروسته داکتر کلوب چې فرانسوى طبيب وو مصر ته دعوت او مشاورپه صفت ئې کارپيل کړ دې داکتر- محمد علې ته مشوره ورکړه چې مليت ګرائې او نشنيلزم ته په مصرکې وده ورکړي او خپله ئې هم د څه شاګردانو په روزلو شروع وکړه دغه شاګردان ئې بيافرانسې ته دعالې تحصيلاتو لپاره وليږل چه ښه مثال ئې رفاعه طهطاوي دى .
رفاعه په فرانسه کې ١٨٢٦نه تر١٨٣١ م کال پوري هلته پاتې شو نووئې ليدل چې د فرانسې انقلاب د نشنليزم په وجه کامياب شوى همغه ايډيائې مصرته رانقل کړه ترڅو محمد علې باشاسره د عربيت په بنياد يوه امپراطورى جوړه کړي . ابراهيم باشا شام ته راغې او ٧ کاله حکومت ئې وکړ چه قومې مسائلو پدى ډير تاثير وکړ نو ابراهيم باشا په شام کې اسلامي احکام ملغا کړل ، تبشيرى مدارس ئې جوړ کړل او نصرانې شخصيتونه په شام کې آزاد ګرځيدل او ملت ګرائې ته ئې دعوت کولو لکه د کتور کورنيليوس فانديک ٥٥ کاله د شام په قلمرو کې مصروف وو ناصف يازجې د لبنان نصاراو څخه وو همدارنګه بطرس بستانې يولبنانى دى چه له ١٨١٩ نه تر ١٨٨٣ م کال پوري يې په بيروت کې د امريکاقنسلګرې کې کار کاوه يو مدرسه ئې جوړه کړه چې (ملې مدرسه ) نوميدله . او يو مجله ئې نشر وله چې ( حب الوطن من الايمان ) نوميده او څه نورى مجلې هم وي . د امريکا پوهنتون په بيروت کې چه ١٨٦٦ کال کې تاً سيس شوى چې اول ريئس ئې دانيال بلس يو امريکائې پاپ وو او بيائې ځوى هواردبلس ريئس شو چه نشنليزم ته ئې پوره کار کولو . او په همدې اساس جوړى شوى وو چې نشنليزم ته وده ورکړى د دى هڅو په نتيجه کې لاندى سازمانونه جوړشول .
١- د اداب او فنون جمعيت (د فن او ادب ټولنه) (١٨٤٧) م : په سرکې امريکائې مبشرين وو لکه سمث ،فانديک ، بستانې او ناصيف يازجې ،دوه کاله وروسته ئې د اعضاوً تعداد (٥٠) کسانو ته ورسيد چه ټول نصارا وو او يو مسلمان هم پکې نه وو .
٢- جمعيت مشرقى (ختيزه ټولنه ) په (١٨٥٠) م کې تاًسيس چه موسسين ئې کاتوليکان وو .
٣- د سورى علمې جمعيت (د سورى علمې ټولنه ) په ( ١٨٥٧) م کال کې ددې سازمان اعضاً (١٥٠) ته رسيدل اکثره ئې نصارا و او ډيرکم تعداد مسلمانان هم پکې وو .
٤- د بيروت او سورى جمعيت په (١٨٧٥) م کال کې تاًسيس شوى دى .
بورج انطونيوس وائې : په عربې نړى کې د ملې ګرائې او نشنليزم منظم حرکت په کال ( ١٨٧٥) م کې شروع شوو چه د عبدالحميد د خلافت نه وړاندى وه او دغه کار پنځه کسانو چه د پروتسستان وو په سوريه کې ( امريکائې پوهنتون ) څخه فارغ شوى وو او دغه کسان نصارى وو او غوښتنه ئې دا وو چه په هر شکل وى بايد مسلمانان دى جمعيت ته داخل کړو او بيا پدى وتوانيدل چې مسلمانان دى ټولنې ته داخل کړى په عربې نړى کې نشنليزم د اول ځل لپاره عيسويانو شروع کړ او د ماسونيزم چې يهودى تنظم دى پوره لاس په کې وو .
٥- عصبة الوطن العربې جمعيت : چې په (١٩٠٤) م کال تاًسيس او موًسس نجيب عازورى يو نصراني وو او په ( ١٩٠٥) يو کتاب وليکه چې (يقظة الامة العربيه ) د عربې ملت بيدارول او ددې نه علاوه نور ډير مخفې سازمانونه وو چې په ترکيه او نوره اسلامي نړي کې يې د نشنليزم لپاره کارکاوۀ.
د لمړۍ نړيوالې جګړى نه وروسته لارنس چه د بريتانيى د جاسوسى شبکې عضوه وه او د عربانو د صحرائې پادشانوم ورکړى شوى وو هغه سوريى ته روان وو او لاره کې به ئې ويل چې نشنليزم به په دين غلبه حاصله کړې په وطنې عقايدو به دينې عقايد پيمال کړې ؟
ايکونومست جريده په (١٩٦٢ ) م کال د جون ګڼه کې د اسې عنوان چه ( الاسلام ضدالقوميه ) چه اسلام د قوميت ضد دى وائې : عربانو د لمړې جګړى د شروع نه نشنليزم په خپلو حياتې مسائلوکې ځاى کړى دى د انګليس کافر په څنګ کې وجنګيدل ترڅو د ترک مسلمان نه جدا او آزاد شې .
په کال (١٩٦٦) م صلاح جديد يوکس د نصيرى ډلى څخه وو د حزب د تصفيې کارئې شروع کړ
ددى تصفيې نتيجه دا شوه چې ټول اهل السنة والجماعت پورى مربوط خلک ئې د ګوند څخه اخراج کړل نصيريان ، اسماعيليه شيعه ګان او څه نورى منحرفې مذهبې ډلو خلک پکې پاتې شول چې په کال (١٩٧٠) م حافظ اسد قدرت ته ورسيد او دسورى دولت خالص يو نصيرى دولت وګرځيده .
نصيريه : محمد بن نصير نميرى ته منسوبه ډله ده چې وائې خداى ج پدى پنځوکسانو ( محمد ص ، علې ، فاطمه ، حسن او حسين ) کې حلول کړى . (العباذباالله ) او بالاخره دى نتيجې ته رسيږى چې خداى ج په نميرى کې حلول کړې دوى خپلوکې هم اختلاف لرى او ښه ډله ئې هغه ده چې وائې الله ج په حضرت علې رح کې حلول کړى دى ( العياذباالله ) په کال ( ١٩٨٠) م د وزارت دفاع قطعات او بعثى حزبيان د سوريې په جادو کې مارش کولو او دا شعارئې زمزمه کولو چې ( خداى دى نابود وي ) ( اسد زمونږ خداى دى ) (وطن زمونږ خداى دى ) ( حزب بعث زمونږ پيغمبر )
همدارنګه مايلز کوبلاند وائې چې: جمال عبدالناصر په خپله صحنې ته رانغى بلکې دى مونږ صحنې ته راوست او ديو ديکتاتور حاکم په حيث مو تربيه کړ د عبدالناصر دعوت په کال (١٩٥٤) م کې چې نشنليزم ته ئې کولو دا د امريکا په دستور وو وائې چې د عبدالناصر تبليغ د ملې ګرائې لپاره په عربې نړى کې عميق تاًثير وکړ که مصراوناصر نه واى نونشنليزم پدى اندازه رشد نه شو کولى . همدارنګه په (١٩٨١) م کال کې په اردن کې يو خبريال د صدام سره مرکه کړې وه او پوښتنه ترى شوى وه چې ستا رابطه دمشل عفلق سره په کومو اصولو استواره وه هغه په ځواب کې وائې زما او مشل عفلق ارتباط لکه ديو ځوى چې خپل پلارسره رابطه وى او مشل چه نه واى صدام به هيڅ شې نه واى .
د بعث عربې سوسيالستې حزب
دا حزب د دوه احزابو څخه تشکيل شوى چې يو د بعث عربې حزب او دويم ئې عربې سوسيالستې حزب چه د اول موًسس ارسوزى او ميشل عفلق دى او د دويم حزب موًسس عثمان حورانې (١٩٣٨) م کې تاًسيس شوى دى بيا وروسته اکرم حورانې ئې مشر شو په کال (١٩٤٦) م دسوريى د نشنلست حزب سره يو ځاى شو او په کال ٢٦/١/ ١٩٥٢ م دغه دوه حزبونو ائتلاف وکړ او يو حزب چې بعث عربې سوسيالستې ايجاد کړ .
