دټاكنو دخپلواك كميسون مسولين وايې چي په هلمندكي په ځينو سيموكي دټاكنودبهير په وړاندي امنتي ستونزي موجودي دي
2010-09-03 01:34:29
دغه څرګندوني دټاكنو دخپلواك كميسو ن مشر فضل احمد معنوي دچهار شنبي په ورځ ديوه لنډ سفر په ترڅ كي په هلمند كي ولسي جرګي ته له نوماندانو او دهلمند له والي سره دليدني پرمهال وكړي .
په افغانستان كي دټاكنو دخپلواك كميسون مشر فضل احمد معنوي دهلمند له والي محمدګلاب منګل سره تر ليدني وروسته په يوه غونډه كي چي په همدي موخه جوړه سوي وه كانديدانو ته وينا وكړه.
معنوي په خپلو خبروكي وويل چي په هلمندكي ځيني سيمي دي چي سختي امنيتي ستونزي پكي شتون لري ،دټاكنو مركزونود خلاصون امكان پكي ډير لږدي خو بيا به هم دوى هڅه كوي چي ډيرو سيمو ته داپروسه وغوځوي ترڅو ډير خلك وكولاى سي خپله رايه وكاروي .
نوموړي وويل چي هلمند ته يې دراتلو موخه له ځايې چارواكو او نوماندانو سره ليدل وه تر څو دهغوى ستونزي او غوښـتني واوري او دحل لاره ورته ولټوي.
دټاكنو دكميسون مشر دا هم وويل چي راتلونكي ټاكني به په ډير احتياط سره تر سره كيږي، او دهرډول در غليو مخه به ونيول سي .
دهلمند والي محمدګلاب منګل هم دوينا پرمهال دټاكنو دكميسون مشر ته ډاډ وركړ چي په هلمندكي دملي اردو ، ملي پوليسو ، او نړيوال ځواكونو ټول ساتونكي دي ته تيارۍ لري چي دټاكنو له مركزونو او بهير څخه پوره ساتنه وكړي .
په غونډه كي نوماندانوهم په ولسواليو اوشاخواكي دتآكنو دپروسي دروڼوالي او دامنيت دټينګښت غوښتنه وكړه.
ديادوني وړده په لښكرګاه كي دټاكنو دخپلواك كميسون مسولين وايې چي پرته له باغران ، ديشو او واشيرولسواليو څخه به په نور و ټولو ولسواليوكي ۴۷۷ محلونه او ۱۰۴ مركزونه پرانستل سي .