په هلمندكي په بيلابيلوپيښوكي وسله والوطالبانوته درنه مرګ ژوبله اوښتي ده
2010-09-04 15:04:58
د پنج شنبي په ورځ له غرمي وروسته د سنګين ولسوالي شمال څاروان كلا په سيمه كښي ملا عبدالعزيز مشهور په حميدي پداسي حال كښي چي د خپل شپږو تنو وسله والي طالبانو سره يوځاي ؤ چي د هوائي ځواكونو لخوا په نښه او له مينځه ولاړل.
همدارنګه د پنج شنبي په ورځ له غرمي وروسته د سنګين جنوب لور ته د نهرسراج ويالي د ګمبدي په كلي كښي د طالبانو يو بل مركز د هوائي ځواكونو لخوا په نښه شو چي د هوائي بريد په ترڅ كښي شپږ تنه وسله وال طالبان له مينځه يوړل شول خو په خواشيني سره په نوموړي بريد كښي دوه تنه ملكي هيوادوال هم شهيدان شوي دي.