خصوصې تلویزیونونه دڅه لپاره?

خصوصې تلویزیونونه دڅه لپاره مطبوعات په یوولسواک هیواد کې د څلورم ځواک په توګه کارول کیږی زمو ږ هیواد ته هم دلویدیځې دیموکراسې په راتګ سره هادچاخبره درسنېواتڼ جوړ شو هر قلموال دخپل وس سره سم دټولیزو رسنیو له دغې اژادی څخه په ګټې اخستودچاپې خپرونو په راوستو لاس پورې کړاو ورووروددغو فعالیتونو لمن د غږیزواوبیاد انځوریزورسنیوتر ډګره پورې را ورسیده خو باید وویل شی چی درسنېوپه برخه کې له همغه پېله په سمه توګه کار ندی شوی په چاپی خپرونوکې ترڅرنګوالې څومره والې ته زیات ار زښت ورکړل شوی او ځینوکسانوخو یادې شوی خپرونې خپلو ځانکړو موخوته درسیدو په لار کې کارولې او لاېې هم کاروې اویوشمیر نورو چاپې خپرونو خو ددې پر ځاې چې دهېواد اوسنۍ حالت ته په کتو سره دخلکو د ستونزو انڅور وړاندې کړې سوداګریژه بڼه ورخپله کړې او دبا زار موندنې لپاره ېې دداسې څیژونو په خپراوې لاس پورې کړې چې ټولنې ته په کې هیڅ کوم ګټورڅه نه لیدل کیږې د بیلګې په ډول د ځینو مجلو پر پښتیو باندې دهند دفلمې ستورو د انڅورونولګول او دهغوی په هکله د معلوماتو خپرول به راواخلوچې له دې پرته چې لوسونکې په تیره بیاتنکې ځوانان له حقیقې نړې څخه فلمی نړې ته بوځې او د بې لارې لورته ېې ور وکا ږې بل کوم پیغام نلرې که غږیزورسنیو ته راشو نو وبه ګوروچې زموږپه هېواد کې لومړنې خصوصې راډېو چې د کابل ښار په کچه ېې خبرونې پیل کړې دارمان راډیو وه چې دلومړې څل لپاره ېې د راډیو له لاری پر خلکو پآندې دلویدځوال کلتور د تپلو هڅې بیل کړې خو ره نه غوا ړم چې د چاپې اوغږیژو رسنیو به اړه ډیر څه ووایم غواړم چې د خصوصې ټلویژیونونو په برخه کې یو څه تم شم که د افغا نستان لومړنې خصوصې ټلویزیون [اینې ټلویزیون] ته ځیر شو نو وبه ګورو چې دیوداسې ټوپک مار او زور واک په مټ ېې خپرونې بیل کړی چې لا اوس هم دشرابوپه نشو روږدې دی او سره له دې چې ددولت لخوا ورته لوی درېځ ورکړل شوی په نیمه شپه کې له خپلو ټوپکمارو ملګرو سره دهغه چا په کور یر غل ور وړې او دهغې کورنې د ښځو په ګډون ېې څکوی او خپل کور ته ېې د ټوپک په زور د بېولو هڅه کوې چې تر پرونه سره غا ړه غړې ول او له یوې خولې به غږیدل ایا داداسې یو ټلویزیون خپرونې به خلکو ته څه ولری چې یو دارنګه زور واک او شرابې کس ېې خپلو موخوته درسیدو په لار کې کا روې او په نیمه شپه کې د خپل پخوانې نږدې ملګرې د کو رنې بې پته کیدو ته زړه ښه کوی ښا غلې جنرال دوستم هغه مهال د خپل ټلویز یون له دې را ز څخه پلو پو رته کړ کله چې داکبر باې به کور باندې د یر غل په سبا شپه دخپلو نورو ملګرو سره داینې ټلویزیون په مخ را ښکا ره شو او خلکو ته ېې څان سپین چرګ وښود په هر حال لو مړنۍ ټلویزیون په پریږدو رابشو دې را وروسته فعاله شویو ټلویزیونونوته چې له خبلو خپرونو څخه څه کوچ را وباسې اوسمهال هان داسې ټلویزیون هم دهندې او نو رو بهرنیو سر یالو نو به خپرولو کې با ته نه دی راغلې چې خبرونه او داسې نور ې خبرې خپرونې چۍ د ټولنې وګړی له ورڅنېو پيښو خبر کړی په چور لټ ډول لری نه ایا خلکو ته خبرونه ارزښت لری که هندې سریالونه او سندرې که څه هم په څوڅو وارې د ولسې جر ګې غړو او ذینې عالمانو دیادوشویو ټلوزیونونو د خپرونو پر وړاندې توند غبرګون وښود او ددغو ټلوېز یونونو دخپرونو د بندېز غږ ېې او چت کړ خو چا ېې په خبرو غوږ ونه ګرا وه دېادوشویو ټلویز یونونو خپرونو دینې عالمان دولسمشر د در وازې تر ټکولو پورې ور ورسول او په مخامخ ناسته کې ېې له ولسمشر کرزې څخه دټلویز یونونو د خپرونو په برخه کې دغور غوښتنه وکړه که څه هم ولسمشر کر زې په دې هکله اړودو چارواکو ته سپارښتې وکړې او داطلاعاتو او کلتور وزیر د نوموړې له لار ښوونې سره سم د خصوصې ټلویز یونونو چلوونکې را وبلل او دخپرونو دسمون غوښتونکې شو او د خبرو د نه پاملرنې په حالت کې ېې د ټلویزیونونو د خپرونو د په ټبه دریذو خبره ېې تر غوږ ور تیره کړه له ښاغلې خرم سره په دې خبروکې ژمنه وشوه چې وروورو به له دغو خپرونوڅخه لاس واخلې خو دا دی څه د پا سه یو میاشت له دغې ژمنې څخه اوړې خو دټلویزیونونو په خپرونو کې کوم بدلون نه تر سترګو کیږې دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم داطلاعاتو او کلتور وزیر د خصوصې ټلویزیونونو په وړاندې د خپلې بې وسې خبره کړې وه ښاغلې خرم دا څر ګندونه به داسې حال کې کړې چې ډیرې کار پو هان په دې اند دې چې د خصوصې ټلوزیونونو تر شاه بهرنې هیوادونه ولاړ دی ا و ځینې ورځپاڼې خو د بهرنیو هیوادونو دسفارتونو لخوا په مخ بیول کیږی نن سبا چې ګو رو هر سیاستوال چې پخوا ېې هم د پردیو په ګو ډاګیتوب خپلې چا رې پر مخ بیولې د ټلویز ېونونو په جو ړولو لاس پو رې کړی او غواړې چې له دې وروسته د تلوزیونونو له لارې هم بهرنیان و پالې دې هر څه ته په کتو سږه ویلې شو چې ډیرې خصوصې تلویزیونونه دځانګړو موخو لپا ره کا رول کیږی سیدرحمن فقیرزی غزنې