دوه تښتونکي ونيول سوه
2008-12-02 05:08:34
دکندهار امنيتي چارواکو يوتښتول سوي تن دتښتونکو دمنگلو خلاص اوتښتونکي يي خبريالانو ته وښودل.
دولايت امنيه قومندان مطيع الله قاطع کليد راديو ته وويل چي شپږ ورځي وړاندي دو کسانو دحاجي اما ن الله په نامه يو تن دارغنداب ولسوالي دسيدانو دکلاچي څخه تښولي
امنيه قومندان وويل چي وروسته تښتونکو حاجي اما ن الله يو غره ته بيولي وو او دخوشې کيدو په بدل کي دنوموړى دکورنۍ څخه دلس لکه افغانيوغوښتنه کړې وه
قاطع وويل چي دتښتول سوي کورني غړو پوليس په جريان کي اچولي وه اوپوليس هغه سيمه چي تښتوونکو پيسې ورغوښتې وې محاصره او دتښتونکو سره ترلز مقاومت وروسته يي دواړه تښتونکي چي يو يي پرپښه او بل يي پر لاس زخمي سوي وو ونيول
تښتول سوي حاجي امان الله چي شاوخوا ٥٠ کاله عمر لري دامهال په ميرويس روغتون کي بستردي نومو ړى کليد راديو ته وويل چي تښتونکوپه دې موخه چي کورني ژر پيسې ورکړي ډير زورولي وو.