په هلمندکي دکوکنارودلمنځه وړلو او دحلالو کښتونودکرلو اودسولی دارزښت په اړه جلا،جلاغونډې جوړې سوې

 

 

 

دهلمندوالي محمدګلاب منګل په هلمندكي دنشي توكوپرضدذمباريزي پرګړندي کولوټینګارو كړي اوویی وويل چي دولايت اداره ژمنه ده ترڅوپه ټول هلمندكي ددي بدبوټي دمخنيوي  لپاره خپل ټول امکانات په لاره واچوی .

 

هلمندوالي زياته كړه چي تيركال په هلمندكي څلویشت زره کرونده ګروسره حاصلخیزوسیمودپروګرام له لاری له کرونده ګروسره کیمیاوی سرواواصلاح سوو تخمونومرسته سوی چی   دكوكنارپه كښت كي دروديرش سلنه كمښت راغي چي داهم دهلمندوالودهراړخيزه همكاري څرګندوي كوي  ،

 

هلمندوالی  دسږني كال دكوكناركښت ته په اشاري سره وويل چي پدي ولايت كي به نورددي بدبوټي دمخنيوي لپاره نورهم ګړندي ګامونه پورته سي  ترڅوكرونده ګرددي نارواكښت دكرولوڅخه لاس واخلي اوپرځاي حلال كښتونوته مخه كړي

 

اوهمدرانګه دولایت مقام دغونډه په تالارکی هم دنشه یی توکودمخنیوی په اړه غونډه جوړه سوی وه چی په غونډه کی بیلابیلوادارومسولینوویناوی واورلی اودخپلوخبروپرمهال یی له ټولوخلکوڅخه غوښتنه کوله چی له دی حرام بوټي له کرڅخه لاس واخلی اوپرځاي یی حلال کښتونه وکری .