بېړنی خبر

 

۱۳۸۹/۶/۸

بېړنی خبر

نن په جلال آباد کي دقصر مخي ته سخته چاودنه وسوه

چاودنه نن شاوخوا نهه بجې او لس دقيقې سهار مهال سوې ده

ددې ولايت چارواکو ويلي دي  په چاودنه کې د لعلپورې ولسوال سيد محمد پهلوان وژل شوى او د هغه څلور ساتونکي ټپيان دي .

دننګرهار دوالي وياند وايي چاودېدونکي توکي  دلعلپورې ولسوال سيدمحمد پهلوان په موټرکي ځای پر ځای سوي و

هغه وايي څېړني يې پيل کړي او نور جزيات به وروسته خپاره سي

بل پلو ته دملي اردو يوتن قوماندان وايي دايوځانمرګی بريد و چي دموټر په وسيله ترسره سو

هغه هم دولسوال وژل ومنل

اوس هم په سيمه کي داور لمبې پورته کيږي او پوليسو لاره کلابنده کړې ده .

امبولانسونه سيمي ته ورغلي او يوشمېر ټپيان روغتون ته انتقالوي

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.