د ډېر وژونکو وسلو مخنيوى، که د مسيحيت خپراوى؟
2008-11-08 02:00:15
ليک: ډاکټر غنچه ګل ارمان
په عراق کې د سترې تباهۍ وسلي دي، صدام حسين له القاعدې سره اړيکې لري، نو بايد حمله پرې وکړل شي. او سره له دې چې دغه ليکنه هم وخت او شواهدو ناسمه ثابته کړه، مګر بيا هم ولې جګړه هماغسې روانه ده؟ ولې هره ورځ په لسګونو کوچنيان، ښځې، سپين ږيري، او عمر خوړلي د لويديځ له خوا د ٢٠٠٣م کال د مارچ پر ٢٠مه پيل شوې دې جګړې کې ژوند له لاسه ورکوي؟ او لا پاى يې ولې نه تر سترګو کيږي؟ ايا د سکې پر بل مخ بل څه نه دي ليکل شوي؟ له قهره ډکو عراقي چارواکو د تېرې جمعې په ورځ(د مۍ ٣٠مه) وويل چې يوه امريکايي دريابي سرتيري په فلوجه کې پر مسلمانانو د مسيحيت خپرونې پر موخه په خلکو باندې سکې ويشلي. د سکو وېشل په تېره مياشت کې د امريکايي پوځيانو له خوا دوهم په ډاګه شوی سپکاوی دی، کوم چې د يوه بل عسکر له خوا د نښې په توګه د قران کريم د کارولو او په مرميو ويشتلو څخه وروسته تر سره کيږي. (د قران کريم ويشتونکی عسکر د عراق له جګړې څخه معاف شو، او له عراق څخه واېستل شو)د دغو سکو انځورونه چې په عربي ژبه پرې ليکل شوي وو، د ګرځنده تيليفونونو له لارې په ټوله فلوجه کې خپاره شول، او له دې ډلې څخه د اسوشيټيډ پريس يوه کارکوونکي ته هم رسېدلي وو. د سکې په يو مخ ليکل شوي وو: خپل ابدي ژوند به دې چېرې تېروې؟په بل مخ يې له انجيل(New Testament) څخه يوه عربي جمله ليکلې شوې وهچې پکې الله ته د پلارتوب د نسبت، او د حضرت عيسی بن مريم د وژل کېدو په څېر باطل او کافرانه عقايد ځای په ځای شوي وو. (١) امريکايي سرتيري استدلال کوي چې دا يوه تاق پېښه ده، خو ايا ريښتيا هم همداسې ده؟ او که دا او ورته نورې پېښې د دوى رسمي ماموريت دى؟ د هغوى اقرار:حقيقت دا دى چې لويديزې مسيحي نړۍ دا جګړه د تمدنونو د ټکر د مفکورې پر اساس پيل کړې، نه د کوم بل هدف له پاره، او دا چې دا جګړه د مسيحيت د خپراوي او د عراق د اسلامي هويت د له مينځه وړنې په موخه پيل شوې وه. پر عراق د جګړې له پيله وړاندې ټايمز مجلې دې جګړې ته په اشارې سره ريښتيا ويلي وو: بوش او انجيلي ملګري يې هيله لري چې په عراق را راونه جګړه به په بغداد کې د مسيحيت د خپراوي پيليزه وي! (٢)د امريکا د اريزونا ايالت د فونکس په ښار کې يوه مُنَصِر په صراحت سره وويل: The Organization of the Southern Baptist Conference has a chance to change the history of Iraqيعنې د يادې شوې ادارې له پاره د دې فرصت موجود دى چې د عراق تاريخ بدل کړي.په همدې ډول ټايم مجلې له ريچ هايني څخه چې د DOWN تنصيري مؤسسې يو مشر دى نقل کړي: تبشيري انجيلي حرکت ته له تېرو لسو کلونو راهيسې د عراق په څېر فرصت په لاس نه وو ورغلى. نو ځکه بايد ووايو چې د عراق جګړه د مبشرينو له پاره يو نعمت دى. (٣)WEINSTEIN، څوک چې د Military Religious Freedom Foundation مؤسس دى، په دې هکله وايي:It is not the Constitution that is guiding what we're doing in the Middle East; apparently it's the Book