د پرديو تقليد
2008-11-10 04:55:01
محصل غازي زاده
داسلام سپيڅلي دين د پرديو پسې روانيدل او د هغوى تقليد كول په كلكه سره غندلى دى،او خپلو پيروانو ته يې دا امر كړى دى چه خپل ديني تشخص وساتي . دا ځكه چه دغه الهي دين د ژوند لپاره پوره او بشپړ نظام لري ، او د انسانانو لپاره د ژوند په هرې برخې كې ښوونې او تعليمات لري . همداراز د دغه دين نظام پخپلو ځانګړو مشخصاتو باندى ولاړ دى چې په همدې بناء يې خپلو پيروانو ته ځانګړې تګلاره او هويت ټاكلى دى .
دا يو منل شوى حقيقت دى چې په خلكو كې پياوړى شخص هغه څوك دى چې پخپل كلتور باندې ولاړ وي په هغه باندې فخر كوي، د پرديو پسې نه روانيږي، بلكې بې كلتوره او بې فرهنګه خلك له ځان پسې روانوي . چې همدغه كار د يو مسلمان وګړي ، مسلمانې ټولنې او اسلامي جماعتونو له مهمو صفتونو څخه شميرل كيږي .
مسلمان فرد بايد په عزت نفس ( ځان برلاسي ) باندى موصوف وي ،او هيڅ كله د نفسي ماتې او كمزورۍ احساس ونكړي؛ ځكه چې دغسې احساس سړى دې ته هڅوي چه ځان سپك وګڼي، د پياوړو خلكو د مقام هيله وكړي، هغوى ورته په نظر كې لوى راشي، هغوى د ځان لپاره بيلګه وګرځوي، د هغوى په پل باندې پل كيږدي او بيا په هغوى كې خپل شخصيت ويلې او ذوب كړي ، چې په پاى كې يو مسخه شوى ، بدل شوى، او كمزورى انسان وګرځي
مونږ ته خپل لرغوني تاريخ د وياړ په سياهي داسې ليكلي دي :
مسلمانان د پيړيو راهيسى سرلوړي او ځواكمن و، د ژوند د ديني ، ټولنيزو،اقتصادي ، علمي او سياسي څانګو د صدارت مقام د دوى په لاس كې و .اسلامي امت يو ريښتينى ځواك و چى په وړاندې يې نور تمدنونه سرټيټي او سلامي شوي وو . خو كله چې مسلمانانو د ژوند په مختلفو ډګرونو كې د خپل دين ښوونو ته شا كړه او خپل ديني ارزښتونه يې له لاسه وركړل؛ نو ځواك او حكومت يې ختم شو او د زوړتيا او انحطاط په لور روان شول . او په مقابل كې يې لويديځوال ځواكمن او پياوړي وګرځيدل،او د همغوي تمدن مطرح شو.
نو د مسلمانانو د كمزورۍ او وروسته والي او د دښمنانو دځواكمنۍ او پرمختګ لامله اسلامي ټولنې له بيلابيلو ناخوالو او ستونزو سره مخ شوي . او بيا په اسلامي امت کې د دغو ستونزو او ناخوالو څخه د وتلو په خاطر د مسلمانانو ترمنځ ډول ډول تحريكونو او مصلحو شخصيتونو سر راپورته كړ، چه پدغه لړۍ كى هغه طبقه خلك هم حسابيږي کومو چې ځانونه په روڼ اندو ( متنورينو ) ياد كړل .
د مسلمانانو د پرمختګ او ځواكمن كيدلو په اړه د روڼ اندو دا نظر و چې بايد په اسلامي ټولنو کې داسې ټولنيز او اقتصادي نظامونه رايج شي كوم چې په غرب كې رايج دي . هغوى به داسې انګيرله چې مسلمانان ترهغې پورې پرمختګ نشي كولى ترڅو چې په ټولنيزو او اقتصادي نظامونو كې هغه بنسټونه او قواعد ونه مني په كومو باندې چې لويديځوال باور لري دوى دا ګومان وكړ چه ګواکې په ټولنيزو او اقتصادي ډګرونو كې اسلامي ښوونې د پرمختګ سره سمون نه خوري، نو دې ته اړتيا ده چې د غربي ټولنې بنسټونه خپل كړو. د دوى په اند د موجوده وروسته پاتې والي څخه د مسلمانانو لپاره د وتلو يواځنى ليار د لويديځ تمدن او تهذيب تقليد او د هغى پسې روانيدل دي . بالآخره د روڼ اندو دغه فاسدى نظريې او غلط فكر په زيات شمير مسلمانانو باندې اغيزه وكړه چې د همدې په وجې له اسلامي ښوونو څخه لاس په سر شول او په تدريج سره د غربي تهذيب مقلدين او پيروان وګرځيدل .
حقيقت دادى چې دغه روڼ اندي او غرب پلوه خلک له يوه لوري د اسلامي نړۍ د ركود او جمود حالت له امله او له بله پلوه د اسلامي تعليماتو څخه د ناخبرۍ پر اساس داسې فكر او نظرئې ته ورسيدل. د هغوى دغسې دعوه تش ګومان و هيڅ حققيت يې نه درلود . كه دوى د اسلامي دين د حقيقي سرچينو قرآنكريم او نبوي سنتو په مطالعه باندې لږ ځانونه ستړي كړى واى او د اسلامي شريعت د تعليماتو او د مسلمانانو د ركود او وروسته پاتې كيدلو ترمنځ يې توپير كړى واى ، نو داسې انګيرنه او ګومان به يې نه واى كړى .