د بعث عربې حزب
په موسس کې اختلاف د ى ځنې ميشل عفلق او صلاح بيکار ښايي او بيا ځنې وائې چې زکې ارسوزى دى .
اهداف ئې !
١- عربان يو ملت دى
٢- عربان د يو رهبر لرونکې دې چه دغه رهبر به دعربې امت له منځه نه راپورته شوى وى .
٣- عربې کيدل د عربې ملت ضمير او وجدان دى چې مصدر او منبع د مقدساتو څخه حسابېږي .
٤- عربې خپله قضااو قدردى .
زکې ارسوزى يو نصرانې و چه د فرانسې ترتاًثير لاندې راغلې و.
ميشل عفلق د نيچه اندرى ګيسا AndrayGee ترتاً ئيد لاندې وو او دى هم نصرانې وو په ( ١٩٥٥) م کال د همدى حزب ترمنځ اختلافات پيدا شو په همدى کال کنفرانس کې ځينو مشرانو وويل عفلق د انګريز جاسوس او حورانې د فرانسې جاسوس وو.
د نشنليزم ډولونه
په تيره گڼه کى دناسيوناليزم پر تعريف اوتاريخي سيرباندې رڼاواچول شوه اوس يې ډولونه او د اسلام له نظره شننه کوو:
(١) ناسيوناليزم له تاريخي پلوه په دوه ډوله دى (١) طبيعي (٢) شعوري ياارادي
طبيعي نشنليزم : دا دغريزې په حيث په انسانانوکې موجود دى. د بېلګې په توګه کله چې د يو چا دقوم اوکلي بدي څوک بيانوي نو دى يې دهمدې غريزې په اساس مقابله کوي.
شعوري ياارادي : چې دفرانسې له صنعتي انقلاب سره چې په (١٧٨٩)م کې وشو، يو ځاى ديوې ايډيالوژۍ په شکل رامنځ ته شو. په دې انقلاب کې شاهي او د تيوکراسۍ نظا مونه ړنگ شول اوپه ځاى يې جمهوري نظامونه راغلل.
دشعوري ناسيوناليزم اقسام:
شعوري ياارادي ناسيوناليزم په درې ډوله دى !
(١) ليبرال ناسيوناليزم :
د دې له نوم نه معلوميږي چې ليبرل په لاتيني ژبه کې د ازاد په معنادى کله چې په اروپاکې شاهي اوتيوکراسي نظامونه ړنگ شول اود ديموکراسۍ هوا وچليده، انسان ځان له هر څه ازاد احساس کړ اوهيڅ اصولو ته وفادار پاتې نه شواودانسان تقدس ته قايل شو نو دغه دليبراليزم معنا اومفهوم وو او اوس هم دى.
(٢) توتاليتر ناسيوناليزم :
په شلم قرن کې چې ناسيوناليزم اسيايي، افريقايي او دلاتينې امريکا هيوادونو ته خپور شو په دغه هيوادونو کې اقتصادي مشکلات زيات وو نو ، ناسيوناليزم هم ددې اقتصادي مشکلاتو دحل له پاره کار شروع کړ، په دې دولتونو کې سياسي دموکراسي هم له مينځه لاړه او د دوى په لاس استبدادي حکومتونه منځ ته راغلل تردې چې په داخل د حزب کې يې هم ديموکراسي له منځه يوړه. دې ملکونو نه يوازې دا چې اقتصادي وده ونه کړه بلکه ازادي هم پکې له منځه لاړه يا په بل عبارت فرد د دولت د لاس آله وګرځېداوله دولتي خدمت څخه پرته افرادو نوره ازادي له لاسه ورکړه.
٣) نوى او مترقي ناسيوناليزم:
دا ډول ناسيوناليزم د پانګوال او توتاليتاري اصولو خلاف يوه نظريه ده چې انساني ارزښتونو ته پکې احترام موجود دى، بشرى حقوق پکې مراعات ، فردي ازادۍ ته پکې احترام شته اصول يې دسوسيال ديمواکراسۍ اصول تشکيلوي . دا پورته درې واړه اقسام ديوبل مخالف دي او مونږ به يې وروسته داسلام له نظره وڅيړو .
دناسيوناليزم ترکيبي عناصر:
دناسيوناليزم ترکيبي عناصر په لاندې ډول دي :
(١) نسل او نژاد .
(٢) وطن
(٣) ژبه
(٤) رنګ
(٥) ګډ اقتصادي اهداف
(٦) حکومت
(١) نسل او نژاد : چې دوينې په احساس خلک را جمعه کوي، د ناسيوناليزم له ارکانو څخه يو رکن دى چې افراديې سره را جمع کړي اودناسيوناليزم احساس يې ژوندى کړى چې زمونږ نژاد او نسل پر نورو اوچتوالى او فوقيت لري.
د دې نقطې شروع له پلار او مور نه کيږي چې له يو څه مراحلو وروسته کورنۍ او فاميل جوړيږي او له دې نه وروسته بيا قبيله جوړيږي او له خپل هغه پلار نه چې دى يې يواځېنى وارث وو، دومره د نسب په لحاظ لرې شي چې پردى او اجنبي شي او که تنګ نظري وشي دى پرې داسې يو چاته ځان منسوبوي چې اصلاً هغه هم د ده نژدې نيکونو کې نه دى، نوله دې امله ښه به وي چې ټول انسانيت سره ځان شريک وګڼى او يو پلار او مور ته چې ادم او حوا عليهماالسلام دي ځان منسوب کړى شي او کله کله نژاد کې هم تغير راتلى شي مثلاً له جزيرة العرب نه بهر نورو هيوادونو کې سادات وينو چې نسل يې له حضرت محمد (ص) نه را ولاړ شوى خو ملت يې افغاني ، ترکي ، پاکستاني او ....دى. که په مليتونو کې تغير نه وى راغلى، نو څرنګه کيداى شي چې دپيغمبر(ص) اولاده دې افغانۍ ياپاکستانۍ وي؟ په داسى حال کې چې پيغمبر(ص) دجزيرة العرب اوسيدونکى او عربي وو.
(٢) وطن :
وطن هم د ناسيوناليزم له عناصرو څخه يو مهم عنصر دى خو دلته سوال دا دى چې انسان له يو متر مربع نه په زيات ځاى کې نه تولد کيږي او که احاطه يې ونيسو نو يوه کوټه چې څلور يا پينځه متره به وي دغه د ده اصلي وطن دى مګر له دې نه وروسته دى خپل ځان په سوونو کيلومتره سيمې ته منسوبوي او سره له دې کېداى شي چې ډير کرته به په دغو جغرافيوي حدودو کې تغير راغلى وي مثلاً ايران يو وخت دافغانستان جز ؤ بيا داسې وخت راغى چې افغانستان دايران برخه شوه .
يا دهند نيمه وچه يو هيواد ؤو او اوس په څو برخو ويشل شوې ده، نو کوم ډول معيار دى چې انسان ځان دغه انګريزي وېش ته منسوبوى او له دې محدودې نه بهرخلک له ځان نه ټيټ ګڼي؟ که بله فرضيه ونيسو چې که اوس امريکا چې د دنيا يو قوي طاقت دى وغواړي د دې منطقې دغه جغرافيوي تقسيم ته تغير ورکړي او دغه انګريزي تقسيم ونه مني او د هيوادونو جغرافيوي حدود تغير ومومي، دغه خلک چې پرون پاکستاني وو نن افغانان شو يا پرون افغانان ؤو نن ايراني، نو په کوموجغرافيوي حدودو وياړ وکړي؟ بله دا چې د اديانو له تغيرسره په ټولنو او هيوادونو کې هم تغير راځي مثلاً افغانان په يو وخت کې بودايان ؤو او بيا وروسته زردشتيان شول، او اوس مسلمانان دي هلته دخلکو عرف او رواجونو فرق کولو اوس هغسې نه دي لکه دافغانستان نورستان چې دعبدالرحمن خان له وخته نه وړاندې کافرستان ؤو اوس هم چترال کې کافرستان شته هلته ډير داسى کارونه دي چې اوس زمونږ په نورستان کې د اسلام له امله صحيح شوي. کيداى شى ټولو افغانانو همغسې رسم او رواج درلودو خو اسلام تصحيح کړى دى خو اوس هغه زمونږ دوياړ او افتخار سبب نه شي کيداى .
