دهلمند په مرکز لښکرګاه کي دايمريجنسي روغتون ترڅلور مياشتو تړل کيدو وروسته يو ځل بياپه فعالت پيل کوي
2010-07-28 14:26:25
څلور مياشتي وړاندي د ايمريجنسي روغتون چې داټاليا دهيواد لخوا مالي لګښت ورکول کيدى دهلمندوالي په امر وتړل سو چې ددي روغتون دريس په ګډون دري ايټالوي او شپږ افغان کارکونکي يې ونيول سول
دهلمند والي هغه وخت ويلي وه چې دروغتون ايټالوي مسولينو يوازي دطالبانو ټپيانو دروملنه کوله او په يو شمير امينتي پيښوکي يې ښکاره لاس هم در لودى .
د هلمندوالي محمدګلاب منګل وايې چي ايمريجنسي روغتون ته يې ديولړ شرايطو پربنسټ دبيرته فعالت اجازه ورکړي ده .
دده په وينا دايمريجنسي دروغتون مسولينو سره په دي سلاح سوي چې دعامي روغتيا دوزارت او رياست دقوانيو سره سم به ايټالويان چي دياد ايمريجنسي روغتون لګښت ورکوي خپل کارونه پرمخ بيايې .
ښاغلی منګل وويل چي داړتيا پرمهال امنیتي کسان هم کولاى سي چي دايټالويانو او دهغوى دافغان کارکونکو موټر او کړ وړ تر څار الاندي ونيسي .
هلمند والي زياته کړه چې وړاندي تر دي ايټالويانو دايمريجنسي روغتون کارونه پرته دولايت او عامي روغتيا درياست له سلاح مشورو څخه سرته رسول .
په همدي حال کي دايمريجنسي دڅارني ايټالوي مشره ميرمن (Rossella ) وايې چي روغتون ورته سپارل سوي خو کارونه به يې دراتلونکي شنبي په ورځ پيل سي
ددي په وينا چې يوازي دجګړو او امنیتي پيښو تازه ټپيان قبلوي او درملنه يې کوي
.
په لښکرګاه کي يو شمير اوسيدونکي هم دياد روغتون دبيرته پرانيستلو هرکلى کوي او وايې چي په دي ولايت کي جګړي او امنیتي پيښي زياتي دي چې له همدي امله ددۍ روغتون دفعالت اړ تيا زياته ليدل کيده .
خودهلمند يو شمير اوسيدونکي بيا دا انديښنه لر ي ، هسي نه چې يادروغتون دهلمندي اولس لپاره دګټي په ځاى په زيان تمام سي .
ددوی په ویناچی دغه روغتون دی امنیتی اوکشفی ارګانونوترڅارلاندی دفعالیت اجازه ورکړل سي .