of Revelation. And the Book of Revelation does not end with everybody being happy. دا اساسي قانون نه دى چې په منځني ختيز کې زمونږ روان کړه وړه تنظيموي، بلکه د وحې کتاب دى چې دا کار کوي. او د وحې کتاب په داسې توګه نتيجې ته نه رسيږي چې ټول خلک دې خوښ وي. په پنټاګان کې د مسحي چارو يو مشر COLONEL RALPH BENSON وايي:There will be no proselytizing of our own troops, let alone the Iraqis. And yet we have sent untold numbers of audio, visual, and written documents in Arabic to our troops to help try to convert the Iraqis and the people in Afghanistan.مونږ په خپلو سرتېرو کې د مسيحيت د خپراوي له پاره کار نه کوو، بلکه زمونږ هدف عراقيان دي. مونږ بې شمېره سمعي، بصري، او ليکلي اسناد په عربي ژبه خپلو سرتېرو ته ليږلي تر څو ور سره د عراقيانو او افغانستان د خلکو په مسيحي کولو کې مرسته وکړي. (٤)
په عراق کې د مسيحيت د خپرونې وسايل:
١- غذايي مرستې: چې په عراق کې د تنصيري مؤسساتو له مهمو وسايلو څخه دي، په دې اړه په عراق کې يو ستر مبشر، جيم ووکر، په داسې حال کې چې ٤٥٠٠٠ صندوقه غذايي مواد ور سره بار وو، وايي: له داسې کوچنيانو سره مخ شوم چې له لوږې څخه مړه کېدل، مګر د هغوى لومړنۍ اړتيا ډوډۍ نه وه، بلکه د يسوع د محبت پېژنده وه!
٢- دارو درمل: مسکينانو ته دوا درمل ورکوي، جراحي عمليې پرې اجرا کوي، او خارج ته يې د درملنې له پاره ليږي او په دې ډول د خلکو له بېوزلۍ څخه د ګټې اخيستلو په وسيله مسيحيت خپروي.
٣- له فرهنګي شخصيتونو او ادارو سره اړيکې: هغوى دغه برخه هم له پامه نه ده غورځولې او له مسيحيت څخه د اغېزمن نسل چمتو کولو له پاره يې د ښوونځيو، ټولنو، او ثقافي مؤسساتو په جوړولو په مليونونو ډالر لږولي.
٤- پر مسلمانو کورنيو د تنصيري موادو وېشنه: په دغو موادو کې کتابونه، نشرات او فلمونه شامل دي، چې په سر کې يې د يسوع په نامه فلم دى چې پکې د حضرت عيسى عليه السلام په اړه باطلې او بې لارې کوونکې کيسې دي. دغه فلم له اويا (٧٠) څخه زياتو ژبو، او دوو سوو ځايي لهجو باندې دُبله شوى او په عراق کې په عراقي لهجه پر خلکو وېشل کيږي. ويل کيږي چې له سل زرو څخه زياتې د انجيلي نسخې د اربيل(کردي سيمه ده) له لارې عراق ته داخل شوي او په ډېر کم نرخ، يعني يوه نسخه يې په نيم ډالر پلورل کيږي، دا په داسې حال کې ده چې له دې څخه په چاپي کيفيت کې ټيټ مصحفونه په عام بازار کې په څلوېښت امريکايي ډالر پلورل کيږي!
(٥) مسلمانو کوچنيانو ته انځور لرونکې تنصيري کيسې ډالۍ کول
(٦) راديويي او تلويزوني خپرونې: چې کولاى شو په دې برخه کې د بېلګې په توګه د صوت المحبة، راديو سوا، قناة الحره العراقيه، قناة الحرة الامريکيه، او آشور سيټلايټ چينل نومونه واخلو.
(٧) د ملګرو ملتونو مرسته: د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي کوفي عنان، هغه کليسا ګانې وستايلې چې په عراق کې يې نړيوالې مرستې وېشلې وې، په دې برخه کې د عراق د شمال د تنصيري کليساګانو ستره ونډه درلوده.(٥)