همدارنګه استعمار د دې له پاره چې هيوادونه په اسانۍ لاندې کړي، دغه تقسيمات يې کړي مثلاً د برلين کانفرانس (١٨٩٠) م کې افريقا په اتو بلاکونو باندې وويشله او بيا يې بېل بېل نومونه ورته کيښودل او تر خپلې ګېډې يې لاندې کړل، او .....نور .
(٣) ژبه او لسان :
ډير ناسيونالستان مشترکه ژبه د وحدت له پاره مهم عنصر ګڼي او وايي چې په يوه ژبه خبرې کوونکيافراد نسبتاً اجنبي ژبې ته يو له بل سره نژدې وي او دملت وحدت پرى راتلى شي، مګر د ژبې له يووالي نه د نظر يووالى ډېر مهم دى ځکه لس کسان په يوه ژبه خبرې کوي مګر جلا جلا نظرونه لري د دوى وحدت نه شي راتلاى.
مګر يو نظر په لسو ژبو مختلف کسان بيانوي خو اختلاف نظرنه لري د دوى تر منځ وحدت موجود دى. بله دا چې ژبه دافهام او تفهيم وسيله ده، نه د ښه والي او خرابوالي معيار. يعنې د يو انسان ښه والى او بدوالى دهغه تر ژبې پورې اړه نه لري او نه د نظر يووالى تر ژبې پورې اړه لري. ايا پښتون په دې ښه سړى کيداى شي چې پښتون دى او يو عرب پدې بدېداى شي چې عرب دى؟ نه، هيڅکله هم داسې نه شي کېداى، ښه والى او بدوالى دسړي تر انسانيت پورې اړه لري.
(٤) رنګ:
رنګ په انساني ټولنو کې لغوه او مهمل دى ځکه رنګ تنها د جسم صفت دى او دانسان شرف له جسم پورې اړه نه لري بلکې دروح په اساس تر ناطقه نفس پورې اړه لري چې رنګ دهغه مانع کيداى نه شي، نو تور او سپين په انسان کې څه معنا؟
مونږ د تورې او سپينې غوا په شيدو کې فرق نه کوؤ ځکه زموږ هدف شيدې دي او هغه دواړه رنګه غو ايو ډول را کوي او دا دعقل انحراف دى چې دانسان معنوي صفات له نظره غورزوي او يواځې رنګ ته اعتبار ورکوي.
(٥) اقتصادي ناسيوناليزم ( مشترک اقتصاد ) :
دناسيوناليزم له عناصرو څخه يو مشترک اقتصاد دى .
الله ج چې انسان پيدا کړى نو د رزق وسايل يې هم ورته برابر کړي لکه څرنګه چې دمور ګيډه کې ډوډۍ او خواړه ورکوي نوله هغې نه وروسته هم الله رزق ورکوي. يو نو عه خلک دخپلو منافعو دساتلو له پاره پدې اکتفا نه کوي چې ځان ته درزق دروازې خلاصې وساتي بلکه کوشش يې دا وي چې په نورو د رزق دروازې وتړي او څه خلک د دې وضعې حمايت کوي او دغه خودغرضي تائيدوى او استقبال يې کوي چې په دې توګه د دوى ترمنځ اقتصادي وحدت منځ ته راځي. ګورو چې همدې اقتصادي ګټو په ډيرو دولتونو سترګې ړندې کړي او د نورو د وينو تويولو ته حاضر دي او تويوي يې خو چې خپلې اقتصادي ګټې ترې واخلي.
دغه اقتصادي ناسيوناليزم له انسانانو نه ځناور جوړ کړي، خو دغه مشترک اقتصادي حالت هم ډيرنه پاتې کيږي بيا يې خپلو مينځو کې اختلاف راځي چې نور ډېرې زياتې ستونزې زېږوي.
(٦) سياسي ناسيوناليزم !
دايو ضعيف عنصر دى چې د ناسيوناليزم وسيله گرځي او هيڅ ملت د دې په اساس مستحکم کيداى نه شي ځکه چې حکومت قوي او غالب وي نو اتباع يې پيروي کوي او کله چې يې اداره ضعيفه کيږي خلک اواتباع يې په سرکشۍ لاس پورې کوي او د دې ډېر زيات مثالونه دي لکه مغلي امپراطوري ، د عثمانيانو خلافت چې اتاترک په ناسيوناليزم باندې له منځه يوړو. همدارنګه ديوګوسلاويا امپراطوري، د روسيې امپراطوري چې د دوى پېړۍ پېړۍ حکومتونه وکړل مګرپه پاى کې ړنگ شول.
اسلام اوناسيوناليزم:
اسلام د انسان او انسان ترمنځ کوم مادي او حسي توپير نه قبلوي او وايي چې ټول انسانان له يو اصل نه سرچينه اخلي، الله ج فرمايي (خلقکم من نفس واحدة و خلق منها زوجها وبث منها رجالا کثيراً ونساء ) ژباړ ه (الله له يو نفس نه پيداکړي يئ او بيا يې له دې نفس نه د هغه جوړه پيدا کړه بيا يې ډېر سړي او ښځې ترې خورې پيدا کړې .(ياابهاالناس اناخلقنکم من ذکر وانثى وجعلنکم شعوباً و قبائل لتعارفوا ان اکرمکم عندالله اتقاکم (الحجرات) ژباړه (اى خلکو تاسو ما له يو سړي او ښځې نه پيدا کړئ، بيا مو ډلې او قبيلې وګرځولئ چې تعارف اوپېژندګلوي مو وشي او د الله په نزد عزتمن کس په تاسو کې متقي دى ) نو د قومونو او قبايلو اختلاف د تعارف او پېژندنې له پاره وي، نه د عداوت او تفاخر له پاره . په اسلام کې ډلې جوړول او قومي وېشنې له جرايمو څخه دي او په همدې وجه فرعون د لعنت او عذاب مستحق وګرځېد.
الله فرمايي (ان فرعون علا فى الارض وجعل اهلها شيعا ( القصص) ژباړه فرعون په ځمکه کې کبر وکړ او هغه دځمکې اوسيدونکي په ډلو ووېشل. الله د مشرکينو په اړه فرمايي: (انما المشرکون نجس فلا يقربوالمسجدالحرام بعد عامهم هذا)(التوبه )
ژباړه : مشرکان نجس اوچټل دي له دې کال نه يې وروسته مسجد حرام ته مه پريږدئ) اسلام دلته دوطن نظريه ختمه کړې ده ځکه مشرک د همدې مکې وو خو الله مسلمانانوته امر کوي چې مسجد ته در نه داخل نه شي. همدغه قومي او نژادي تعصب د اسلام د لارې خنډ وو، د پيغمبر قبيله په دې کې تر هر چا وړاندې وه ځکه ويل به يې که دغه قرانکريم د الله له طرفه په يو داسې کس چې متنفذ او سرمايه داروي او د دې دوه قبيلو(مکه او طايف) څخه وي نازل شي نو بيا به يې و منو، الله (ج) فرمايي: (وقالو لولا انزل هذالقران على رجل من القريتين عظيم )(الزخرف).
ژباړه:دوى به ويل دغه قران ولې په يو د هغه لويو اشخاصو چې د دغه دوه منطقو چې مکه او طايف دي نازل نه شو؟
ابوجهل به ويل چې محمد (ص) درسالت په دعوې باندې دخپلې قبيلې فوقيت زياتوي ځکه چې مونږ د بنو عبد مناف سره په هرڅه کې مقابله کوله په اس ځغاسته کې يې حريفان وو په ميلمه پالنه، په عطا او ورکړه کې سره مساوي وو. اوس د هغوى يوکس د نبوت دعوه کړې قسم په خداى (ج) که دا حق هم وي موږ يې نه شوقبلولى. يهود د اخري پيغمبر په طمعه ناست ؤو چې دى به زمونږ په قبيله کې راځي مګر کله چى په جزيرة العرب کې راغى دهغوى مخالفت صرف قومي بڼه لرله، همدارنگه مقوقس ته چې د مصر پادشا ؤو د پيغمبر خط ورسيد هغه وويل ما ته معلومه وه چې يو پيغبر راتلونکى دى اميد مې دا ؤو چې سوريه کې به راځي که داحق هم وي مونږ يې نه شو منلى ،مقوقس دقوم پرستۍ په بنسټ دا خبره وکړه.
