په هلمندکي نويوروزل سوو پولیسوسره امنیت دپخواپه پرتله سم سوي دي

  په هلمندکی دنویوروزل سوو پولیسوسره ددی ولایت نه یواځي دمرکزلښکرګاه امنیت دپخواپه پرتله سم سوی دی بلکی هغه ټولی امنیتی ستونزی چی   وړاندی دلویولارو په سر رامنځ ته کیدلی اوس دپولیسوپه مرسته له منځه تللی دی .

 

داد دهلمندقندهار ترمنځ لویه لارده چی هره ورځ لسګونه موټرونه له هلمندڅخه نورو ولایتونوته ځي اوپه همدی لاره دی ولایت نه داخلیږی .

 

ددی لاری په سردپولیسواوبهرنیوځواکونوامنیتی پوستی ځاي پرځاي سوی دی اوهره ورځ پولیسوله تلوونکو اوراتلوونکو موټرونو سپرلیوڅخه اوموټرونوتلاشی کوی

 پولیس وایی په دی تلاشیوکی دپام وړلاسته راوړنی هم لری

 

دغه ،پولیس ټولواوسیدونکوته دا ډاډ ورکوی چی دوي په دی لاره ټولی هغه امنیتی ننګونی له منځه وړی دی چی وړاندی پری رامنځ ته کیدلی .

 

په همدی وخت کی دموټرونوسپرلی هم دپولیسوله چلندڅخه خوښی ښیي او وایی چی اوس په دی لویه لار دنویو روزل سوو پولیسوامنیتی پوستی ځاي پرځاي سوی دی اوپرته له امنیتی ګواښه تګ اوراتګ کوی او وړاندی په دی لاره بمی چاودنی ،تښتونی اوغلاوی رامنځ ته کیدلی چی د ډیرو سپرلیوتګ اوراتګ یی له ستونزوسره مخ کړی وه .

 

اوسوداګرهم وایی چی وړاندی یی په ډاډه زړه نسوایی کولای چی سوداګریزشیان له یوه ولایت څخه بل ولایت ته ولیږی .

 

دغه اوسیدونکی له مسولینوڅخه غوښتنه کوی چی ددوی امنیت ته دی نوره پاملرنه وکړی .

 

دوی همدراز وایی چی په دی وروستیوکی ددغه لاری پرسرځینونامعلوموکسانوله لوری ماینونه ځاي پرځا کیږی اوغوښتنه کوی چی دماین پاکي یوه ډله  دغه لاره پرسرماینونه له منځه یوسی .

 

دیوه بل خبرله مخي دلښکرګاه ښار دشورمانوپه سیمه کی دبهرنیوځواکونویوجنګی ټانګ دتخنیکی ستونزوله امله اور اخیستی اوپکښی ټول وسایل له منځه تللی دی .