د سرطان په پيدا کېدلو کې د شرابو رول

ليکنه : سراج الاسلام مفتي PhD 

ژباړه: ډاکټر سيد خالد راشد يسئلونك عن الخمر والميسر قل فيهما اثم كبير ومنافع لناس و اثمهما اكبر من نفعهما ( البقره ۲۱۹)د شرابو او الكولو فابريكې اكثر د رسنيو له لارې داسې اعلانونه خپروي  چې : شراب ستاسې لپاره ښه دي .هغه څه چې ډير ښكاره دي دا خبره ده چې كيدلاي شي شراب څه ناڅه فايده هم ولري خو زيان يې د ښيګڼې څخه ډير زيات دي. دشراپو په اړه د يو پوښتنې په ځواب كې قرآن داسې وايي : دوى له تاڅخه د شرابو په اړه پوښتي ، ورته ووايه اى پيغمبره ! چې په دې كې ستره ګنا او زيان دي او د خلكو لپاره په كې ګټه هم پرته ده خو زيان او ګنا يې له ګټې ستره او لويه ده.( البقره ۲۱۹)قرآن دا مسئله وخته روښانه كړې وه خو نوى ساينس دا خبره زباتوي چې شراب د يو سرطان يا كينسر په شمول د زيات شمير ناروغيو لامل ګرځي. دا خبره په زياتو هيوادونو كې د يو لړ اپيدميالوژيكي څيړنو نه وروسته ثابته شوى ده. د بيلګې په ډول د امريكا په متحده ايالاتو كې يوه څيړنه دا راښايي چې د مرى د سرطان ۷۵ فيصده او د خولې د جوف د سرطان ۵۰ فيصده پيښې د الكولو د څكلو سره تړاو لري.( Rothman et al ,1980) په سرطان كې د شرابو  رول او نقش ډيرې پوښتنې راولاړى كړې چې د ۱۹۷۹څخه تر ۱۹۹۷ پورې د اريزونا د پوهنتون لابراتوار له خوا د امريكا د روغتيا د ملي انستيوت په مالي بودجه مطالعات او څيړنې سرته ورسيدې څو دغه پوښتنې ځواب كړي. ددې څيړنو پايلې په بيلابيلو ژورنالونو كې خپرې شوى چې لنډيز يې په لاندې ډول راخستلاى شو:راولاړې شوې پوښتنې: د اپيدميالوژي ترڅنګ څه ډول كولاى شو د سرطان او الكولو ترمنځ اړيكې ثابتې كړو . په داسې حال كې چې داسې څيړنه داسې شرايطو ته اړتيا لري چې متغيرپه كې يواځې الكول وي او نور شرايط بيخې يو شى وي. د الكولو او سرطان اړيكې په داسې يو څيړنه كې ثابتې شوي دي چې په هغې كې زيات متغيرات وو ځكه دا څيړنې په انسانانو سرته رسيدلى وي او انسانان خو يو د بل سره حتماً د بيلابيلو شرايطو له مخې  توپيرونه لري. تجربوي حيوانات لكه  سوې او موږكان  په ځانګړو اطاقونو كې چې يو ډول شرايط لري  ساتل كيږي  او كيدلاى شي د الكولو او كانسر د اړيكو د ثابتولو لپاره د مودل په ډول وكارول شي.د كانسر د رامنځ ته كيدلو په كوم پړاو كې  الكول رول لري؟ د كانسر وده خو دوه پړاوه لري : يو ې د رامنځ ته كيدو پيل دي او دوهم يې د پرمختګ پړاو دى ،  د پيل كيدو پړاو يې هغه مهال رامنځ ته كيږي كله چې يو ژوندۍ موجود د كانسر پارونكو موادو ( carcinogenic substances) سره مخ شي  او د اخته شوې حجرې يا ژونكى DNA كْې تغير رامنځ ته كوي چې وروسته بيا نورو حجرو ته هم  خپريږي. وروسته بيا د پرمختګ پړاو پيل كيږي چې د پيل پړاو تعقيبوي ، او هغه ټول مراحل او پړاونه په بركې نيسي چې د حجراتو د كينسر د پراخيدو لامل ګرځي. اوس خو دايو منل شوى خبره ده چې د دې سره سره چې د پيل پړاو يو ډير مهم پړاو دى خو  تخريب شوي DNA د معافيتي سيستم لخوا لري كيږي ، نه په دې ډول كه چيرې د پرمختګ پړاورامنځ ته نه شي نو د پيل د پړاو اغيزې زر له منځه تللاى شي. دا ډيره مهمه ده چې  ددې پړاونو ترمنځ فرق وشي ځكه چې د شرابو مهمه تركيبي ماده ايتانول دي او هغه خو د كانسر پارونكې ماده نه ده . خو لومړنيو څيړونو هم دا ښودلى ده چې ايتانول د كانسر پارونكې ماده نه بلكې هغې ته د پرمختګ وركونكې ماده ده.