د مدينې منافقينو يوه ورځ د بغاث د جنگ ذکر وکړ چې د ((اوس)) او((خزرج)) قبيلو تر منځ شوى وو، اصحابو تورې را ووېستلې، د پيغمبر(ص) مبارک مخ سورشو او ورته يې وويل چې زه ستاسې منځ کې يم او تاسي قومي تعصبونه بيا ژوندي کوئ، الله بيا په دې اړه دا اياتونه راوليږل (يا ايها الذين امنو ان تطيعوا فريقا من الذين اوتوالکتاب يردوکم بعدايمانکم کافرين )ال عمران ١٠ ژباړه ...
نشنلستان له اسلام نه ځينې دلايل راوړي او وايي چې اسلام ناسيوناليزم نه ردوي. د بېلگې په توگه دا حديث چې:
(١) حب الوطن من الايمان ) د وطن مينه له ايمان څخه ده : سترحنفي ملاعلي قاري په الموضوعات الصغرى کتاب کې د دې حديث په اړه وايي ( لا اصل له عندالحفاظ)داحديث دحافظانوپه نزد اصل نه لري يعنى دا حديث راوي او سند نه لري نو ځکه ارزښت هم نه لري، بل مفهوم يې دا دى چې موضوعي دى او چا پر پيغمبر عليه السلام باندې دروغ ويلي دي. .
(٢) (حب الوطن من شطرالا ايمان ) له وطن سره مينه لرل دايمان جز دى ) په دې حديث کې ترکيبي ضعف دى او په دې دلالت کوي چې موضوعي (له ځان څخه جوړشوى) چې ترکيبي ضعف يې دا دى چې من هم د جز په معنا او شطر هم د جز په معنا دى نودحديث معنا داسى شوه وطن سره مينه لرل جز جز د ايمان دى .
(٣) الوطن ام الانسان ! وطن د انسان مور ده: دغه دواړه احاديث المعجم المفهرس لا لفاظ الحديث کتاب کې چې د حديثو د معتبرو کتابونو فهرس دى نشته، خو که صحيح هم شي نو د نشنليزم مفکوره نه ترې معلوميږي. د فوقيت اوځان اوچت گڼلو خبره خو په دې احاديثو کې نه شته او بله دا چې له وطن سره مينه نشنليزم نه دى او د اسلام غوښتنه ده او له اسلامي خاورو نه دفاع د عيني فرضو له جملې څخه ده چې له فتحې او کاميابۍ نه وروسته هلته اسلام حاکم شي او بې له اسلام نه له يوې خاورې نه دفاع بې مفهومه او بې معنا ده.
د وطن د مينې او محبت په مسله کې اسلام تاکيد کوي ځکه مسلمانانوپه معاصر تاريخ کې هم ثابته کړې ده چې له اسلامي خاورو نه په څومره قوت سره دفاع کوي. د (سپر ايشيا) په نامه د انترنت صفحه کې يو هندو د همدې عنوان لاندې مضمون ورکړى وو او ويلي يې وو چې نشنلستان هسې د وطن د مينې او محبت خبرې کوي، مسلمانانو د اثابته کړې چې په وينو يې له خپلوخاورو نه دفاع کړې او نه يواځې د هغه هيواد ځوانانو، بلکې له نورو اسلامي هيوادونو نه هم ورغلي خو هيوادونه يې له استعمار نه خلاص کړي دي. خوهلته يواځې د هيواد ازادول هدف نه دي، بلکې هلته داسلامي حکومت راوستل لوړ هدف دى. د ملي فرهنګ خبره ډيره مطرح ده که مونږ يوازې افغاني دودونه را واخلو او وگورو چې له اسلام نه وړاندې څرنګه وو او اوس څرنګه دى د دې ډير مثالونه شته، په کوموځايونو کې چې تر اوسه لا نه دي مسلمانان شوي هلته عادات او دودونه ډېر زيات فرق کوي لکه مخکې چې د چترال يادونه وشوه.
اوس يو زموږ له اسلام نه مخکې دودونه دي او بل د اسلام له راتګ نه وروسته، هغه زمونږ د تاريخ برخه ده خو زمونږ له وياړونو څخه نه دي. مونږ په کنيشکا افتخار وکړو که په ابوبکرصديق ،عمر او نورو؟ مونږ په بودا او مجسمو يې ووياړو که د مسجدحرام په منارونو؟ مونږ د بلخ په اتشکده ووياړو که په مسجد نبوي؟ مونږ نوروز ولمانځو او که د اسلام کوچني او لوى اخترونه؟ که مونږ له اسلام څخه مخکې دودونو څخه سترګې نه شو پټولاى، نو وياړ هم نه شو پرې کولاى، هغه زمونږ د تاريخ برخه ده، خو د وياړ نه، زمونږ د وياړ نښان يوازى اسلامي تاريخ دى او بس.
اسلام په ځغرده ناسيوناليزم رد کړى دى چې ځينې دلايل د بېلګې په توګه راوړو:
(ياايهاالناس اناخلقناکم من ذکر وانثى وجعلناکم شعوباوقبائل لتعارفوا ان اکرمکم عندالله اتقاکم ان الله عليم خبير_حجرات١٣،
ژباړه ! اى خلکو! تاسي ټول مې له نر او ښځې نه پيدا کړي ياست او تاسي مې په خېلونه او قومونه ګرځولي يئ تر څو سره وپېژنئ، او بېشکه چې د الله په وړاندې ستاسي تر ټولو غوره ستاسي پرهېزګاران دي، بې له شکه چې الله په هر څه پوه او له هر څه خبر دى.
دې ايت کې الله وايي چې د عزت اوشرف معيار تقوا ده، قوم، ژبه، او رنګ ،دا معيار نه دى بلکې هر څوک چې متقي شو هغه دعزت خاوند دى.
(يا ايها الذين امنوا لاتتخدوا اليهود و النصارى اولياء بعضهم اولياء بعض ومن يتولهم منکم فانه منهم )المائده ٥١/
ژباړه: اى مومنانو يهوديان او عيسويان خپل دوستان مه نيسئ، دوى يو د بل دوستان دي، او ستاسي هر څوک چې هغوى خپل دوستان وګڼي، نو پخه خبره ده چې دى هم د هغوى له ډلې څخه دى.
که تاسودهغوى سره د دوستى معامله وکړه بيادهغوى څخه شوى نوکه شا ستا جغرافيوى حدود کى کوم يهودى ،نصرانى يابل کافراوسيږى هغه به دوست گڼى ځکه هغه ستادهيواد تبعه ده اودبل هيواد مسلمان سره به اوسى نلرى چه هغه دبل هيواد وى .
و نادى نوح ربه فقال رب ان ابنى من اهلى وان وعدک الحق وانت احکم الحکمين هود ٤٥
ژباړه : او نوح خپل رب ته غږ وکړ وې ويل اى زماربه ،زما زوى زما له کورنۍ څخه دى او ستا وعده رښتيا ده اوته له ټولو حاکمانو څخه لوى اوغوره حاکم يي
خو الله د نوح ځوى (کنعان ) هلاک کړ ځکه چې مسلمان نه وو او د پيغمبر کورنۍ اونسل ورته هيڅ ګټه و نه رسوله.
(ان هذه امتکم امة واحدة و اناربکم فاعبدون ) الانبياء ٩٢
ژباړه : هو، ستاسي د ټولو دين يو او زه مو رب يم، نو يوازې زما عبادت وکړئ.
اسلامي امت دا يو امت دى که څه هم چې دولتونه، ژبې، او رنګونه يې بېل هم وي.
همدارنګه پيغمبر عليه السلام فرمايي :
• ليس منا من دعا الى عصبية وليس منامن قاتل على عصبية و ليس منامن مات على عصبية ) راوه ابو داود.
ژباړه : هغه څوک له موږ څخه نه دي چې نور تعصب ته رابولي، او هغوى له موږ څخه نه دي چې د تعصب په نيت او انګيزه جنګيږي او له موږ څخه نه دي هغوى چې پر تعصب مړه شي.
• ان انسابکم هذه ليست بمسبة على احد کلکم بنو ادم ليس لاحد على احد فضل الا بدين او تقوى، الناس لادم وحواء ان الله لا يساءلکم عن احسابکم ولا انسابکم يوم القيامة ان اکرمکم عند الله اتقاکم . رواه احمد
ژباړه : ستاسي نسبونه نورو ته دکنځلو باعث نه شي ګرځيدلاى تاسي ټول د ادم اولاده ياستئ هيڅوک پريو بل پرته له تقوا اوتدين امتياز نه لري خلک له ادم او حوا څخه پيداشوي الله ج د قيامت په ورځ ستاسي د حسبونو او نسبونو پوښتنه نه کوي بې شکه غوره له تاسې دالله په نزد متقى له تاسي دى.
