اداري فساد

اداري فساد او د هغې زیرمې

د افغان ولس داسې انګیري چی ګواګې د افغانستان لوړپوړي چارواکي د اداري فساد مخنیوې کولای نشي ، او هغوي پدی هڅه کی پاتې راغلي دي. خو خبره دلته پیدا کیږي چی کله د افغانستان دولت ته دومره پیسې نه ورکول کیږي څومره چی هغوي باید مصرف کړي، نو اداري فساد به بیا څنګه په افغانۍ اداره کی شتون ولري؟ آیا هغه مامور چی په ۴۰۰۰ افغانیو معاش باندی د یوې میاشتې د پاره کار کوي کولای شي چی په دومره لویه کچه اداري فساد رامنځ ته کړي؟ یا که، دا د هغه چا کار دی چی د افغانستان سترې پروژې د هغوي په لاس کی دي.

د افغانستان دولت تل په باندنیو هیوادونو دا نیوکه کړی چی دوي خپلې مرستې د افغانستان دولت په مټ باندی سمی نه مصرفوي او دا کار د دی لامل شوی چی اداري فساد په لویه کچه باندی راوزیږوي.

هیره دی نه وي چی څه موده مخکې د افغانستان د ماليي وزیر حضرت عمر زاخیلوال د امریکي هیواد د هغه نا سم راپور په باره کی نیوکه وکړه چی ګواکې د افغانستان لوړپوړو چارواکو د افغانستان څخه څه د پاسه درې ملیارده ډالر په تیر کال کی غایب کړي دي. او د ه یې په مقابل کی د حساب ورکولو چمتوالی وښود.

د افغانستان په دولت باندی د باندنیو هیوادونو لخوا دغسې راپورونه تل د افغانستان وګړي اوري او دوي داسې انګیرنه کوي چی ګواکی د افغانستان دولت په رښتیا هم داسی دی، اما هیڅ کله حقیقت نه ده ! د افغانستان د دولت چارواکي که څه هم پدی ستر ناوړه کار کی لاس لري خو په دومره لویه کچه باندی داسی فساد نشي کولای چی د افغانستان نه دوي څه د پاسه درې ملیارده ډالر وباسي.

بهرنیان ځکه د اداري فساد په تور د افغانستان په حکومت او دولت لګوي تر څو اوبه خړی کړي او کبان ونیسي. هغوي د افغانستان د اداری په ملامتولو سره دا ښايي چی ګواکی د افغانستان د دولت د وړتیا کچه ټیټه ده او باید بهرنۍ غټې مالي مرستې په خپله د بهرنیانو لخوا نه سرته ورسیږي او په دی توګه د هغوي د لوټولو کار ته مشروعیت پیدا شي.

دا ګونګسی او آوازې صرف د افغاستان د دولت او د افغانستان د وګړو د نوم د بد نامولو د پاره کوي ګنه د دی هر څه شاته خپله د باندنیو هیوادونو لاسونه دي او دا ټول ستر ناوړه کارونه په افغانستان کی د هغوي له لوري کیږي.

دوي که د یوې خوا نه د افغانستان په نوم باندی د خپلو هیوادونو د وګړو د نمایندګانو په مرسته باندی بودیجې اعلانوي خو د بلی خوا نه همدغه خلک د نوموړو بودیجو د ایستلو په باره کی هم غور کوي او په آخر کی د افغانستان دولت په مامور باندی دا ناوړه تورونه لګوي. ځکه چی هغوي پوهیږي چی د افغانستان په دولت کی دومره زړه ور څوک نشته چی هغوي ته اووايي دا کار زمونږ نه، بلکې هم د ستاسو دی.

د باندنیو هیوادونو د یو عسکر معاش د یو افغاني عسکر د څو میاشتو د لګښت سره برابر دی. دا هغه وینا ده چی د دفاع وزارت یو لوړپوړي چارواکي په تیر کی څو پیرې کړي دي. او د دی غوښتنه یې کړی ده چی دا لګښت دی هم په افغاني سرتیرو باندی وشي تر څو هغوي په ښه ډول وروزل شي او په خپلواکه ډول د افغانستان څخه د ساتنې جوګه شي، مګر د بده مرغه هغوي دی کار ته هډو څه ارزښت نه ورکوي.

امریکا دا دعوه کوي چی تر اوسه پورې دوي په افغانستان کی څو سوه ملیارده امریکايي ډالره مصرف کړي دي ولې په تیر وخت کی د افغانستان لوړپوړو چارواکو ویلي وو که چیری ۳۰۰ ملیارده ډالر په افغانستان باندی ولګول شي نو کولای شي چی افغانستان د نړۍ د ښکلیو هیوادونو په لیکه کی ودروي. نو چیری دي دغه لګښتونه چی د افغانستان ولس په ژوند کی یې ستر بدلون راوستې وي. او یا هم دوي د افغانستان کوم ولایت په ښه ډول سره جوړ کړي وي. د افغانستان وزارتونه هم همغسې په پخوانیو سیستمونو کی کار کوي او تر اوسه پوری د نوی ټکنالوجۍ څخه کار ندی اخیستې. نو آیا دا خبره د دی څرګندویي نه کوي چی اداري فساد پخپله د هغه بهرنیو خلکو کار دی کوم چی پړه یې یې د افغانستان په دولت اچوي.

 والسلام

مزمل شاه وطندوست