په هلمندكي چاودني شپږ تنه ملكي وګړي ټپيان كړل

دغه چاودنه دروژه ماتي پرمهال په هغوكسانو سوي چي دسړك په غاړه يي خوراكي شيان پلورل .

 

ددي ولايت   دامينه  قوماندانۍ دامنيت  امر  سموال  كمالدين   شيرزى وايې  چي تير ماښام   په لښكرګاه   كي ديوي چاودني په پايله كي  شپږ ملكي وګړي  ټپيان  شول .

دده په وينا چې  چاوديدونكي توكي    دلښكرګاه  ښار دسولي په  څلور لاري كي  دهندانو له   اټيو سره  ځاى پرځاى سوي وو .

 

نوموړي  وايې چي   ددي  پيښي  په تړاو  يې  يو شكمن  كس  نيولى  او  په اړه يي  پلټني رواني دي .

 

په  دي اړه  دايمريجنسي  روغتون  يو تن كاركونكي  وايې  چي  دوى ته  تير ماښام  شاخوا لس تنه ټپيان   راوړل سوي  خو  اوس يوازي  څلور تنه  پاته دي  نور يې روخصت كړي دي او دپاته ټپيانو وروغتيايې حالات هم دډاډوړدي

 

په همدي حال كي دسيمي اوسيدونكي وايي چي دغه ځاي كي چي چاودنه سوي هيڅ دولتي ارګان نه دي ورنژدي بلكي په دي ځاي كي ټول هغه بيوزله كسان وه چي دروژي مباركي مياشت كي دخپلواولادونولپاره دخوراك څه شي برابرول .

 

دوي وايي چي له هيڅ يوه ارګان سره تړاو نه لري .

ديادوني وړده چي په دي  وروستيوكي په بمي چاودنواومخامخ جګړوكي ګڼ شميرملكي وګړوته مرګ ژوبله اوښتي ده چي ولسي وګړي له دواړولوريوڅخه غوښتنه كوي چي دعملياتوپرمهال دملكي وګړوساتني ته دي پاملرنه وسي .