(٣) ياايهاالناس ان ربکم واحد الا لا فضل لعربى على عجمى ولا لعجمى على عربى ولا لاحمر على اسود ولا لاسود على احمر الا بالتقوى رواه بيهقى
ژباړه: اى خلکو پرودګار ستاسي يو دى پوه شئ چې هيڅ عربي پر عجمي او عجمي په عربي، سور پر تور او تور پر سور فضيلت او لوړوالى نه لري مګر په تقوى سره )) .
(٤) د پيغمبر(ص) په زمانه کې د دوه نفرو تر منځ لفظي شخړه را منځ ته شوه انصاري، خپلو خلکو ته او مهاجر خپلو خلکو ته د کومک اواز وکړ. پيغمبرعليه السلام د دې خبر له اوريدو سره ناراحته شو او ويې ويل چې ! زه ستاسو په منځ کې يم او تاسو جاهليت ته دعوت کوئ؟ او بيايې وويل (دَعُوْها فانها مُنْتِنَهْ)
ژباړه : دا جاهليت پريږدئ ځکه چې بدبويه او ګنده دى)
(٥) پيغمبر(ص) نه يو صحابي پوښتنه وکړه (يارسوالله ماالعصبية؟ قال : ان تعين قومک على الظلم)) ابوداود
ژباړه : يا رسول الله عصبيت څه شى دى؟ هغه ص ور ته وفرمايل: چې خپل قوم سره په ظلم کې کومک وکړې.
(٦) پيغمبر عليه السلام دخپل قوم په ناروا کومک کولو په اړه وايي (من نصرقومه على غيرالحق فهو کالبعيرالذى تردى فهو ينزع بِذَنَبِهِ ) رواه ابوداود )
ژباړه : څوک چې د خپل قوم په داسې حالت کې کومک وکړي چې حق په جانب نه وي د هغه چا په شان دى چې اوښ يې په څاه کې پرېوزي او بيا يې د لکۍ له طرف نه راوباسي).
(٧) پيغمبر عليه السلام فرمايي: (انصر اخاک ظالماً او مظلوماً ، چا پوښتنه وکړه چې ظالم سره څنګه کومک وکړو هغه ص وفرمايل ( ان کان ظالماً فَلْيَنْهَهُ فانه له نصرُُُ، و ان کان مظلوماً فَلْيَنْصُرْهُ ) رواه بخارى
ژباړه : له ظالم او مظلوم سره کومک وکړئ! چا پوښتنه وکړه چې مظلوم خو صحيح دى ظالم سره څرنګه کومک وکړو؟ هغه ص وفرمايل : که ظالم وو له ظلم نه يې منع کړئ دا هغه سره کومک دى او که مظلوم وو، نو کومک يې وکړه) استاذ ابو نصيره وايي : مسلمان بايد دمظلوم مدافع وي او د ظالم مخه ونيسي پرته له دې چې ظالم او مظلوم د کوم قوم، ژبې او ملت څخه دي.
(٨) پيغمبر عليه السلام فرمايي (من قُتِلَ تحت عمية، يدعو الى عصبية او ينصر عصبية فقتله جاهلية بل روايت (من قتل تحت راية عمية ينصر العصبية ويعضب العصبية فقتلته جاهلية) ( مسلم )
ژباړه : څوک چې کور کورانه جنګ کوي ترڅو خپل عصبيت غالب کړى د ده قتل د کفر او جاهليت قتل او مرګ دى.
همدارنګه که د نبوت عصر ته وګورو ډيرې داسې بېلګې به پيدا کړو چې نشنيلزم يې په لغته وهلى او اسلام يې من حيث نظام او نظريه منلى دى. مثلاً پيغمبرعليه السلام ابوجهل (عمر بن هشام) ته د دې امت فرعون ويلى دى اګر چې مخزومي او قريشى وو. ابوبکر صديق خپل ځوى ته د بدر په غزا کې مقابلى ته راووزي، عمر (رض) خپل ماما په بدر کې وژني، ابوعبيده بن الجراح په احد کې خپل پلار وژني ځکه چې مقتولين مسلمانان نه وو او دا ځکه چې هلته معيار يوازې دين وو او بس، که نه نو د پلار ځوى او ماما وژل ډېر ګران او سخت کار دى.
اسلام طبعي ناسيوناليزم کابو کوي او نه پريږدي چې دغه غريزه د اسلام په وجود کې بيا ښکاره شي. ډېر مثالونه تېر شو چې فکري ناسيوناليزم ردوي. اسلام او ناسيوناليزم دوه متضاد شيان دي، اسلام په بشپړه توګه پر نشنليزم د بطلان کرښه را کاږي او داسې هيڅکله هم نه شي کېداى چې هم دې اسلام موجود وي او هم نشنليزم.
بله دا چې ناسيوناليستان په ديموکراسۍ عقيده لري او د حکومتي نظام له پاره يې لازم شرط بولي په دې اړه استاذ مراد هوفمان چې په المغرب کې دالمان سفير وو او په ( ١٩٨٠) ميلادى کال کې مسلمان شوى دى وايي ( ديوه ريښتوني، قانوني او جايز دموکرات حکومت د قيام له پاره دين له دولت نه په مکمله توګه جدا کول ضروري او حتمي دي او دا هغه شرط دى چې موجود نه شي قانوني ديموکراسي نه شي موجودېدلى. د دې سيکولريستي نظام په وړاندې اسلام د حکومتي نظام يو بل داسې شکل وړاندې کوي چې دين پکې له سياست نه جدا نه وي نو مسلمان عقيده لري او اعلانوي چې اسلام دين او دولت دى. دا چې اسلام دين او دولت دى دا يو داسې حقيقت دى چې اسلام يې په اثبات رسوي.
همدارنګه، نوې مسلمانه ايوان ريډلي چې (٦) کاله وړاندې يې د زړه په تيارو د اسلام روښانه لمر را وخوت، په مصر کې ځوانانو ته په خپل بيان کې وويل چې تاسو د صلاح الدين او..... تاريخ مطالعه کړئ او بيا په امريکا کې د يو مسلمان نوم ذکر کوي چې ( ايکس ) نوميږي وايې چې دى نشنلست مسلمان وو خو کله چې حج ته لاړو او بيرته راغى بيا صحيح مسلمان ترې جوړ شو هغوى ته وايي د د (ايکس) تاريخ هم مطالعه کړئ ځکه چې د هغه په تاريخ کې د هغه د ژوند کيسه وه. مالکوم ايکس د امريکا د تور پوستو د سر سخته مبارزينو له جملې څخه وو، د ژوند زياتره برخه يې د داسې يو مسلمان په حيث چې د يوې بې لارې ډلې Nation of Islam سره تېر کړى دى او په اخر کې حقيقي اسلام ته را وګرځېد او د حج د سپېڅلې فريضې له ادا کولو وروسته يې په افکارو کې ډېر تغير راغى.
د ايوان ريډلي په نظر نشنليزم له اسلام څخه يوه جلا نظريه ده، نو ځکه يې هغه ډلې او حزب ته د بې لاري لفظ استعمال کړى_ايوان ريډلي دغه پورته څرګندونې د مصر په قاهره کې کړې وې.
