افغان اولس په نړیوالو سیاسی مارکیټونو کي
2012-02-14 05:32:07
افغان اولس په نړیوالو سیاسي مارکیټونو کي
دافغان اولس پر سر په نړیوالو سیاسی مارکیټونو کي دزیاتو سیاستوالو او هیوادونو ترمنځ سیالۍ رواني دی. یو شمیر سیاستوال چي دلمړني بُن دکنفرانس په څیر چي دافغان اولس پر سر باندی معامله وسول او ګټونکو ته په ملیاردونو ډالر ورسیدل، غواړي چي همداسی معامله بیا ددي مظلوم او ناخبره اولس پر سر باندي وکړي. نوځکه په څواړخیزه توافق سره ورته په قطر کي سیاسي مارکیټ ورته پرانیستل سوی دی او زیات شمیر سیاستوال ورڅخه چاپیره دي. ددي اولس پر سر اوس په نړۍ او کوردننه کي دمعاملو او سوداکولو طرحي جوړی سوی دی، ترڅو بیا دامریکا او نړیوالی ټولني څخه یوځل بیا زموږ ناکاره سیاستوال امتیازات او پیسي واخلي. افغان اولس دیوه چیک په څیر په نړیوالو مارکیټونو کي خرڅیږي او دخپل طبعي ارزښت له مخي تود بازار لری. ځکه چي افغان اولس دخپلو حقوقو دغوښتلو ندی او نه هم پدی اړه کوم فکر لري. دحق په اخیستلو او ورکولو کي یوه فرضیه ده چي حق ورکول کیږی نه، بلکی اخیستل کیږي. هر څوک دخپل حق دغوښتلو لپاره پخپله هڅه وکړي. نوځکه زموږ چالاک اوافغان دښمنه سیاستوال ددي فرصت څخه په استفادی سره غواړی چي دااولس خرڅ کړي. تاسو په نړۍ کي بل داسی کوم اولس لیدلی چي سرنوشت يي دپردیوپواسطه په پردیو هیوادونو کي ټاکل کیږی، بلکی په ننۍ نړۍ کی هر اولس خپل سرنوشت پخپله ټاکي او دپردیو تر اغیز ځان نه لاندي کوي. یوازی افغان اولس دی چي پردي يي سرنوشت ټاکي او پردي حکومت ورباندی کوي. که دنړۍ سیاسی تاریخ ته وګورو نو دټولو سیاسي ټولنو ګټي تقریباً ورته دي. نودورته ګټو پلټونکي به څنګه دخپل سیال لپاره داسي لاره غوره کړي چي خپلي ګټي ترلاسه کړي او دده سره سیال سي. موږ ولیدل چي نړۍ دافغانستان لپاره په ۲۰۰۱ میلادي کال کي دلمړۍ بن پرمهال داسی تګلاره جوړه کړه چي تراوسه په افغانستان کي دپام وړ پرمختګ ندی راغلی. دلمړۍ بُن پرمهال افغانستان دیوي ناکاره طبقي په لاس کي ولویدی، دافغان اولس پر سر دیوی نااهله او بیکاره طبقی سره معامله وسول، نوځکه تر ننه افغانستان پرپښو ونه دریدی او کوم پرمختګ پکښي نه تر سترګوکیږي.