مسلمان ځوان او دعوت

عبد النصير (مرستيال) 

يو يهودي هلك و چې د رسول صلى الله عليه وسلم خدمت به يې كاوه، هغه يوه ورځ ناروغ شو، رسول الله صلى عليه وسلم يې پوښتنې ته ورغى، سر ته يې كښېنتى او ورته يې وفرمايل: اسلام قبول كړه! هغه هلك خپل پلار ته وكتل، پلار يې ورته وويل: د ابوالقاسم دا ومنه، هلك په بېړه سره وويل: أشهدن أن لا ﺇله ﺇلا الله، وأن محمدا رسول الله. رسول الله صلى الله عليه وسلم په بېړه سره خوشحاله را ووتلو اوو يې فرمايل:     الحمد لله الذي أنقذه بي من النار(البخاري).   ټوله ستاينه هغه الله جل جلاله لره ده چا چې هم دې ځوان ته زما د دعوت په وسيله د جهنم له اور څخه نجات وركړ.    الله تعالى مسلمانان مكلف كرځوي چې د الله تعالى نور بندګان په الله تعالى ايمان او عقيدې درلودلو او د الله تعالى عبادت او بندګۍ كولو ته دعوت كړي.    ولتكن منكم أمة يدعون ﺇلى الخير و يأمرون بالمعروف و ينهون عن المنكر و أولئك هم المفلحون(۱۴۰) سورة آل عمران.   او ضرور دې له تاسو څخه يوه داسې ډله وي چې د ثواب كارونو ته بلنه كوي او په نېكو كارونو امر كوي او له بدو كارونو څخه منع كوي، او هم دغه كسان كاميابه او بريالي دي.     هم دا راز الله تعالى د دعوت فضليت او غوره والى څرګندوي او فرمايي:    ومن أحسن قولا ممن دعا ﺇلى الله و عمل صالحا و قال ﺇنني من المسلمين(۳۳) سورة فصلت.   او څوك دي چې له هغه چا څخه ډېر ښكلي چې د الله تعالى لور ته بلنه كوي او نېك كارونه كوي او وايي چې زه له مسلمانانو څخه يم!     رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:     من دل على خير فله مثل أجر فاعله(مسلم).   څوك چې چاته يو اجرلرونكى عمل وروښيي نو د هغه لپاره د هغه عمل كوونكي اجر شته.     د نورو ذكر شويو اعمالو په شان د دعوت لپاره هم ځينې اداب او لارښوونې شته، چې بايد هغه وروڼه يې په پام كې ونيسي څوك چې د دعوت په كار كې بوخت وي.    د مسلمان د اعمالو د قلېدلو دارومدار په نيتونو پورې تړلى دى، او د مسلمان دعوت هغه ومت مؤثر اد د قليدلو مستحق كرځي چې (نيت) يې يوازې د الله تعالى د رضا حصول وي.    هم دا راز د دعوت په وړاندې كولو كې د مسلمان خبرې بايد پاكې او خوږې وي، او په خپل دعوت كې له ښكنځلو او نالايقو خبرو څخه لېرې و ګرځي، الله تعالى فرمايي:    ((ادع إلى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة و جادلهم بالتي هي أحسن)) (۱۲۵) سورة النحل.    راوبوله خلك ستا د پروردګار لارې ته په حكمت او ښه نصحيت سره، او له هغوى سره په هغه شكل مناظره كوه چې هغه غوره او ډېره ښه طريقه وي.
       هغه مسلمان ورور چې خلك د الله تعالى لارې ته رابولي بايد د خپل دعوت په هكله بشپړ ديني مالومات ولري، اود پوهنې او علم په بنياد خلك د الله تعالى لارې ته دعوت كړي، هغه ته په كار ده چې حتى المقدور يې ټول قرانكريم او يا د هغه يوه برخه ياد وي، او د رسول الله صلى الله عليه وسلم له احاديثو څخه يې هم دومره ذخيره ياد دوي چې په خپل دعوت كې ور څخه استدلال او استفاده وكړي.
