په هلمندكي ټولنيزي شوراګانو ته شپږ سوه زره امريكايې ډالره وركول سول
2010-09-03 07:29:40
دټولنيزي شوراه ګانو غړي وايې چي ياده بوديجه دبرتاني دملكي خدمتونو داداري لخوا شوراه ګانوته وركول كيږي او بيا په سيمه كي دځايې خلكو لخوا په ګوته شوي پروژو باندي لګول كيږي.
ځايې چارواكي وايې چي تير كال هم يادو شوراه ګانو ته يو مليون ډالره وركول شوي وه اوتر ډيره په سمه توګه لګول شوي دي خو په يو شمير پروژوكي در غلى هم شتون لري .
ددي شوراه ګانو غړي وايې له هغه وخته چي شوراه ګاني جوړي سوي دي دولسي وګړو اودولت تر منځ اړيكي ټينګي سوي دي او دبيارغوني كارونو ته لاره هواره سوي ده .
دوي وايې چي دكارونو په وړاندي يې اوس هم ځيني امنيتي ستونزي سته خو دوى دخلكو په مرسته خپلو كارونو ته دوام وركوي.
بل پلو دهلمند د والي مرستيال عبدالستار ميرزګوال وايې چي دغو شوراه ګانو ته تير كال دبرتاني دملكي خدمتونو اداري لخوا يو مليون ډالره وركول سوي او سږكال شپږ سوه زره امريكايې ډالره وركول كيږي چې تر ډيره يې كارونه دسيمي خلكو ته دمنلو وړ دي .
دده په وينا چې په ځينيو سيمو كي دپيسو په لګولو كي ستونزي سته خو نوموړي وايې چي ددي ستونزي دحل په موخه يې هڅي پيل كړي دي .
بل پلو دټولنيز ي شوراه ګانو په برخه كي دوالي سلاكار وحيدالله الفت وايې چي څلور ولسواليو ته ځانګړي سوي پيسي په سمه توګه لګول سوي دي يوازي دموسى كلا ولسوالي لپاره ځانګړي سوي پيسي دامنيتي ستونزو له كبله په خپل ځاى پاته دي اوندي لګول سوي.
ديادوني وړده چې ديادو شوراګانو اته تنه غړي دشوراه ګانو دجوړيدو له پيل څخه تر اوسه ددولت دوسلوالو مخاليفينو لخوا وژل سو ي دي .