له دې هم مهمه داده چې هغه ماليكولي ميكانيزم روښانه شي چې الكول يې له مخې د سرطان لامل ګرځي. يواځې دهمدې ټكو په روښانتيا سره كولاى شو د ناروغۍ په رامنځ ته كيدو وپوهيږو.د ځواب ميندنه :  په زياتره تجربو كې حيواني نمونې د تجربو دسرته رسونې لپاره كارول كيږي او  ددې لامل  دادې چې همغه ماليكولي ميكانيزم په انسانانو كې هم كاركوي. له بل پلوه دا نا ممكنه ده چې پر انسانانو تجربه سرته ورسيږي. اسلامي فقهاء په دې نظر دي چې د انسانانو او ځينو حيواناتو د خير اوگټې لپاره پر يو بل حيوان باندې تجربه سرته رسيدلاى شي. كله چې  ايتانولو ۷% محلول جوړ كړل شي او په يوه مايع متوازنه غذا كې سوې يا هم موږك ته وركړل شي  نو دوى د الكولو عادي ګرځي كټ مټ لكه يو شرابي انسان . كله چې د دوى د غذا څخه الكول لرى كيږي نو دوى د withdrawal syndrome نښې نښانې ښايي لكه د وجود لړزه . دغه راز ددوى په وينه كې د ليپيدو سويه هم لوړيږي او په ځګركې يې د اندوپلازميك ريتوكلولم تكثر ترسترګو كيږي.هغه حيوانات چې په دغه تجربو كې د كنترول په ډول  كاريدل  په همغه كچه كالورۍ غذا ورته وركول كيدله يواځې په دې توپير چې دلته قندياتو د ايتانول ځاى نيولى وو.څرنګه چې روښانه ده چې ايتانول د سرطان پارونكې ماده نه ده نو ځكه  ميتايل بينزايل نايتروزامين  وكارول شو څو د حيوان په مرى كې كانسر رامنځ ته كړي.دغه ټاكل شوي سرطان پارونكې مواد په طبعي ډول سره په چين او افريقا كې  سرطان راپاروي چيرته چې د مرۍ د سرطان پيښې زياتې دي. د موادو دغه غوراوي يوه ريښتينې اپيدميالوژيك حالت منعكس كاوه.الكول د كانسر پرمختګ چټكوي:يوشمير مطالعات اوڅيړنې په كار واچول شوى څو دموږكانو د مرى په كانسر كې د ايتانولو نقش او رول روښانه كړي . ترټولو جالبه داوه چې  په دغه تجربه كې موږكانو ته د څيړنې تراخره پورې د الكولو لرونكې غذا وركول كيدله . پايلو وښودله چې د ايتانولو كارولو د مرى د افت په شمير او اندازه كې د پام وړ زياتوالې رامنځ ته كړ كله چې د تغيرشوى مورفولوژي په له پلوه وكتل شو. د پام وړ بله خبره داده چې د افت هغه حجرات چې په تومور بدلې شوى وې د ايتانولو د كارولو سره سمې زياتيدلې.( Mufti,Becker and Sipes, 1989) دغه څيړنه داخبره شه زباتوي چې الكول د كانسر يا سرطان په وده نيغه په نيغه دخيل دي. ددغه تومورونو څيړنې او كتنې دا هم وښوده چې د ايتانولو ( الكولو ) په استعمال سره د مرى په اپتيل پوښ كې هم پيړوالې او ضخيم والې رامنځ ته شوى وو.دغه راز ډيرو پيړو شوو حجراتو د مرى داخلي ديوال خواته لار پرانستې وه چې په تحت الجلد كې يې وينه بهيدنه يا خون ريزي رامنځ ته كړى وه ( Mufti 1991) دغه كتنې  د تومورونو د ودې په بهير كې د الكولو رول ښه روښانه كوي.د الكولو پورې اړوند كانسر او د هغې ماليكولي ميكانيزم : د ليپيدو د ميتابوليزم خرابوالى: داخو ثابته شوې ده چې  د الكولو كارونه د ليپيدو يا شحمياتو ميتابوليزم خرابوي.