     الله تعالى فرمايي:     قل هذه سبيلي أدعو ﺇلى الله على بصيرة أنا ومن اتبعني(۱۰۸) سورة يوسف.    ورته ووايه(اې محمد)! چې دا زما تګلاره ده چې د الله تعالى لور ته بلنه د بصيرت او پوهنې په اساس كوم، زه او هغه څوك چې زما پيروي كوي.     كوم مسلمانان چې د الله تعالى كورته بلنه كوي، هغه بايد د هغه چا لپاره يوه غوره قدوه (نمونه) وي څوك چې غواړي د ده بلنه ومني، او كوم مالومات او ديني پوهنه چې لري په هغه يې حتى المقدور عمل كړى وي، او هغه څه ته يې په خپلو اخلاقو او سلوك كې ځاى وركړى وي كوم چې نور ورته رابولي، تر څو له هغو كسانو څخه ونه ګڼل شي د چا په هكله چې الله تعالى فرمايي:    أتأمرون الناس بالبر وتنسون أنفسكم وأنتم تتلون الكتاب أفلا تعقلون(۴۴) سورة البقره.   ايا تاسو خلكو ته په نېكو كارونو امر كوئ او خپل ځانونه هېروئ او په داسې حال كې چې تاسو د كتاب الله تلاوت هم كوئ،؟! ايا تاسو په دې نه پوهېږئ؟    د هغه چا په شان نه شي د چاپه اړوند چې شاعر وايي:  \
  يأيهاالرجل المعلم غيره ـــــــــــــــــــــــــ هلا لنفسك كان ذا التعليم
  اې نورو ته ښوونكي انسانه! ايا خپل ځان ته دې هم څه ورښوولي دي؟       ځكه تر هر څه له مخه د داعي ورور لپاره ضروري ده، چې د هغه اخلاق بايد پاك او ښايسته وي، خويونه يې ښه وي او اسلامي لارښوونې يې په عمل كې تمثيل شوې وې. له عائشې رضي الله تعالى عنها څخه چا درسول الله صلى الله عليه وسلم د اخلاقو په هكله پوښتنه وكړه، هغې په جواب كې ورته وويل:    كان خلقه القران(مسلم).
  د هغه صلى الله عليه وسلم اخلاق قرانكريم و. يعني هغه اوامر او نواهي او يا كومې لارښوونې او ښه اخلاق چې په قرانكرم كې ذكر شوې دې هغه د رسول لله صلى الله عليه وسلم په عملي ژوند كې تطبيق وه.   هم دا راز داعي ورور ته په كار ده، چې له خلكو سره په معاصي او ګناهونو كې شريك نه شي او داسې ځايونو څخه ځان لېرې وساتي چيرې چې خلك ورباندې تور لګوي او يا شك من شي.   رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:    فمن اتقى الشبهات فقد استبرأ لدينه و عرضه، ومن وقع في الشبهات وقع قي الحرام، كالراعي يرعى حول الحمى(المكان المحظور) يوشك أن يرتع فيه، ألا و ﺇن لكل ملك حمى، ألا و ﺇن حمى الله محارمه.(مسلم).   چا چې له شبهاتو څخه ځان وساتلو نو خپل دين او عزت يې وساتلو، او څوك چې په شبهاتو كې ولوېدله نو ګواكې په حرامو كې ولوېدله، لكه شپون چې د ممنوعه سيمې په خواوشا كې رمه پيايي نژدې دى چې څړ په كې وكړي، او هر پاچا يوه ممنوعه سيمه وي، او د الله تعالى ممنوعه سيمه د هغه حرام ګرځول شوې كارونه دي.
     داعي ورور بايد په خپل دعوت كې له اختلافي ځايونو څخه لېرې وګرځي، او په هغو مسائلو خبرې وكړي چې په هغو ټول فقهاء متفق وي، تر څو په بېځايه مناظره او جنجالو كې ونه لوېږي، او يا په رياء اخته نه شي چې د هغه د اعمالو ثواب له منڅه ولاړ شي، او يا هم متهم نه شي چې بيا به يې خق خبرې ته هم څوك غوږونه نه نيسي.    دا عي ورور بايد د دين په ضروري شيان له خلكو سره خبرې وكړي، او تر سنتو له مخه خلك په فرائضو خبر كړي، او تر مستحباتو مخكې خلك په واجباتو وپوهوي. رسول الله صلى الله عليه وسلم معاذ بن جبل رضي الله عنه يمن ته ولېږلو او ورته يې وفرمايل:    ﺇنك تقدم على قوم ﺃهل كتاب، فليكن ﺃول ما ما تدعوهم ﺇليه عبادة الله عزوجل فإذا عرفوا الله، فأخبرهم ﺃن الله فرض عليهم خمس صلوات في يومهم وليلتهم، فإذا فعلوا، فأخبرهم ﺃن الله قد فرض عليهم زكاة تؤخذ من ﺃغنيائهم، فترد عل فقرائهم، فإذا ﺃطاعوا بها فخذ منهم وتوق كرائهم ﺃموالهم(لا تاخذ ﺃفضلها عند ما تجمع زكاة ﺃموالهم) (مسلم).    ته يوه داسې قوم ته ورځې چې هغوى اهل كتاب دي، نو تر هر څه د مخه يې د الله تعالى بندګۍ ته راوبوله اوچې الله تعالى يې وپېژاندلو بيا ورته ووايه چې الله تعالى ورباندې په يوه شواروز كې پنځه وخته لمونځ فرض ګرځولى دى، كله چې يې دا هم ومنل بيا ورته ووايه چې الله تعالى ستاسو په مالونو كې زكات فرض ګرځولى دى چې تاسو له بډايانو به اخېستل كيږي او بيرته به ستاسو په مسكينانو وېشل كيږي، او چې كله يې ومنل بيا يې ورڅخه اخله، او كله چې زكاتونه ورڅخه راټولوې نو د هغوى له مالونو څخه چڼل شو.