مونږ په قوميت (Nationality) باندې څه اعتراض نه لرو ځکه چې دايو فطري حقيقت دى مونږ خپل قوم ته دخير او ښېګړو رسولو مخالف هم نه يو، خو په دې شرط چې په دې مسئله کې د نورو قومونو حقوق ترپښو لاندى نه شي. مونږ له قوم او مليت سره په مينه او محبت په کولو اعتراض نه لرو خو په دې شرط چې د بې ځايه قومي تعصب او افراطي طرفدارۍ بڼه غوره نه کړي او له نورو قومونو او مليتونو نه د کرکې او نفرت تر سرحده ونه رسيږي، مونږ د ملي او قومي ازاديو درلودل تائيدوو ځکه چې د خپلو سياسي او ټولنيزو مسائلو او همدارنګه په خپل واک او اختيار د خپلې کورنۍ د چارو ترسره کول دهر ملت حق دى پر يوه ملت باندې د بل قوم او ملت حکومت کول وړ کارنه دى، په حقيقت کې کوم شى چې زمونږ له نظره د اعتراض وړ خو لا څه کوې چې د کرکې او نفرت وړ دى هغه قوم پرستي (Nationalism) دى. دغه ډول قوميت پرستي پرته له دې نه چې د قومي خودخواهۍ او خود پرستۍ دويم نوم دى بل څه نه دى. که چېرى د ټولنې په غړو کې داسې انسان د ټولنې له پاره د ننګ او عار باعث وي چې د خپلو شخصي اغراضو او هوا او هوس بنده وي او د خپلو شخصي ګټو د خوندي ساتلو له پاره د هيڅ ډول ناوړه عمل له ترسره کولو نه ډډه نه کوي او په دغه لاره کې هر څه تر پښو لاندې کوي. که چېرې په يوه کلي کې يوه داسې کورنۍ د کليوالو له پاره لعنت اومصيبت وي چې غړى يې د خپلې کورنۍ د ګټو او مصالحو د خوندي ساتلو له پاره په پټو سترګو روا او ناروا کارونو ته ملاتړي او يوازې د خپلې هوساينې فکر ور سره وي ، نو په يوه هيواد کې هغه طبقه يو ټولنيز مصيبت او لعنت دى چې خپلو طبقاتي ګټو او مصالحو يې د بصيرت سترګې ړندې کړي وي او د نورو خلکو ګټې او زيانونه په نظر کې نه نيسي او يوازې د خپلو ګټو د خوندي ساتلو په تکل کې وي لکه محتکرين چې په نورو بازارونو کې هر څه يو په دوه خرڅوي نو اخر د انسانيت په دې پراخه چاپيريال کې به هغه خود غرضه او خود خواه ملتونه څنګه د نړيوالو له پاره يو مصيبت او لعنت نه وي چې له خپلو قومي مصالحو او ګټو نه يې ځان ته معبود جوړ کړى وي او په هره روا او ناروا توګه يې ستاينه او بندګي کوي. که لږ څه ځير شو نو خپله به ضمير په دى شاهدى ورکړې چې د نورو ټولو خود غرضيو او نفسي غوښتنو په څېر قومي خود غرضۍ او خود خواهۍ هم بې له شکه يو ستر لعنت اومصيبت دى.
د اوسني عصر تهذيب ټول قومونه او مليتونه په دې لعنت او مصيبت اخته کړي دي چې په نتيجه کې يې ټوله دنيا د داسې قومي دښمنيو او زور ازمايلو په ميدانونوقدم ايښى دى چې د هر ميدان خلک يو بل ته په ګواښ دي. که د دوو نړيوالو جګړو عوامل او علل ولټوو نو همدې قوم پرستۍ پکې لوى لاس درلودو او اوس چې په دې نړۍ کې کوم اورونه بل دي او تاو يې ټول انسانيت ته رسيږي. دا خبره چې ځينې خلک کوي چې همدا قوم پرستي ده چې په دنيا کې يې ناسيوناليزم انترناسيوناليزم منځ ته راوړى دى، دا داسې معنا لري لکه چې څوک ووايي چې دا بې اتفاقي ده چې اتفاق يې منځ ته راوړى دى اودا ناممکنه ده چې اختلاف نه دې اتحاد منځ ته راشي.
ګڼ ګونديز سيستم
د ديموکراسۍ بل اصل هغه سياسي تعدد او ګڼ حزبي سيستم دى چې ور څخه پرته ديموکراسي بيا ديموکراسي نه شي بلل کيدلى ځکه چې دغه نظام تر څو چي هلته ګوندونه وجود ونلري او يا د هغه دولت افرادو ته د دې حق نه وي ورکړى شوى، استبدادي نظام بلل کيږي. دلته موږ په يو حقيقي اسلامي دولت کې د احزابو په تعدد باندې خبره کول غواړو.
استاد محمدعماره : په اسلامي ټولنه کې دغير اسلامي ګوندونو پديده په اسلامي فقه او پخوانې اسلامي اجتهاد کې يوه لغوي پديده بولې دغه تعدد دوه قسمه دى يو دا چې د اسلامي چوکاټ په د ننه اختلاف او تعدد، او بل قسم يې د دې زمانې تعدد چې د غربي تمدن اثرات په اسلامي نړۍ لويدلي دي او په اسلامي هېوادونو کې د غير اسلامي ګوندونه دپيداکيدو سبب اولامل ګرځيدلى دي.
اول د اسلام د تاريخ لومړنى پاڼې اړول غواړو چې وګورو چې تعدد څرنګه پيداشو او نتيجه يې څرنګه وه . کله چې پيغمبر (ص) وفات شو د خليفه په انتخاب کې درې نظريې راولاړې شوې.
اول: د انصارو فکر او د هغو نظر دا وو چې خليفه به د هغوى له ډلې څخه وي او دلايل يې هم لرل.
دوهم : مهاجرين چې سرکې يې ابوبکر او عمر (رض) عنهما وو دوى عقيده درلوده چې خلافت د مهاجرينو حق دى او دلايل يې هم لرل او قوي هم وو.
درېيم: د دې ډلې نظر دا وو چې خلافت يوازي د بني هاشمو حق دى چې د پيغمبر کورنۍ ده د حضرت علي (رض) د خلافت غږ يې پورته کړ او دوى هم يو څه دلايل لرل. دغه اختلاف ډير دوام ونه کړ او په سقيفه بني ساعده کې ابوبکر او عمر رضى الله عنهما د ډلې نظر تاييد شو او له ابوبکر (رض) سره بيعت وشو. د ابوبکر بيعت په اجماع او اتفاق سره تر سره شو د انصارو نظر د تاريخ په څپو کې لاهو شو او بيا هيچا دې لارې او نظر ته څوک را ونه بلل اما دريم نظر د دريم خليفه د خلافت تر پايه پورې ساکن اوارام پاتې شو. د درېيم خليفه حضرت عثمان له نرمۍ او ښه سلوک څخه ځينو مغرضينو بده استفاده وکړه او څه اختلافات او فتني يې را ولاړې کړې چې يو د عبدالله د سبا د ځوى فتنه وه ابن جرير طبري ليکي چې عبدالله د سباځوى د صفا د يهوديانو ځنې وو، مور يې تور رنګې وينځه وه د حضرت عثمان په دور کې يې اسلام قبول کړى وو مګر اسلام يې د خولې وو او حقيقي مسلمان شوى نه وو دغه اختلاف او فتنې د دې سبب او لامل شوې چې حضرت عثمان غوندې شخصيت په شهادت ورسوي او هغه د دغه اختلافاتو قرباني شو. له ده نه وروسته د حضرت علي کرم الله وجهه د خلافت دوره شروع شوه او دې اختلافاتو دوام وکړ. د دغه فتنو په تيارو کې د تشيع مذهب راوټوکيد او همدارنګه د خوارجو مذهب هم منځ ته راغى دلته بيا يوه بله ډله چې د دې دواړو تر منځ معتدلين وو هم موجوده وه چې هغې ته اهل سنت والجماعت نوم ورکړى شوى دى.
له خلفاى راشدينو نه وروسته څه نورې مذهبي او سياسي ډلې پيداشوې او د امويانو دوره يې هم څه ګرمه ساتلې وه همدارنګه د عباسيانو دوره د دې تعدد او اختلاف ګرم بازار وو بالخصوص کله چې مامون له يونان نه فلسفه را وارده کړه او اسلامي امت کې د فلسفې امامان پيداشول په دې وخت کې څه ډير سياسي او مذهبي مذاهب رامنځ ته شول مګر د دې اختلاف نتيجه ډيره خطرناکه او د مسلمانانو د تباهۍ سبب او لامل شوې ده او که خير يې وي هغه هم ډيرکم او په نشت حساب دى مګر تاوانونه يې تر اوسه هم ګالو.
دوهم ډول تعدد چې د اوسنۍ زمانې ګڼ حزبي سيستم دى چې اسلامي ټولنو کې غير اسلامي ټولنې او احزاب جوړول د اسلام له نظره څرنګه دي استاد محمد عماره وايي: چې بايد له دې نوې پديدې سره په نوي اجتهاد معامله وشي او پدې هکله د نوى اجتهاد په رڼا کې دريځ غوره شي. څرنګه چې يو شمير ليکوالانو او منکرينو ديموکراسي منلې او په اسلامي دولت کې يې د سياسي کار او فعاليت له پاره د قاعدې او بنسټ په توګه قبوله کړې ده د بېلا بېلو ټولنيزو ډلو او طبقاتو تر منځ د اختلاف او توپير په اصل يې د تائيد مهرايښى او د داسې يوه سياسي مفهوم په توګه يې پيژني چې د مختلفو سياسي ډلو اوګوندونو کار او فعاليت ته مشروعيت ور کوي د دې مفکورې زياترو پيروانو او ملاتړو دګوندي تعدد غږ او چت کړى او له همدې لارې د سياسي قدرت تر لاسه کولو اصل مني.