پدې كې شك نشته چې د هر تهذيب او تمدن نظام په معنوي ( روحاني ) او اخلاقي بنسټونو ولاړ وي . تمدن روح او شكل دواړو ته شامل وي،او داخل او بيرون يې يو له بله سره تړلى وي ، او بيا په همدې اساس د حركت اوفعاليت جوګه ګرځي . خو هغه خلک چه د دې پر خلاف تصور کوي او وايي چې د پرديو د تمدن د ظاهري څيرې پسې روانيدل پروا نكوي ترڅو چې باطن او روح يې ونه منل شي ، دوى د سطحيت او عدم معقوليت په مرض باندې اخته دي؛دا ځكه چې تهذيب او تمدن خو هسې يو فارغ شكل او كالبوت نه وي بلكې هغه د يو ژوندي نظام، پوره فعاليتونو او بشپړو چارو لرونكى نظام وي .كه مونږ د كوم تهذيب د ظاهري شكل پيروي هم وكړو نو حتما به يې له تګلارو څخه اغيزمن كيږو ، مؤثر اړخونه به يې مونږ باندې اثر غورځوي ، او په تدريج سره به مو له خپلې سمې او معقولې ليارې څخه اړوي
نو د پرديو د تقليد او پيروۍ د همدى بدې اغيزى په نظر كې نيولو سره زمونږ ستر لارښود او د الله تعالى استازى صلى الله عليه وسلم اسلامي امت د پرديو له پيروۍ څخه ډارولى دى ،هغه فرمايي :( من تشبه بقوم فهو منهم ) څوك چه له يو قوم سره ورته والى او هم رنګي اختيار كړي نو دى له هغوى څخه دى .
دا منل شوې خبره ده چه د يو امت فكر ،عقيده ، تګلارې،او عادتونه خپلو وګړو ته په ژوند كې ابتكارات او نوښتونه ورپه برخه كوي . نو د دغه قاعدې پر اساس په اسلامي ټولنو كې هغه وګړي چه د پردي تمدن پسې روانيږي حتما به د خپل تمدن كلتوري او ټولنيزى ځانګړتياوې خپل ملت ته پريږدي او د هغه تمدن د فكر او عقل د بندګۍ په ليار به روانيږي دكوم پسې چه يي اقتداء كړى ده
دا څنګه كيدلى شي چې مسلمان دې د پرديو تمدن پسې روانيږي او بيا دې ورڅخه نه اغيزمن كيږي ، او يا دې پدغه صورت كې پخپل دين باندې مستقيم پاتې شي ؟
حتمي ده چه داسې وګړي به له خپل دين څخه انحراف كوي،خپل دين او تمدن به ورته نيمګړى بريښي او خپل ملت ته به په سپګه ګوري . او د دى برعكس د پرديو دين، دهغوي تمدن او كلتور به ورته ستر او ځواكمن بريښي او د اسلام د دين دښمنانو ته به د قدر په سترګه ګوري .
نو د دى لپاره چې يو مسلمان وګړى د خپل دين د ښوونو سره سم ژوند وكړي پرې لازم دي چه د خپل دين په امتياز او كمال ( پوره والي او بشپړتيا) باندې عقيده ولري،او د پرديو په تمدن كې د خپل شخصيت له ذوب كولو څخه په كلكه ډډه وكړي،چه همدا د مسلمان د سرلوړۍ ، عزت او كرامت د ساتنې ليار ده .
بايدپه ياد ولرو چه مونږ له پرديو څخه د ساينس په ډګر كې له استفادې كولو څخه منعه نه يو,همداراز دا راته روا ده چې د نورو تمدنونو له مثبتو اړخونو او تجربو څخه پدې شرط ګټه واخلو چې فكري ،كلتوري،او اخلاقي اړخونه مو زيانمن نشي ،او خپل ټولنيز استقلال وساتلى شو .
نن ورځ مونږ د خپلو پخوانيو او اسلافو د دريځ خپلولو ته اړتيا لرو. هغوى د خپل دين په تشخص باندې د باور ,او پخپلو ځانونو باندې د اعتماد درلودلو پر بنسټ يو ستر تمدن جوړ كړى وو ،او د هغه تمدن د دنګې ماڼې په جوړولو كې يې د لرغونو تمدنونو له مثبتو اړخونو څخه استفاده كړې وه نه له منفي اړخونو څخه .
مونږ هم بايد د خپلو اسلافو په څير د پرمختګ ليار غوره کړو، او ځان ته نور د وروسته پاتې والي په ژوند كى د پاتې كيدلو اجازه ورنكړو،او نه د ترقۍ له كاروان څخه وروسته شو. د خپل تير برم داعادې لپاره ، او د غوره راتلونکي لپاره دا اړينه ده چه:
١- د خپل دين حقيقت ته وروګرځوو، او خپل حال دماضي سره وتړو.
٢- د پرمختګ داسې ليار ونيسو كومه چې د اسلامي منهج سره برابره وي.
٣- د ترقۍ په لور داسې ګامونه واخلو چې په نورو کې مو شخصيت اوهويت ذوب نشي.
نن ورځ چه مسلمان له كوم مشكل سره مخ دى د هغه مسافر حال ته ورته دى كوم چې څلور لاري ته رسيدلى وي، نو كه منزل په همدې ځاى پاى ته رسوي او همدلته ولاړ پاتې كيږي حتمي ده چې له لوږې څخه به مړ کيږي.او كه وړاندې ځي نو همدا اوس اختيار لري يو له دوه لارو څخه به غوره کوي:
١-د لويديځ تمدن لار .
كه دغه ليار يې ونيوله نو د خپل ماضي ( تير ) سره يې د تل لپاره خداى پاماني وكړه .
٢- او يا د حقيقي اسلام لار .
چې همدا د هغو خلكو ليار ده څوك چې پخپل تير باندې كلك باور لري او په راتلونكي کې د پرمختللي ژوند راوستلو توان لري