دنیمروزولایت په دلارام ولسوالي کي تیره ورځ دسړک غاړي دماین دچاودني له امله پنځوس تنوته مرګ ژوبله اوښتي ده

دنیمروزوالی داوري پاڼي  ته په ټلیفونی لیکه کی وویل چی دپیښی ټپیان ایساف ځايي روغتون ته وړل سوی دی . چی دډیرو روغتیایی حالت داندیښنی وړدی .

 

د نيمروز والی غلام دستګیرازادداوري پاڼي  ته په یوه ټلیفونی اړیکه کی وویل چی دچهارشنبی په سهارددی ولایت مرکززرنج څخه پلازمینیی کابل ته یوه ۳۰۳ډوله موټرپه لاره وه چی ددی ولایت دبکوا ولسوالی دنالان په سیمه کی دسړک دغاړی دیوه ماین دچاودنی له امله دیادموټرپنځه ویشت  تنه نارینه اوښځینه سپرلی وژل سوی چی په وژل سوو کسانوکی ډیری ماشومان دی .اوشل تنه دهمدی موټرسپرلی ټپیان سوی دی چی ټپیان دایساف ځايي روغتون ته وړل سوی چی دډیریوروغتیایی حالت داندیښنی وړ دی .

 

ښاغلی ازاد وایی دغه ماین دوسله والوطالبانوله لوری په عام سړک ځاي پرځاي سوی وه چی دعاموبیګناه خلکوښځواوماشومانوژونديي واخیستی