فهمي هويدى: د اختلاف مشروعيت او قانونيت تائيدوي او همدا د اسلامي دولت له اساسي بنسټونو څخه يو بنسټ شميري وايي! هغه اسلام چې سينه يې د بل هيڅ يوه دين په موجويت سره نه ده تنګه شوې ممکنه نه ده چې د مخالفې رايي په شتون سره يې زړه تنګ شي په دين کې چې د تعدد اجازه شته نو په دنيوي کارونوکې خو دې په طريقه اولى د تعدد اجازه وي او په عقيده کې د اختلاف مشروعيت په سياسي او ټولنيز ډګرکې د اصلاح په اړه د اختلاف د جواز له پاره زمينه برابروي.
فهمي هويدى د تعدد د تصور له مخې سياسي فعاليت دري ډوله شميري:
١_ يو هغه سياسي فعاليت چې د اسلامي چوکاټ په داخل کې وي مثال يې مختلف اسلامي اجتهادات اوتصورات دي .
٢_ هغه سياسي فعاليت چې د غير اسلامي فکر او مفکورې په بڼه څرګنديږي او د اسلامي شريعت د ځينو اړخونو په اړه اعتراضات او تحفظات لري
٣_ هغه ډول سياسي فعاليت چې د اسلامي عقيدي له دايرې نه باندې او په عين وخت کې د اسلام خلاف هم وي .
د دې درې ګونو صورتونو په اړه د هويدى دريځ دادى:-
١_ د لومړۍ ډلې سياسي فعاليت په اتفاق سره مباح دى
٣- د دوهمې ډلې سياسي فعاليت په ترجيحي توګه مباح دى
٢_ د درېمې ډلې سياسي فعاليت په اتفاق سره ناروا او ممنوع دى.
فهمي هويدى وروسته بيا سيکيولريزم په دوه ډوله ويشي چې د يوقسم عقيده صحيح وي او دين سره مصالحت کولى شي او دوهم قسم چې پيروانو يې له عقيدي سره تعارض لري او دين بالکل نه مني [اګر که د سکولريزم په ارتباط دا دده شخصي نظر دى او نور ډېر زيات مفکرين دغه تقسيم نه مني] .
همدارنګه ډير اسلامي ليکوالان او مفکرين په ګڼ حزبي سيستم باندې عقيده لري او وايي چې بايد موجود وي تر دې چې استاد يوسف قرضاوي په دي اړه وايي کله چې اسلامي دولت قايميږي بايد د شريعت د قطعي احکامو په چوکاټ کې د ننه د نورو افکارو او اتجاهاتو درناوى وکړي ځکه همدې اسلامي تحريک واک نه درلود، واکمني نه وه ورسره، د ازادو او مستقيمو انتخاباتو له لارې يې له نورو سيالي وګټله، قدرت ته ورسيد خو کله چې د واکمنۍ پر تخت کښېناست نو که بيا هغه ډلې ممنوع اعلانوي او د فعاليت مخه يې نيسي چې د قدرت په منډه کې يې سيالي ور سره درلوده که داسې کوي نو هغو کسانو ته به يې زيان رسولى وي چې رايه يې ورکړې او د قدرت له پاره يې غوره کړي دي همدارنګه استاد حسن الهضيبي، استاد احمد ياسين او نور اسلامي مفکرين په همدې نظر دي په کوم نظر او رايه چې دوى ولاړ دي اوتاييد يي کوي د اوسنۍ اسلامي نړى واقعيت دى ځکه اسلامي نړۍ کې د کمونستانو، لبرالونو، سکولريستانو او نشنليستانو ګوندونه موجود دي نو له دې واقعيت سره د تعامل په اړه يې خپل نظر داسې ورکړى دى.
بله دا چې د اسلامي خلافت له ړنګېدونه وروسته چې په اسلامي نړۍ کې څومره حکومتونه تير شوي دي اکثريت يې استبدادي او ظالم حکومتونه وو. د دغه ظلم زياتي او استبداد ډير تاوان او زيان مسلمانانو (اسلامپالو) ته رسيدلى دى ځکه وژل، بندي کول، تبعيدول، مصادره کول دا ټول اسلامپالو په تيرو لسيزو کې وګالل، نو بناءً له يو ديکتاتور نظام څخه خو يو داسې نظام چې هلته هر څوک خپل اواز پورته کولى شي ډېر بهتر دى له دې نه چې د سړى مرۍ خپه وي او انتقاد خو څه چې د رايې اظهار هم نه شي کولى په همدې اساس اسلامي مفکرينو تعدد او ګڼ حزبي سيستم ته ترجېح ورکړې د دې په ځاى چې يو کور يا يوه ډله د ښامار په شکل د قدرت په ګدۍ ناست وي له هغه څخه خو دا ښه دى چې ملت هم په واک کې څه برخه ولري.
په اسلامي امت او نړۍ کې ډير داسې مفکرين او متجددين شته چې هغه سياسي تعدد نه مني د بېلګې په توګه امام شهيد حسن البنا وايي ( په اسلام کې د حزبونو او حزبګر ايي په نامه څه شى وجود نه لري. همدارنګه استاد محمود عبدالمجيدالخالدي په ګڼ حزبي سيستم باندې اوږده خبره کړي خو نچوړ يې دا دى چې د دې ايت (((ولتکن منکم امة يدعون الى الخير يامرون بالمعروف وينهون عن المنکر) ژباړه خامخادي له ستاسو څخه يو جماعت وي چې خلک خير ته رابولي او په نيکۍ امر او له بدۍ منع کوي)) وايي چې يو جماعت او حزب جوړول په امت باندې فرض کفايي دي چې هغه د اسلامي حکومت په چوکاټ کې وي او د هغه وظيفه الله(ج) خپله تعين کړيې چې امر په نيکۍ او منع له بدۍ څخه ده. که بل جماعت څوک جوړوي د هغه ممانعت نشته خو کار يې معلوم او واضح دى په دې معنا چې په اسلامي دولت کې داسې ډلو او احزابو ته اجازه نشته چې امر بالمعروف او نهي له منکر څخه نه کوي او ديموکراسي چې د کومو احزابو خبره کوي هغه خپله د منکراتو ځالې دي او منکرات زيږوي نواستاد ( خالدي) ديموکراسي ډيره په سخته لهجه ردوي. بله مهمه خبره دا ده د کومو احزابو ياد چې مونږ وکړ لکه کمونستان، لبرالان، سکولرستان .... د دغه ګوندونو او ډلو په ارتباط د اسلام حکم څه دى؟ ايا دوى د مسلمانانو په صف کې دي او که نه؟ که نه وي بيا اسلام د مرتد له پاره څه احکام لري؟ که له يو بادشاه او حاکم نه ښکاره کفر ظاهر شي عزل کول يي واجب دي او دغه ډلي چې غير اسلامي اصولو ته دعوت اوبلنه کوي د دې په ارتباط اسلام چپ پاتې شوى اوکه څنګه ؟
په اوسنۍ اسلامي نړۍ کې هغه اسلامي نظام چې الله (ج) او رسول ته مطلوب نظام وي هغه نشته نوبناً پدې حکومتونو کې له استبداد او ظلم څخه ازادي او اپوزسيون ښه دى چې موجود وي خو کله چې د اسلام د خوښې نظام چې هغه د خلافت نظام دى هلته بيا ډله او تنظيم جوړول نه يواځي جواز نه لري بلکې بياحرام دي چې څوک ډلې او ټپلى جوړوي او د هغه نظام په خلاف اواز پورته کوي سره ددې چې هلته به هم انتقاد اودبيان ازادي موجوده وي. په اخر کې بايد دومره ووايو چې د اسلامي نړۍ مشکلات ايا دغه وابسته ډلو له خوا نه ده جوړشوي چې کله ديواصولو دعملي کولوقرباني او کله د بل د معيارونو د عملي کولو په خاطر يې خپل وطن وران اوويجاړ کړى وي کله د يو زنده باد چيغي او کله د بل زنده باد چيغې وهي.