     بل دا چې دعوت كوونكى مسلمان ورور به د دعوت په لاره كې له نرمې څخه كار اخلي او نور خلك به هم نر مې ته رابولي، الله تعالى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته خطاب كوي او فرمايي:   فبا رحمة من الله لنت لهم ولو كنت فظا غليظ القلب لانفضوا من حولك(۱۵۹) سورة آل عمران.  دا خو په تاد الله تعالى يو رحمت و چې تا له هغوى سره نرمې غوره كړه او كه ته بد خويه او د سختې معاملې څښتن واى هغوى به ستاله خواشا څخه ترهېدلي واى.   رسو الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:    إن الرفق لا يكون في شيء إلا زانه، ولا ينزغ من شيء إلا شانه(مسلم وابو داود)     نرمې چې په هر كار  كې وي هغه كار ښايسته كوي او له هر كار څخه چې نرمې ووتله هغه كار بد ګونۍ كوي.    هم دا راز داعي مسلمان ورور بايد څېرك او هوښيار وي، او په دې پوه وي چې څرنګه خلك د الله تعالى لارې ته راوبولي اوڅرنګه خبرې ورته وكړي، او قناعت وركړي، تل د خپلو خبرو او دعوت لپاره مناسب وخت او ځاى وټاكي.   هم دا راز دعوت كوونكى مسلمان ورور د هغه چا شخصيت ترازو كوي چا ته چې دعوت وړاندې كوي، او د هر چا لپاره د بېلابېلو الفاظو او كلماتو انتخاب كوي، بېل اسلوب غوره كوي او له هر چاسره د هغه د پوهنې او عقل او سويې په اندازه خبرې كوي، په كوم ځاى كې چې د ادبياتو د كارولو ځاى وي هلته ادبيات او فصاحت كاروي، او چې چيرته د ساده خبرو كولو ځاى وي هلته ساده خبرې كوي.    تر هر څه د مخه خپل كوروال او خپل خپلوان د الله تعالى لورته رابولي، او په دين او د هغه په بيادي احكامو يې خبروي، الله تعالى فرمايي:     يأيهاالذين آمنوا قوا أنفسكم و أهليكم نارا و قودهاالناس والحجارة عليها ملائكة غلاظ شداد لا يعصون الله ما أمرهم ويفعلون ما يؤمرون(۶) سورة التحريم.    اې د ايمان خاوندانو! وساتئ خپل ځانونه او خپل نژدې خپلوان له هغه اور څخه چې ازوغه به يې انسانان او ډبرې وي، په هغه اور باندې داسې ملائكه ګمارل شوې ده چې ډېر بد خويه او بد شكله ده، خو د الله تعالى نافرماني نه كوي او چې د څه شي حكم ورته كيږي هغه مني.    هم دا راز مسلمان داعي ورور بايد د خپل دعوت په مسير كې صبر او ثبات خپل شعار ورګرځوي، كه يې يو څوك د دعوت له منلو څخه انكار وكړي هم نه مايوسه كيږي، خو بيا هم خپله د دعوت  تګلاره تعقيبوي او د هدايت چارې الله تعالى ته سپاري الله تعالى فرمايي:     إنك لا تهدي من أحببت والله يهدي من يشاء وهو أعلم بالمهتدين (۵۶) سورة القصص.   ته هغه چا ته هدايت نه شي كولاى چې ستا خوښ وي، بلكې الله تعالى دى چې چاته يې خوښه شي هغه ته هدايت كوي او هغه په هغو كسانو ښه خبر دى چې هغوى په سمه لاره روان دي.