كله چې د مرى د انساجو شحميات د پورتنۍ تجربې نه وروسته  شحمي تيزابو ( fatty acids) لپاره وشنل شو نو داثابته شوه چې په غير مشبوع شحمي اسيدونو كې ډير زيات گډوډي موجوده وه په ځانګړى ډول په  د اوږده ځنځير لرونكې شحمي اسيدونو كې (Nachiappan et al , 1993) غير مشبوع شحمي اسيدونه ثبات نه لري او هرڅومره يې چې ځنځير اوږديږي په همغه كچه پر ليپيد پر اوكسايدونو د ماتيدلو لپاره ښه وړتيا لري. همدا خبره د ليپيدپراوكسايدو زياتيدل ښه روښانه كوي يعنې د ايتانولو( شرابو) په واسطه  د ازادو راديكالونو خوريدل زياتيږي.  برسيره پردې د ځنو ځانګړ و شحمي اسيدونو لكه ( eicosaniods) او ددوى مركبات لكه اراكيدونيك اسيدونو زياتوالې هم تر سترګو شوى دى چې دازياتوالې د حجراتو د بې ځايه تكثر لامل ګرځي ( Mufti et al , 1997)  دا څيړنې دا راپه ګوته كوي چې  ايتانول يا شراب د ليپيدو او شحمياتو ميتابوليزم ګډوډوي چې په پايله كې د حجراتو تكثر زياتوي او د كانسر په وده كې مرسته كوي.د ازادو راديكلونو رامنځ ته كيدل:  ازاد راديكلونه هغه مهال رامنځ ته كيږي كله چې ديو اتوم يا ماليكول څخه يو الكتران ازاد شي . دغه ازاد راديكلونه په يو لړ ناروغيو كې رامنځ ته كيږي. د سرطان يو شمير زيات وده وركونكې مواد ازاد راديكلونه رامنځ ته كوي . او داخبره ثابته شوى ده چې د الكول اوږد استعمال د ليپيد پراوكسايدو ازاد راديكلونه رامنځ ته كوي ، سر بيره پردې  كله چې الكول د تجربې په ډول د مرى د كانسر د ودې لپاره وكارول شو نو وليدل شو چې په زياته شميره كې د ليپيد پراوكسايدو ازاد راديكلونه رامنځ ته شو. او كله چې حيوان ته ويتامين E وركړل شوه نو وكتل شوچې دا راديكلونه كم شو او ورسر ه جوخت د تومور په كچه او اندازه كې كموالې رامنځ ته كيده( Odeleye et al , 1991) د ا ډيره جالبه ده ځكه هغه  ازاد راديكلونه او كانسر چې  د الكولو پواسطه رامنځ ته شو د انتي اوكسيدانت لكه ويتامين اي پواسطه كميدل.ثانوي ميوتيشن secondary Mutation: داخبره اوس په عام ډول منل شوى ده چې د تومورونو وده وركونكي مواد د DNA د MUTATION لامل نه ګرځي خو داسې شرايط رامنځ ته كولاى شي چې د دي اين اى  ثانوي ميوتيشن  رامنځ ته كړي. كه چيرې داسې حالات رامنځ ته شي نو دا به د كانسر د پارونكو موادو اغيز لا ګړندى او چټك كړي. معافيتي سيستم ځپل : معافيتي سيستم د انسان د وجود دفاعي سيستم دي چې د انسان د وجود نه هره خرابه او مضره حجره يا ژونكه لرې كوي خو په انسانانو او حيواناتو كې  زمونږ څيړنو دا ښودلې ده چې  ايتانول دهغه ځانګړو حجراتو شميره راكموي چې د معافيتي سيستم دندې پرمخ بوزي. ( Mufti, Prabhala , et al , 1988) پايله او لنډيز: هغه انځور چې د ايتانولو د استعمال  او د هغې د اغيزو په اړه زمونږ د شوې څيړنې څخه رامخې ته كيږي داسې دى:ايتانول په وجود كې د يو شمير حجروي بهيرونو د گډوډلو له لارې د سرطان د وده وركونكې مادې په حيث كاركوي. ايتانول د dna د ثانوي ميوتيشن لامل ګرځي او د سرطان د پارونكو موادو اغيز چټكوي، دغه راز زمونږ څيړنو دا ثابته كړه چې الكول او شراب په وجود كې دفاعي او معافيتي سيستم ځپي چې په پايله كې د هرراز ناروغيو ښكار كيدلاى شي. دا ټكى هم د يادولو وړ دى چې ويتامين اى او ويتامين اي د معافيت په لوړولو كې مرسته كوي.