په تيرو څو ګڼو کې مو د ديموکراسۍ په اصولو باندې بحث وکړ اوس غواړو چې د هغې غورچاڼ بيان کړو:
ديموکراسي که يواځي انتخابات، د بيان ازادي، په رهبرانو او حاکمانو انتقاد وي او همدارنګه د مشرانوعزت کول وي نو اسلام همدغه امور تائيدوي او غوښتنه يې دا ده چې خپل مشران په خپله وټاکي او همدارنګه اسلام د بيان د ازادۍ مدعي دى مګر د ازادۍ مفهوم بايد د خلکو دين او مذهب ته کنځل کول او سپک کتل نه وي. په اسلام کې هر څوک خپل اواز د حکومت په خلاف پورته کولى شي: پيغمبر(ص) فرمايي( افضل الجهاد کلمات الحق عند سلطان الجائِر) بهترين جهاد د ظالم بادشاه په مخکې حق کلمه ويل دي همدارنګه ابوبکر صديق په اوله خطبه کې وايي چې: ضعيف په تاسو کې زما په نزد قوي دى تر څو چې خپل حق واخلي .حضرت عمر خطبه ويله هغه وويل چې اسمعوا و اطيعوا وايې ورئ او اطاعت وکړئ، په دې وخت کې يو صحابي پورته شو او ويې ويل نه يې اورو او نه يې منو ځکه د زکات رخت راغلى ستا ترې پوره جامې شوي ولې زموږ نه دې شوي. حضرت عمر (رض) وويل عبدالله شته؟ ځوى يې پاڅېدو او ويې ويل چې ما خپله برخه رخت پلار ( حضرت عمر) ته ورکړي هغه صحابي وويل اوس يي آورو او منو يې. دا په اسلام کې د بيان ازادي ده چې په ديموکراسى کې نه ليدل کېږي. او که ديموکراسي د ملت حاکميت د قانون جوړولو سلطه او واک ملت او خلکو ته ورکوي، په دې معنا چې د خداى نظام له نظره وغورزول شي، د ملت غوښتنه قانون وګرځول شي. د دې پوښتنه و نه شي چې الله په اقتصاد، سياست، ټولنيز ژوند کې څه فرمايلي بلکې په دې ټولو کې د ملت غوښتنه معتبره وګڼل شي او بس، نو دا کار په اسلام کې د منلو وړ نه دى ځکه چې په اسلام کې حاکميت او قانون جوړونه يوازې له الله پورې اړه لري، نه له انسان پورې.
همدارنګه د استبداد په خلاف اسلام خپل اواز له اولې ورځې نه پورته کړى په قرانکريم کې چې د فرعون، قارون او هامان او نمرود کيسه ذکر ياديږي، هلته د استبداد او ظلم د مخالفت خبره ده او پيغمبر(ص) ته تسلي ورکوي چې د نړۍ قوي زبرځواک الله تباه کړى دى.
لبرالستان وايي چې تر هغه پورې چې انسان ته په تقدس قانع نه شو تر هغه پورې لبراليزم نه عملي کېږي او له تقدس نه مراد دا دى چې انسان هر څه کوي هغه ښه کوي او کوم داسې ځواک نشته چې د انسان خوښه وننګوي. په ديموکراسي کې انسان کولى شي چې سهار پر يو دين وي او مازديګر په بل دين. ايا اسلام د دې اجازه ورکوي؟ اسلام د مرتد او زنديق له پاره خپل احکام لري.
ديموکراسي چې همجنس بازي-هلک د هلک او جلۍ له جلۍ سره واده کولو څخه نه منع کوي او لا ور ته هڅوي يې، ايا اسلام د دې جواز ورکوي؟ په همدې اساس داريوش شايګان وايي د ديموکراسي پلي کول دا غوښتنه کوي چې عقلونه او موسسې ټولې بايد لادينه او سيکولر شي، په دې معنى چې د ديموکراسۍ د قيام له پاره يو شرط دا دى چې خلک بايد بې دينه شي.
منصورکيخيا دې مطلب ته په اشارې سره ويلي چې: د ديموکراسۍ قيام او برياليتوب د سکولريزم يا لادينۍ تر خپلولو پورې تړلى دى. همدارنګه حيدرعلي د ديموکراسۍ د لوى بحث نه وروسته ليکي: ځنې داسې ادارې او موسسې شته چې شتون او دوام يې د ديموکراسۍ د قيام په وړاندې خنډونه جوړوي لکه د امر بالمعروف او نهى عن المنکر اداره، داحتساب اداره کومه چې دټولنې څارنه کوي او ګورې چې خلک لمونځونه کوي اوکه نه، او په روژه کې د روژې نيولو پلټنه کوي، د خلکو لباس ګورې او اسلامي لباس اغوستل ضروري بولي. دا ډول فعاليتونه د ديموکراسۍ مخه نيسي. بيا زياتوي دا هغه موسسې دي چې د ولس په سطحه د دولت کار کوي او دولتي دنده اجرا کوي، د سزا ورکولو صلاحيت لري او په دې سره هېوادوال تنګوي او اکثره دا ډول اعمال له شخصي ازادۍ سره ټکر لري او د نورو په کارونو کې د لاسوهنې سبب کېږي- نو له همدې امله ده چې د داسې ډول ادارو او موسسو شتون د يوې دموکراتيکې او تعددي ټولنې د جوړيدو په لار کې خنډونه ايجادوي. د ديموکراسۍ غوښتنه يوازي دا نه ده چې عقلونه او مغزونه لا دينه شي نور عقايد ومني او اعتراف پرې وکړي بلکه ديموکراسي دا هم غواړي چې هغه دعوتي او اخلاقي موسسې او ادارې لغوه شي کومې چې له فردي ازادۍ سره ټکرلري او د افرادو په ځانګړيو امورو کې مداخله اولاسوهنه کوي.
له تيرو شننو څخه دا په ډاګه کېږي چې ديموکراسي يواځي څو شکلي او عملي اجراآت نه دې چې د انتخاباتو په کولو او له همدې لارې د قدرت په ليږدولو او انتقالولو کې خلاصه کېږي، بلکې ديموکراسي د ژوند يو داسې نظام وي چې ځانګړي موضوعي شروط لري، اصل او جوهر يې له ليبرالي مفکورې نه اخستل شوى دى او دا هغه فردي نظريه ده کومه چې فرد د ټولنيز جوړښت د هدف په توګه پېژني، د ګډو ارزښتونو په وجوداعتراف نه کوي او دا د ژوند هغه نظام دى چې د فردي ازادۍ په بنسټ ولاړ دى. فرد ته دا حق ورکوي چې د افکارو، ارزښتونو، اخلاقو او اديانو په منلو کې پوره ازادي او اختيار ولري، د ځان له پاره هغه څه غوره کړي چې غواړي يې او د نورو له مداخلې نه په ازاده فضا کې يې په خپله خوښه غوره کړي ځکه فرد د ځان بادار او واکمن دى.
له غربي فرهنګ او ثقافت نه د پيروۍ په اساس ډيرو ليکوالانو او مفکرينو په اسلامي نړۍ کې هم ازادي او تعدد د سياسي فعاليت د اصولو په حيث منلي او همدا شعاورنه زمزمه کوي. دوى د رايې له ازادۍ نه دفاع کوي او تعدد او ګوندي تعدد په دلايلو د ثابتولو هڅې کوي، خو که غور وکړو وبه ګورو چې داډول افکار او تحليلونه چې له لويديځ فکر سره د برابرۍ او يا له هغوى نه د تقليد په موخه راپيداشوي اصلاً د خپل صحت له پاره هيڅ شرعي دليل اوقاعده نه لري. له قرانکريم او نبوي سنتو نه هيڅ شاهد او ګواه ورسره نشته بلکې دا تش د حالاتو او عيني واقعيتونو زېږنده ده اوبـس.
اسلام د ژوند يوه پوره برنامه ده او که څوک غواړي چې صحيح ژوند وکړي هغه بايد په اسلام صحيح ځان پوه کړي او بيا د عمل جامه ور واغوندي. له ځان نه دې اسلام پسې خبرې او تورونه نه تړي. د يو ريښتيني مسلمان په توګه مو بايد هڅه او کوښښ دا وي چې په اسلام کې پوره داخل شو دا ځکه چې د قيامت په ورځ له اسلام نه پرته بل څه د قبول وړنه دي. الله فرمايي:
(ومن يبتغ غير الاسلام ديناً فلن يقبل منه و هو فى الاخرت من الخاسرين) څوک چې له اسلام نه پرته د بل دين او نظام پيروي وکړي هغه به ترې قبول نه شي او په اخرت کې به د تاوانيانو له ډلې څخه وي.