په هلمندكي دكابل نړيوال كنفرانس دملاتړاودهغوپريكړودعملي كولوپه اړه غونډه وسوه
2010-09-03 01:37:42
دكابل دنړيوال كنفرانس په اړه معلوماتي او تشريحي غونډه دهلمند والي په مشري دولايت دمقام دمجلسونو په تالاركي جوړه سوه په دغه غونډه كي دولسواليو دولسولانو برسيره دټولنيزو شوراګانو استازو او ددولتي ادارو مسولينو هم برخه اخيستي وه .
دكابل نړيوال كنفرانس دافغان دولت لپاره تر نورو كنفرانسونو ډير مهيم او ګټور شمير كيږي نړيوالي ټولني دافغان دولت سره يوځل بياپرخپلومرستوټينګاروكړاودخپلو مرستو پر دوام يي په بيلا بيلو هيوادونو كي تر دامهال اته نړيوال كنفرانسونو جوړكړيدي تر څو دافغان دولت سره دنړيوالي ټولني همكاري نوره هم غښتلي سي په دغو كنفرانسونو كي دافغان دولت ديو قوي اداري په رامنځته كولو داداري فساد په وړاندي مبارزه بپارغوني ته پرمختګ وركول او دامنيت پر ګابو كولو بحث او خبري كيدلي
خود جولاي په مياشت كي په كوردننه دكابل په نوم نړيوال كنفرانس جوړسواو په دغه كنفرانس كي نژدي ددوه اويا هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو او دبين الملي سازمانو نواستازو ګډون كړي و څو په افغانستان كي د اړتياوپرپوره كولو وږغيږي .
په دي كنفرانس دنړيوالي ټولني له لوري مرستي پنځوس سلنه افغان دولت ته وسپارل سوي
دكابل په نړيوال كنفرانس كي دښي حكمتداري پلي كولو . پياوړي اقتصاد دسولي لپاره هلي ځلي دامنيت ګابو كولو او د مخدره تو كو په وړاندي كلكه مبارزه يي دسر ټكي وه چي په دي باندي دنړي دبيلا بيلو هيوادونو استازو دافغان دولت سره دمرستو پر دوام ټينګار وكړ تر څو افغان دولت په دغو برخو كي لاس بري سي
په دي ولايت كي په همدي موخه دكابل دنړيوال كنفرانس په اړوند معلوماتي او تشريحي غونډه دهلمند والي محمدګلاب منګل په مشري جوړه سوه
په دغه غونډه كي دهلمند ديوشميرولسواليود ولسولانو په ګډون دټولنيزو شوراګانو استازو او ددو لتي ادارو مسولينو برخه اخيستي وه
ددغه غونډي موخه يوازي دكابل دنړيوال كنفرانس په اړه راغلو استازو ته معلومات وركول او دجوړسوي كنفرانس څخه هلمند ولايت ته دوركولو سوه پيسو پر لګولو بحث او خبري وي
دهلمند والي محمد ګلاب منګل دكابل نړيوال كنفرانس دهيواد لپاره ډير ګټور ياد كړي دي وايي چي په دي كنفرانس كي افغان دولت ته نور مسوليتونه هم وردغاړي سوه
دښاغلي منګل په خبره په كنفرانس كي پريكړه وسوه چي تر دوه زره څلورلسم كال به دايساف ځواكونو څخه ټول واك افغان ځواكونو ته سپارل كيږي او ديو پياوړي پوځ پر درلودلو دنړي دهيوادونو داستازو تر منځ خبري وسوي
ده همدراز په خپلو خبرو كي روښانه كړه ددولت له لوري به ټولي هغه دولتي ځمكي چي دامهال دزورواكو په لاس كي دي ترينه واخيستل سي .
دوالي په وينا په دي كنفرانس كي هلمند ته په زياته اندازه بوديجه وركول سويده چي په دي ولايت كي به دبيارغوني پر كارونو او بي كار ځوانانو ته به دحرفوي كورسونو پر جوړولو ولګول سي تر څو بي روزګار ځوانانو ته دكار كولو زمنيه برابر سي
دښاغلي منګل په خبره دا مهال ډير ځوانان دبي روګاري له امله دمخالفينو په ليكو كي ورګډسويدي او كه چيري دولت ورته كاري چاپيريال رامنځته كړي په هلمند كي به دامنيت ساحه نورهم پراخه سي
دي وايي چي په ولسواليو كي به دحكومتداري پرخي ته نورهم پراختيا وركول كيږي ترڅوخلك خپلي سيمه ايزي ستونزي په ولسوالي كي حل اوفصل كړي
په دغه غونډه كي دګرشك ولسوال محي الدين داوري هم دكابل دنړيوال كنفرانس په اړوند خبري وكړي او دايي د هيواد لپاره يو مهيم كنفرانس ياد كړ دي وايي چي مخكي هم دنړي په بيلا بيلو هيوادونو كي كنفرانسونو جوړسوي وه خو دا چي په افغانستان كي داسي نړيوال كنفرانس جوړيږي نو په دي سره به دنړيوالو همكاري نورهم دافغان دولت سره زيات سي
په وروستيو كي دكابل دنړيوال كنفرانس دپريكړو په اړه راغلو مشرانو خپل ملاتړ په ډاګه كړه او دايي دهيواد او هلمند لپاره زيات ګټوره وارزاه